1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

ننګرهار کې د سړک غاړې ماين مرګ ژوبله اړولې ده

۱۴۰۰ آبان ۱, شنبه

په ننګرهار کې د سړک غاړې ماین چاودنې چې طالبان يې په نخښه کړي، لږ تر لږه دوه ملکي وګړي وژلي دي. د معلوماتو له مخې په دې پیښه کې څلور تنه نور ټپيان شوي دي.

Afghanistan Anschlag in Ghazni
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Nikzad

طالبانو او سيمه يزو روغتيايي چارواکو ويلي چې د يوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه دوه تنه ملکيان په دغه بريد کې وژل شوي دي.

د سيمې د پوليسو مشر، عصمت الله مبارز، وويل چې د طالبانو د يوه موټر په تېرېدو سره دوه بمونه والوتل چې طالبانو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

تر اوسه پورې هيچا سملاسي د بريد مسئيوليت نه دی منلی، خو د افغانستان په ختيځ کې د داعش ډله ډېره فعاله ده.

د اسلامي دولت ډله یا داعش په دې وروستيو کې پر طالبانو باندې پر له پسې بريدونه تر سره کړي دي. د يوه روغتون سيمه يز چارواکي وويل چې دوه مړي او څلور ټپيان تر چاودنې وروسته همدغه روغتون ته انتقال شوي دي. هغه د نوم نه اخيستلو په شرط خبرې کولې ځکه چې له رسنيو سره د خبرو اجازه نه وه ورکړل شوې.

په دې وروستيو کې افغانستان کې د داعش د پراخېدو نخښې موجودې دي چې د افغانستان په شمال، جنوب او پلازمېنه کابل کې يې بريدونه تر سره کړي دي. دا چې دغه ډله د بریدونو د تر سره کولو وړتيا لري، نو د طالبانو پر دې قابليت شک هم موجود دی چې کولی شي په جګړه ځپلي هېواد کې امنيت او ثبات تامين کړي.

تېره اوونۍ داعش د افغانستان په جنوب کې د شيعه ګانو په يوه جومات د بريد مسئوليت منلی وو چې ۴۷ تنه پکې وژل شوي ول او تر هغه مخکې یې په کندز ولایت کې هم یوه خونړۍ چاودنه کړې وه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب