په اوکراین کې د اوربند پر عملي کولو توافق شوی
۱۴۰۰ دی ۲, پنجشنبهد اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) ویلي دي چې په دې وروستیو کې د اوربند له موافقې څخه د سرغړونې پيښې رامنځته شوي دي، خو دا تازه پرمختګ کولی شي د امنیت ټنګښت ته د لارې هوارولو په برخه کې مرسته وکړي.
د اوکراین له پاره د دغه اروپايي سازمان ځانګړي استازي میکو کینوآن، له خوا په خپره شوې یوه بیانیه کې ویلی شوي دي چې د کییف حکومت خوښ دی چې دواړو خواو د تیر کال په جولای میاشت کې د لاسلیک شوي اوربند موافقې بیرته را ژوندي کولو ته ژمنتیا ښودلې ده. د کینوآن په خبره دا کار په سیمه کې د ثبات رامنځته کیدو سبب ګرځیدلی شي.
روسیې او اوکراین د دې موافقې د نقضولو پړه یو پر بل ور اچوله. ویل شوي چې که څه هم له دې موافقې څخه سرغړونې شوي دي، خو سره له دې هم دغه موافقه په ۲۰۲۰م کال کې د تلفاتو په شمیر کې د کموالي رامنځته کیدو سبب شوی و.
اوس وضعیت څنګه دی؟
د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په حواله د ختیځ اوکراین په شخړیزو سیمو کې د دغه هیواد د پوځ او روس پلوه بیلتون غوښتونکو جنګیالیو ترمنځ د نښتو وضعیت لکه د تل په څیر همداسې جریان لري.
د اوکراین په سویل ختیځ سیمه دونباس کې اوکرایني پوځ او بیلتون غوښتونکي ملیشه یو بل سره په تقابل کې قرار لري. دا شخړه هغه وخت پيل شوې وه چې په ۲۰۱۴ م کال کې روسیې د اوکراین ختیځه سیمه کریمیا په زوره له خپلې خاورې سره یوځای کړې وه.
هغه وخت له روسیې سره سرحد درلودونکو سیمو لوهانسک او دونتسک هم په یو طرفه ډول له اوکراین څخه د آزادیدو اعلان کړی و، چې له هغه وخت راهیسې په دغه سیمه کې بغاوت پيل شوی دی.
تر اوسه پورې د اوکراین په دې سیمه کې د امنیت د ټینګښت له پاره بی شمیره هڅې شوي دي، خو په بشپړ ډول بریالۍ شوې نه دي. د تیر کال د اوربند موافقه هم د همدغو هڅو یوه برخه وه.
د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان رول
د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان(OSCE) له هم هغه پيل څخه د اوکراین د شخړې د حلولو په کوښښونو کې ونډه لري. د نوموړي ادارې د کوښښونو له امله په ۲۰۱۵م کال کې د سپينې روسیې په پلازمېنه منسک کې یوه موافقه رامنځته شوې وه، چې په پایله کې یي د دې شخړې د سوله ایز او پایداره حل له پاره د مذاکراتو نوې لارې پرانیستل شوې.
د او ایس سي آی سربیره اوکراین، روسیې، آلمان او فرانسې هم د منسک په نامه دغه تړون کې خپل رول لوبولی و. دغه نړیواله اداره په دنباس سیمه کې ترسره کیدونکي فعالیتونه هم څاري، په داسې حال کې چې خپلواکه مفتشان د دواړو اړخونو سره په تماس کې دي.
دغه سازمان په ۱۹۷۵ کال کې تاسیس شوی و چې د روسیې او اوکراین په ګډون ۵۷ غړي لري. د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان یا د ۲۰۱۴م کال کې راهیسې د اوکراین د شخړې نظارت او څارنه کوي.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص