1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سيمې قدرتونه به د« ثبات» له پاره له طالبانو سره ګډکار وکړي

۱۴۰۰ مهر ۲۹, پنجشنبه

روسیې او د مرکزي آسيا يو شمیر نورو هېوادونو په سيمه کې د امنيت ټینګولو په موخه له طالبانو سره پر ګډ کار توافق وکړ او د افغانستان پر نويو مشرانو یې د «معتدلو» تګلارو د عملي کولو غږ وکړ.

Russland I Konferenz mit den Taliban in Moskau
انځور: Sergei Bobylev/TASS/dpa/picture alliance

روسيې پرون، چهار شنبه د دغه هېواد په پلازمينه روسيه کې له طالبانو سره د خبرو اترو کوربتوب وکړ. دغه هېواد په سيمه کې د خپل نفوذ پياوړي کولو په لټه کې دی او غواړي چې د اسلامي دولت يا داعش ډلې پر ضد ګامونو پورته کولو باندې ټینګار وکړي چې د دوی په وينا یې ډېر غړي په افغانستان کې راټول شوي دي.

د لسو هېوادونو استازو چې چين او ايران هم پکې شامل دي، د غونډې په پای کې په يوه شريکه اعلاميه کې وويل چې «د سيمه ایز ثبات له پاره به په افغانستان کې امنيت ته وده ورکولو ته دوام ورکړي.»

د غونډې ګډونوالو پر طالبانو غږ وکړ چې «معتدل او رغنده کورنی او بهرنی سیاست» وکړي او د «افغانستان له ګاونډيو سره د دوستۍ اړيکي غوره کړي.»

د داخلي سياست په برخه کې د کنفرانس ګډونوالو پر طالبانو غږ وکړ چې «اقليتونو، ښځو او ماشومانو حقونو ته درناوې وکړي.» د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو د حقونو په اړه اندیښنې ډېرې دي.

همدا راز د طالبانو د کورنيو چارو د وزير سراج الدين حقاني له خوا د ځانمرګو بريدګرو د «اسلام د اتلانو» په توګه ستايلو هم غبرګونونه پارولي دي او لوېديځ يې هم ناآرامه کړی دی.

خو اوسمهال طالبان متحدينو ته شديده اړتيا لري. د بهرنيو مرستو د بنديدو له وجې د افغانستان اقتصاد په ډېر ناوړه وضعيت کې دی. د خوراکي توکو بیې ډېرې لوړې شوي دي او بې کاري خپل اوج ته رسېدلې ده.

د مسکو د غونډې ګډونوالو «د افغانستان د بيارغونې له پاره له افغانانو سره د بيړنيو بشري او اقتصادي مرستو په موخه د ګډو هلو ځلو غږ وکړ.»

د غونډې برخه والو همدا راز «ژر تر ژره » د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بسپنه ورکوونکو هېوادونو د يوه کنفرانس د رابلل غږ وکړ.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د بيارغونې او پراختيا په برخه کې هغه هېوادونه بايد مخکښ واوسي چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې پوځي ماموریت ترسره کړی دی. دا د امريکا متحده ايالاتو په مشرتوب  نړيوالو ځواکونو ته چې په اګست مياشت کې له افغانستانه ووتل، څرګنده اشاره وه.

ب. ص/ ک. ص (AFP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب