1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

ترمپ له اردوغان څخه د روسیې د تیلو نه اخیستو غوښتنه کړې

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز
۱۴۰۴ مهر ۴, جمعه

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر خپل ترکي سيال ته ويلي چې که چېرې انقره د اوکراين د جګړې درولو په موخه د روسي تیلو اخيستل بند کړي نو دی کولی شي ترکیې ته د امريکايي الوتکو د پیرېدو اجازه ورکړي.

په سپينه ماڼۍ کې د ولسمشر دونالد ترمپ او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ليدنې کتنې په حال کې
د پنجشنبې په ورځ د سپينې ماڼۍ په اوول آفس يا بیضوي دفتر کې د ملاقات پر وخت ترمپ، اردوغان د يوه «ډېر کلک سړي» په توګه وستایه.انځور: Evan Vucci/AP Photo/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د پنجشنې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې د ترکیې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره ليدلي او دواړو مشرانو پر يو شمیر موضوعګانو باندې خبرې اترې کړي دي. دا واشنګټن ته په تېرو شپږو کلونو کې د ترکیې د ولسمشر اردوغان لومړی سفر وو.

ترمپ، پر هند او چين ترڅنګ د سلواکیا او هنګري په څېر هېوادونو باندې هم د فشار اچولو هڅه کوي چې د روسیې سره د انرژۍ تجارت په درولو سره مسکو په اصطلاح د «ثانوي بندیزونو» له لارې مجبوره کړي چې اوربند ته غاړه کېښږدي.

اړونده موضوع: د اوکراين جګړې ختمولو له پاره ترمپ د اردوغان د مرستې غوښتونکی دی

د پنجشنبې په ورځ د سپينې ماڼۍ په اوول آفس يا بیضوي دفتر کې د ملاقات پر وخت ترمپ، اردوغان د يوه «ډېر کلک سړي» په توګه وستایه چې د اوکراين ولسمشر ولودمير زيلنسکي، او د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، دواړه ورته «ډېر درناوی» لري. 

نوموړي په همدې ترڅ کې د اردوغان ترڅنګ د کيناستو پر وخت وويل «زه غواړم چې هغه له روسیې څخه د تیلو رانيول بند کړي.»

د يادولو وړ ده چې ترکیې د روسیې پر وړاندې د لوېديځ په بندیزونو کې له شاملیدو څخه انکار کړی وو چې له کبله یې په انقره کې د حکومت او ناټو هېوادونو ترمنځ اړيکې ترينګلی شوی وې.

اردوغان چې له ۲۰ کلونو څخه هم له ډېرې مودې راهېسې په واک کې دی، ولسمشر ترمپ، ورته وويل چې «که چېرې دی وغواړي نو ډېر نفوذ لرلی شي. خو تر اوسه هغه په بشپړه توګه بې پرې دی.»

اړونده موضوع: آلمان له روسیې څخه د تیلو واردات په بشپړه توګه بند کړل

د «انرژۍ او پاکې هوا د څيړنیز مرکز» په حواله له ۲۰۲۳م کال راهېسې ترکيه، له هند او چين وروسته د روسیې د تيلو دريم ستر پيرېدونکی هېواد دی او هیڅکله یې هم د دې اړيکو د پرې کولو اشاره نه ده کړې.

«که موافقه وکړئ نو د اف ۳۵ معامله ممکنه دی»

د امريکا ولسمشر اشاره ورکړې ده چې که چېرې انقره د انرژۍ د پيرېدو په اړه د دوی غوښتنې ومني نو چمتو دی له دغه هېواد سره اف ۳۵ جنکي الوتکو تړون وکړي.

ترمپ، وويل چې «زه په دې آند يم چې هغوی [ترکيه] به د هغه شیانو په رانيولو وتوانيږي چې غواړي را ویې نيسي.»

اړونده موضوع: د امریکا پر خبرداري سربیره روسي توغندي ترکیې ته ورسیدل

له ترمپ، څخه دا هم وپوښتل شول چې د ترکیې پر دفاعي صنعت به هغه بندیزونو کله لېرې کړل شي چې د ترمپ، د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې لګول شوي ول. ترمپ، د دې په ځواب کې وويل چې بندیزونه «ډېر ژر» لغوه کيدلی شي. هغه وويل چې «که چېرې زموږ ملاقات ښه تېر شي نو تقریباً سملاسي.»

د ترمپ، ادارې په خپله لومړۍ دوره کې له روسیې څخهد اس – ۴۰۰ دافع هوا سیسټمونو د رانیولو له کبله د ترکیې پر دفاعي صنعت بندیزونه لګولي ول.

ترمپ اردوغان ته نور څه وويل؟

ولسمشر ترمپ، په دې ترڅ کې د سوریې پر شخړه هم خبرې وکړې او د دې کړکيچ په ترڅ کې یې د ترکیې د نقش له کبله اردوغان وستايه. امريکا او ترکیه دواړه د پخواني ياغي مشر احمد الشرع، تر مشرۍ لاندې د سوریې له نوي حکومت څخه ملاتړ کوي.

ترمپ، دا هم وويل چې دی باور لري چې په غزه کې هم «موږ يوه تړون ته نږدې يو» که څه هم چې د دې کړکيچ په اړه د دواړو هېوادونو دريځونه سره بېل دي.

امريکا د اسرائيل تر ټولو نږدې ملاتړی دی، په داسې حال کې اردوغان، د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې پر اسرائيل سختې نیوکې کړې وې.  

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب