1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

افغانستان ته د میلیونو کډوالو بېرته ستنېدا او امنيتي اندېښنې

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ مهر ۳, پنجشنبه

له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د ميليونو افغان کډوالو اخراج او بيرته ستنېدا د امنيتي سرچينو د انديښنې باعث شوې ده. ديپلوماتيکي سرچينو ويلي دي چې دا بهير کیدای شي د داعش د ترهګرۍ د شديدو خطر لا پسې لوړ کړي.

په تورخم پوله کې راټول شوي افغان کډوال او د طالبانو یو ساتونکی
له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د ميليونو افغان کډوال اخراج او بيرته ستنېدا د امنيتي سرچينو د انديښنې باعث شوې دهانځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance

د روان میلادي کال له پیل راهيسې کابو ۲ اعشاریه ۶ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه بیرته افغانستان ته ستانه شوي چې په هغو کې داسې کسان هم شته چې په یادو هېوادونو کې زېږیدلي او اوس د لومړي ځل له پاره افغانستان ويني.

د ملګرو ملتونو سازمان د تروریستي ډلو د څار کمېټې پخوانی کوردیناتور هانس-یاکوب شیندلر په دې هکله امنيتي اندېښنه لري. هغه د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د دې خطر کچه چې د داعش خراسان شاخه نوي رسېدلي افغانان په بالقوې توګه جذب کړي، لوړه ده.»

که څه هم د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو راپدېخوا امنيتي وضعیت ښه شوی، خو داعش ډله چې د طالبانو پر ضد جنګيږي، په بشپړه توګه لمنځه نه ده تللې. دغې ډلې د طالبانو په واکمنۍ کې یو شمېر خونړي بریدونه کړي او لا هم د طالبانو حکومت او سیمې له پاره د یو ګواښ په توګه پاته ده.

د ښاغلی شيندلر په خبره داعش «ډلې د ۲۰۲۱ کال له اګست راپدېخوا د ناراضي طالبانو او د هغو افغانانو چې د نوي رژیم برخه نه دي، جذبولو ته ادامه ورکړې ده.»

شېندلر په داسې حال کې دغه اندېښنه ښکاره کړې چې ملګرو ملتونو په جولای میاشت کې «د تروریستي ډلو له يوه پراخ صف څخه خبرداری ورکړ... چې د جنوبي اسیا او نورو هېوادونو له پاره یو جدي امنيتي خطر دی.»

هغه په دې لړ کې داعش تر ټولو شدید ګواښ ګڼي چې ۲۰۰۰ جنګیالي لري او په وروستیو څو کلونو کې ېې په روسیې، ایران او پاکستان کې خونړي بریدونه ترسره کړي دي. 

په رپوټ کې د پاکستاني طالبانو یادونه هم شوې چې د داعش په پرتله درې برابره ډېر جنګیالي لري. پاکستاني طالبان له افغان طالبانو جلا ډله چې د پاکستان حکومت او امنيتي ځواکونو پر ضد جګړه کوي. د پاکستان حکومت پر افغانستان تور لګوي چې په خپله خاوره کې ېې هغو ډلو ته ځای ورکړی چې په پاکستان کې بریدونه کوي. خو د طالبانو حکومت په کراتو د اسلام آباد دغه ادعاوې رد کړي او وايي چې په افغانستان کې «هېڅ تروریستي سازمانون» فعالیت نه لري.    

 هغه کسان چې په خپل وطن کې «پردي» دي

د مهاجرت عالي کمشنرۍ (UNHCR) وړاندوینه کوي چې د روان ميلادي کال تر پایه کېدای شي تر ۴ میلیونو پورې افغان کډوال خپل هېواد ته بېرته ستانه شي.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو همغږی کونکی، اندریکا راتواته، وايي افغان کډوال افغانستان ته له رسېدو سره سم «د بیکارۍ، هستوګنځای او بنسټیزو خدماتو د لاسرسي کې له سترو ستونزو سره مخ کيږي.»

هغه دغه وضعیت ته په کتو د تازه بېرته ستنو شوو په هکله وايي چې «هغوی کېدای شي له منفي میکانیزمونو سره په مقابله کې زیانمنونکي شي چې د وسله والو ډلو ناوړه استفاده هم پکې شاملېدای شي.»

د نړېوال بانک په حواله، د افغانستان د کابو ۴۸ میلیون نفوس نژدې نیمايي ېې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او هغه افراد چې عمرونه ېې د ۱۵ او ۲۹ ترمنځ دي نژدې څلورمه برخه ېې بېکاره دي.

یوه اروپايي ديپلوماتیکې سرچينه وايي «موږ له مخکې واقف یو چې یو شمېر افغانان د عقایدو له مخې نه بلکې د اقتصادي اړتیاو له مخې له تروریستي ډلو سره یو ځای شوي دي.»

 په اسلام آباد کې د ستراتيژیکو مطالعاتو له انستيتوت (ISSI) څخه آمينه خان وايي هغه افغانان چې لسیزې ېې له هېواده بهر ژوند کړی وي چې کله بېرته افغانستان ته ستنیږي، ورته د بهرنیانو په سترګه کتل کيږي.

د هغې په خبره له پاکستان په زور ایستل شوو افغان کډوالو کې ځینې ېې د پاکستان پر وړاندې بدبینه او عقده مند کیږي، په دې دلیل چې له دوی ېې کارو بار او جایدادونه اخیستي دي. مېرمن خان وايي: «دا خلک په سیمه کې د فعالو ترانزنشنل يا هغو ترهګرو ډلو له پاره چې له پولې ور هاخوا فعاليت کوي، مناسب خواړه دي.»

  د «ساعتي بم» په څېر خطر

د مسکو د معلوماتو پر اساس، په افغانستان کې د ۲۰ مختلفو سازمانونو نژدې ۲۳ زره جنګیالي موجود دي.

د روسیې د امنیت شورا مشر، سرګي شیوګو، د اګست میاشتې په پای کې ویلي و چې په افغانستان کې اوسمهال تر ټولو لویه اندېښنه د داعش خراسان شاخې څخه ده چې «عمدتا د افغانستان په شمال، شمال ختيځ او شرق کې روزنیز کمپونه لري.»

روسيه یوازینی هیواد دی چې د طالبانو حکومت ېې په جولای میاشت کې په رسمیت وپېژاند. کریملین دغه اقدام مسکو ته څېرمه د موزیک پر یو هال د خونړۍ حملې چې پکې ۱۴۹ کسان ووژل شول، یو کال وروسته وکړ.   

مسکو وايي دغه تصمیم کولی شي د سيمه ایز امنيت او د «تروریزم پر وړاندې مبارزه» تقویه کړي.

شیندلر په خپلو خبرو کې وویل: «په اروپا کې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ اکثره شنډې کړل شويو حملو له داعش سره تړاو درلود.»

دغه اروپايي ديپلوماتیکه سرچینه وايي چې د ګڼو اروپايي هېوادونو له پاره «په اروپا کې د یو ډول ساعتي بم چاودنې خطر واقعي شوی دی.»

اندریکا راتواته په دې باور دی چې د تروريستي ډلو له خوا د جلب د جذب او استخدام د مخنيوي یوازينۍ لار د بهرنیو مرستو پر مټ د مهاجرو له پاره د یوې «باعزته راتلونکې جوړل» دی.

خو دا په داسې حال کې ده چې مرستندوی سازمانونه وايي له کله چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له لوري بشري مرستې قطع شوي دوی د بودجې له کمښت سره مخامخ دي. امریکا متحده ایالات د بشري سازمانو یو تر ټولو لوی ډونر وو، خو ترمپ په جنوري میاشت کې سپينې ماڼۍ ته له راتلو وروسته دغه مرستې قطع او یا ډېرې راکمې کړې.   

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل