1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

آلمان: غلو له یو بانک څخه ۳۰ میلیونه یورو غلا کړي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ دی ۹, سه‌شنبه

د آلمان پولیسو د سه شنبې په ورځ وویل چې غلو له یوه بانک څخه د ۳۰ میلیونو یورو په ارزښت نغدې پیسې او زیورات غلا کړي دي. پېښه په غربي ښار ګېلزن کریشن کې شوې ده.

Deutschland Gelsenkirchen 2025 | Sparkassenkunden warten nach Tresorraum-Einbruch vor Filiale
انځور: Christoph Reichwein/dpa/picture alliance

د پولیسو په وینا غلو د بانک د خزانې یوې خونې ته د دننه کېدو له پاره له ېوې اوږدې برمې استفاده کړې ده.

پولیسو ویلي غلو څه باندې ۳۰۰۰ صندوقونو ته چې په کې امانت نغدې پیسې، سره زر او زیورات اېښودل شوې ول لاسرسی موندلی دي. پولیس وايی چې غله ډیر و.

چارواکو ویلي چې په دغه پېښه کې له ۲۵۰۰ ډېرو مشتریانو ته زیان اوښتی دی.

د پولیسو په وینا غلو د بانک د خزانې یوې خونې ته د دننه کېدو له پاره له ېوې اوږدې برمې استفاده کړې دهانځور: Polizei Gelsenkirchen/dpa/picture alliance

اټکل کیږي چې دا د آلمان په عصري تاريخ کې له آلماني بانک څخه تر ټولو لویه غلا ده. د بانک لوټولو څخه وروسته له هغې خلک خبر شول چې د دوشنبې په سهار د اور وژنې آلارم چالان شو. نن سه شنبه د دغه بانک مخې ته شاوخوا ۲۰۰ مشتریان راغونډ شوي ول تر څو د خپلو پیسو او قیمتي اجناسو د برخلیک په هکله معلومات ترلاسه کړي. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب