1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د ښی اړخو موفقيت ښايي د مسلکي کارګرو مخه ونيسي

۱۴۰۲ تیر ۱۶, جمعه

آلمان په زغرده غواړي چې د کاري ځواک د پياوړتيا په موخه مسلکي کارکوونکي او کډوال جذب کړي، خو توکم پالنې او د ښي اړخي ګوند ای اف دي موفقيت دغه چاره سخته کړې ده.

آلمان مسلکي کارګرو ته اړتيا لري
آلمان مسلکي کارګرو ته اړتيا لريانځور: Rupert Oberhäuser/picture alliance

د آلمان حکومت دامهال تر ټولو مهمو داسې ننګونو ته اوږه ورکوي چې ښايي يو په بل پورې اړه هم ولري: د ښي اړخو غښتلتيا او په اوږده مهال سره د زېږون ټيټه کچه.

لومړۍ ستونزه بېړنۍ ده: د آلمان د بديل ګوند يا ای اف دي چې د کډوالو ضد افکارو لرونکی يو حزب دی، د آلمان د ختيځ په ډېرو آيالتونو کې تر ټولو ستر سياسي ځواک دی چې عوام پالنه يې وار په وار ډېر نوي رايه ورکوونکي جذبوي.آلمان په کال کې یونيم ميلیون مسلکي مهاجرو ته اړتیا لري

دويمه ستونزه اوږدمهاله او عملي ده چې ښايي د اقتصادپوهانو په اند د هېواد رفاه ته ګواښ وي. د دغه هېواد په کاري ځواک کې داسې کمښت موجود دی چې د اقتصادي مشرانو په خبره لا ډېرې کډوالۍ ته د جرمني اړتيا زياتوي. د آلمان حکومت په دې وروستيو کې يو نوی قانون تصويب کړ چې په آلمان کې د کارغوښتنې بهير کې بيروکراسي کموي، خو د سياسي فضا کنترول لا سخت کار دی.

د آلمان د ماليې وزير کريستيان ليندنر د اوونۍ په پيل کې داسې وويل: »د آلمان د ختيځ له پاره تر ټولو ستر تجارتي ګواښ د ای اف دي ګوند دی.« نوموړي زياته کړه چې »داسې ګوند چې غواړي هېواد ته خلک پرې نه ږدي او د خارجيانو ضد کليشه يي افکارو ته لمن وهي، د اقتصاد په څرخ کې د رېګو حيثيت لري.«د مسلکی کسانو کمښت: بیروکراسي مهاجرت سختوي

دا چې توکم پالنه په آلمان کې واقعياً ستونزې پېښوي، د آلمان د حکومت په فرمايش د اسلام ضد احساساتو په اړه يو رپوټ څرګندوي چې تېره مياشت خپور شو. پايله يې دا ده چې د مسلمانانو ضد توکم پالنه »د ټولنې په ډېرو برخو کې شتون لري او يو ورځنی حقيقت هم دی.«

د بېرتلزمن بنسټ فکري مرکز د ديموکراسۍ او ټولنيز يووالي د پروګرام مدير، اولريش کوبر، باور لري چې د ليندنر په خبرداري کې يو څه حقيقت نغښتی دی، خو نوموړی زياتوي: »موږ له څېړنو پوهيږو چې د کډوالۍ پرېکړې ډېرې پېچلې دي.«

نوموړي دويچه ويله ته دا هم وويل چې »يوازې يو فاکتور موجود نه وي: خلک بېلابېل لومړيتوبونه لري کله چې د کډوالۍ په اړه پرېکړه کوي.«آلمان کې د کارګرو کمښت؛ حکومت قوانین اسانوي

کوبر له دې څخه هم يادونه وکړه چې د اسلام ضد احساساتو په هکله رپوټونه او د ای اف دي ګوند برياليتوب د ټولې نړۍ په رسنيو کې انعکاس مومي، مثلاً د »ټايمز اُف انډيا« په ورځپاڼه کې. کوبر وايي چې »خلک پوهيږي چې په آلمان کې څه ترسره کيږي.«

دغه خبره شيوام مهروترا هم کوي چې د معلوماتي ټکنالوژۍ انجينر له هند څخه دی. ده د تېرو پنځو کلونو راهيسې د آلمان په ختيځ په براندنبورګ کې د يوې کمپنۍ له پاره کار کړی دی. نوموړي دويچه ويله ته وويل چې »زه فکر نه کوم چې دا دې د دې يو پرېکنده فاکتور وي چې آيا خلک جرمني ته راځي او که نه، خو دا چې هېواد کومې خوا ته درومي، بيا اهميت لري.«

مهروترا دا هم وايي چې په شخصي توګه يې په تېرو کلونو کې توکم پالنه تجربه کړې نه ده، خو دا چې د ښي اړخو عوام پالنه په زياتېدو ده، د اندېښنې وړ خبره ده. دغه ۳۳ کلن انجينر وايي چې »هغه په ما باندې هم تاثير لري« او دا چې »هغه په ټوله نړۍ کې خلک سره وېشي، خو په تېره په آلمان کې چې زه يې اوس خپل هېواد بولم. زه غواړم په دې باور ولرم چې آلمان د برابرۍ او تنوع ارزښتونو ته درناوی لري.«

بېن نايټ/ن.ص./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب