د قفقاز د سیمي، ناګورني قره باغ د بحران په منځ کي روسیې د کسپین په بحیره کي لوی نظامي عملیات شروع کړي دي. په مسکو کي د دفاع وزارت خبر ورکړی دی، چي دغه عملیات د اذربایجان د پایتخت، باکو سره نژدې د اپسرون د نیمه جزیرې په شرق کي جریان لري. وزارت دا هم ویلي، چي دغه عملیات همسایه هیوادو ته کوم تهدید نه دی. خو هغه د بندرونو او تجارتي کښتیو د ساتني او د دفاع په خاطر او همدارنګه د غیر قانوني وسله والو ګروپونو د له منځه وړلو په خاطر هم تر سره کیږي.
په دغو نظامي عملیاتو کي ۶ جنګي کښتۍ، ۷ طیارې او تر ۴۰۰ اضافه عسکر برخه لري. د دفاع د وزارت په حواله به د دغو عملیاتو په جریان کي هوا او اوبو ته دفاعي راکټان هم فیر سي.
روسیې تر اوسه پوري تر ډیره حده پوري د ناګورني قره باغ په شخړه کي د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ ځان بیطرفه نیولی دی. مسکو په تکرار سره د دواړو خواوو څخه د اوربند غوښتنه کړې او د وساطت پیشنهاد یې کړی دی. تیره اوونۍ د روسیې په وساطت معامله سوی یو اوربند د دواړو هیوادونو ترمنځ د سپتمبر راهیسي سختو جنګونو د بندیدو سبب نه سو.
روسیه اصلأ د ارمنستان نظامي محافظتي قدرت دی، خو پر اذربایجان باندي هم وسلې خرڅوي. د دغه هیواد سره بیا پر دې سربیره د ترکیې لخوا نظامي کومکونه کیږی، کوم چي ویل کیږي په سلهاوو اجیر عسکر یې د سوریې څخه ورلیږلي دي.
ناګورني قره باغ د پخواني شوروی اتحاد تر چپه کیدو وروسته په یو طرفه ډول سره خپل استقلال اعلان کړ. تر هغه راوروسته په ۱۹۹۰ یمو کلو کي یو جنګ رامنځته سو، چي پکښي تقریبأ ۳۰۰۰۰ انسانان ووژل سول. په خپل سر نومول سوی د ناګورني قره باغ جمهوریت مګر تر نن ورځي پوري په بین الملي سطحه په رسمیت نه دی پيژندل سوی او د بین امللي حقوقو پراساس د ذربایجان یوه برخه ده. خو په هغه کي اکثریت ارمنیان ژوند کوي.
په همدې حال کي بیا د یونان خارجه وزیر، نیکوسو دیندیاس د ارمنستان څخه لیدنه کړې او د «ناګورني قره باغ په شخړه کي یې د ترکیې پر مداخلې» باندي انتقاد کړی دی. دیندیاس وویل، چي ارمنستان او یونان ګډ مشکلات سره لري. یونان د ډیره وخته راهیسي د عیسوي مذهبه ارمنستان سره نژدې ارتباطات سره لري، چي بیا د ترکیې سره د عثماني امپراطوري پر وخت د ارمنیانو د قتل عام په سبب سره دښمنان دي.
دلته پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلی شئ:
د ناټو ائتلاف او روسیې ترمنځ د ځواک توازن څرنگه دی؟ کوم يو ډېري وسلې او عسکر لري؟ په دې اړه دويچه ويله د ستراتيژيکو مطالعاتو له نړيوال انستيتوت او نورو سرچينو څخه ارقام راټول کړي چې په دې انځوريز راپور کې وړاندي کيږي.
انځور: REUTERSروسيه ۱۸۰۰ داسي توغندي يا راکټونه لري چې د اتومي سرگولولو د ليږد توان لري. ناټو ائتلاف بيا په ټولیزه توگه ۲۳۳۰ دغه ډول راکټونه لري چې له دې څخه يې دوه زره له امريکا متحدو ايالاتو سره دي.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Lo Scalzoناټو ائتلاف په ټوليزه توگه شا او خوا درې نيم ميليونه عسکر لري چې تر ۱،۶ ميليونه زيات يې د اروپايي هيوادونو په پوځونو کې، ۳۸۲ زره د ترکیې په پوځ او تقريباً څه کم ۱،۴ ميليونه يې د امريکا د پوځ عسکر دي. د دې په پرتله د روسیې د عسکرو شمير۸۰۰ زرو ته رسیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/PAP/T. Waszczukد روسیې د ټانکونو شمير کابو ۱۵ نيم زره دی. دا په داسې حال کې ده چې د ناټو هيوادونه په ټولیزه توگه شا او خوا ۲۰ زره ټانکونه لري. په دې کې ۲۵۰۰ ترکي او ۴۰۰۰ امريکايي ټانکونه هم شامل دي.
انځور: picture alliance/dpa/F. Kästleروسيه په يو وار د څو راکټونو د فایرولو توان او کابو ۳ زره ۸۰۰ راکټ لانچر لري. ناټو بيا ۳۱۵۰ دغه ډول راکټ لانچر لري چې له دې څخه ۸۱۱ د ترکیې له پوځ سره دي.
انځور: Reuters/Alexei Chernyshevروسيه ۴۸۰ جنگي څرخي الوتکې لري. د ناټو متحدين بيا تر ۱۳۰۰ زياتې څرخي الوتکې لري چې له دې څخه کابو ۱۰۰۰ د امريکا له پوځ سره دي.
انځور: REUTERSد ناټو ائتلاف په تولیزه توگه ۴۷۰۰ بم غورځونکې الوتکې لري. له دې څخه کابو ۲۸۰۰ د امريکا متحدو ايالاتو، ۱۶۰۰ د ناټو د اروپایي غړو او ۲۰۰ له ترکیې سره دي. روسيه بيا ټول ټال ۱۴۰۰ دغه ډول طيارې لري.
انځور: picture alliance/CPA Mediaد روسيې د جنگي الوتکو شمیر کابو ۷۵۰ ته رسيږي. ناټو بيا په ټولیزه توگه کابو ۴۰۰۰ جنگي الوتکې لري. په دې کې د امريکا ۲۳۰۰ او د ترکيې ۲۰۰ جنگي الوتکې هم شاملې دي.
انځور: picture-alliance/Photoshotروسيه يوازي يوه الوتکې ليږدونکې بيړۍ لري، خو ناټو ائتلاف دا ډول ۲۷ بيړۍ لري.
انځور: picture-alliance/newscom/MC3 K.D. Gahlauد ناټو د غړو د جنگي کښتيو شمېر په ټولیزه توگه ۳۷۲ ته رسيږي چې له دې څخه ۲۵ د ترکیې، ۷۱ د امريکا، ۴ د کاناډا او ۱۶۴ د ناټو د اروپايي هيوادونو له سمندري ځواکونو سره دي. روسيه بيا د سلو په شا او خوا کې جنگي کښتۍ لري.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/Impact Press Group/P. Petrovد ناټو غړي هيوادونه کابو ۱۶۰ اوبتلونه لري. د روسیې د اوبتلونو شمېر بيا ۶۰ ته رسیږي. د ناټو د ټولو اوبتلونو څخه یې ۷۰ د امريکا، ۱۲ د ترکیې او ۷۲ د نورو اروپايي غړو هيوادونو سره دي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Bagerد روسیې او ناټو دفاعي بودجه هم د مقايسې وړ نه ده. د روسیې دفاعي بودجه يوازې ۶۶ ميليارده ډالره ده. دا په داسې حال کې ده چې د امريکا دفاعي بودجه ۵۸۸ ميليارده ډالرو ته رسيږي. د ناټو ائتلاف ټولیزه بودجه کابو ۸۷۶ ميليارده ډالر ده.
انځور: picture alliance/chromorange