1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مارکو روبیو: د غزې د دایمي ویش طرحه په پلان کې شامله نه ده

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ آبان ۵, دوشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د غزې دایمي ویش په کاري پلان کې نه دی شامل او اصلي هدف د غزې بشپړ بې وسلې کول او د امنیت تضمینولو له پاره د نړیوالو ځواکونو مستقر کول دي. هغه وویل چې اسرائیل نه غواړي غزه اشغال کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو
روبیو وایي چې اصلي هدف د غزې بشپړ بې وسلې کول او د امنیت تضمینولو له پاره د نړیوالو ځواکونو مستقر کول دي.انځور: Fadel Senna/UPI Photo/IMAGO

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې د غزې تړانګې دایمي ویش یې په کاري پلان کې نه دی شامل او اصلي هدف د غزې په بشپړ ډول بې وسلې کول او د دغې سیمې د امنیت تضمینول دي.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ روبیو د دې مطلب په بیانولو سره چې «اسرائیل هم د غزې اشغالولو ته لیوالتیا نه لري» وویل، سره له دې چې اسرائیلي ځواکونه په هغو سیمو کې موجود دي چې د بیارغونې په لومړیتوب کې قرار لري، خو دا یو موقتي وضعیت دی او د پرمختګ په دوام سره به د اوربند بهیر تغیر وکړي.

د غزې د اوربند د موافقې په اساس،اسرائیلي ځواکونو د «زیړې کرښې» په نوم ساحې پورې پر شا تګ کړی دی. د امریکایي چارواکو په حواله د غزې د بیارغونې مرستې به په لومړي پړاو کې د اسرائیل تر کنترول لاندې سیمو پورې محدودې وې.

روبیو دې خبرې ته په اشارې چې د حماس ترهګره ډله نباید د غزې په راتلونکې کې رول ولري، زیاته کړه: «نړیوال سوله ساتي ځواکونه باید ګام په ګام مخته لاړ شي، څو ټوله غزه بې وسلې شي. په هره اندازه چې غزه له ترهګرۍ پاک کیدو ته نزدې کیږي، وضعیت با ثباته کیږي. دا اوږدمهاله پروګرام دی او اسرائیلیانو په ښکاره ویلي دي چې د غزې د اشغالولو اراده نه لري.»

د سوله ساتو ځواکونو په ترکیب کې ابهام

د اسرائیلي ورځپاڼې «هاآرتص» د رپوټ پر بنسټ د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د دې پوښتنې په ځواب کې چې امریکا د اسرائیل امنیتي سیاست دغه هیواد ته دیکته کوي وویل چې اسرائیل به په خپل صلاحیت دا تعینوي چې کوم نړیوال ځواکونه به په غزه کې د اوربند د موافقې برخه وي او کوم نه.

دغه څرګندونې په داسې شرایطو کې کیږي چې تر اوسه پورې روښانه نه ده چې آیا عربي هیوادونه او نور هیوادونه به غزې ته د سوله ساتې ځواکونو په چوکاټ کې د خپلو سرتیرو استولو ته اماده وي او که نه.

بل لور ته د ترمپ حکومت غزې ته د امریکایي سرتیرو استول رد کړي دي، خو د نړیوالو رسنیو د رپوټونو په حواله په دې څو ملیتي ځواکونو کې د مشارکت له پاره له انډونیزیا، متحده عربي اماراتو، مصر، قطر، ترکیې او اذربایجان جمهوریت سره خبرې شوې دي.

نتانیاهو د خپلو خبرو په دوام وویل: «مونږ د خپل امنیت کنترول په لاس کې لرو او همدارنګه په واضح ډول مو اعلان کړی دی چې د نړیوالو ځواکونو په هکله، دا اسرائیل دی چې ټاکي به کوم ځواکونه مونږ ته د منلو وړ نه دي، مونږ په همدې ډول عمل کړی او ورته به دوام ورکوو.»

همدارنګه د «واینټ» خبري انټرنټ پاڼې رپوټ ورکړی دی چې اسرائیلي چارواکو د پارلمان (کنست) له دفاعي کمیټې غړو سره په یوه محرمه ناسته کې ویلي چې د غزې د اوربند د حفاظت له پاره په نړیوالو ځواکونو کې «کیدای شي د انډونیزیا، اذربایجان جمهوریت او پاکستان هیوادونو سرتیري شامل وي.»

ویل کیږي چې انډونیزيا په ښکاره ډول خپلو ځواکونو استولو ته امادګي ښودلې ده. د «ټایمز اسرائیل» د رپوټ پر بنسټ اذربایجان هم د غزې اوربند ساتلو له پاره د ځواکونو له استولو سره موافقه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې دا لومړی ځل دی چې د سوله ساتې ځواکونو په ترکیب کې د پاکستاني ځواکونو د موجودیت د احتمال خبره کیږي.

د غزې اوربند په یوه «نا څرګند» وضعیت کې

په غزه کې اوربند او د اسرائیلي یرغمل شوو پر خوشې کولو موافقه چې د ترمپ د ۲۰ ماده ایي طرحې په اساس رامنځته شوه، سره له دې چې تر اوسه پورې پر ځای پاتې ده، خو نازک یا ماتیدونکی معلومیږي.

له دې ډلې کولی شو د حماس ترهګرې ډلې له خوا له بې وسلې کیدو او ټولو یرغمل شوو اسرائیلي مړو له سپارلو څخه د انکار کولو ګواښ ته اشاره وکړو.

په همدې ارتباط د «اسرائیل۱۴» شبکې رپوټ ورکړی دی چې اسرائیل او د اوربند منځګړیتوب کوونکي هیوادونو حماس ته د موافقې د ټولو موادو د عملي کولو له پاره یو مشخص مهلت ټاکلی دی.

بل لور ته یوې اسرائیلي سرچینې د اسرائیل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې د متحده ایالاتو چارواکو تیره اونۍ اسرائیل ته ویلي و چې راتلونکي ۳۰ ورځې د اوربند موافقې په عملي کولو کې ډیرې مهمې دي.

نوموړي سرچینې دې احتمال ته په اشارې سره چې کیدای شي حماس اوربند مات کړي زیاته کړه: «له دې امله دوی غواړي چې اسرائیل دې په متناسب ډول اوربند ته غبرګون وښيې.»

مخکې له دې د امریکا د ولسمشر مرستیال جی دي ونس اسرائیل ته د سفر پر مهال د اوربند پایداره پاتې کیدو له پاره د کوښښونو خبره کړې وه. همدارنګه د غزې د اوربند په موضوع کې د ترمپ استازو جېرد کوشنر او ستیو ویتکاف هم تیره اونۍ له اسرائیل څخه غوښتي و چې داسې کار دې نه کوي چې اوربند په خطر کې پریوزي.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

03:13

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل