1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوکراین کې د المان د ټانک جوړونې کارخانې د ویجاړولو ګواښ

۱۴۰۱ اسفند ۱۴, یکشنبه

تیره ورځ د المان د وسلو جوړونې شرکت (راین مِټال) اعلان وکړ چې غواړي په اوکراین کې د جنګي ټانکونو د جوړونې یوه کارخانه جوړه کړي. د روسیې پخواني ولسمشر دیمتري مدویدف بیا د داسې کارخانې د نړیوالو ګواښ کړی دی.

Dmitri Medwedew
انځور: Yekaterina Shtukina/ITAR-TASS/IMAGO

د اوکراین پر وړاندې د روسیې په جګړه کې، له دغه هیواد (اوکراین) څخه د المان د اقتصادي او سیاسي بنسټونو د پراخ ملاتړ په لړ کې، د راین میټال الماني شرکت د شنبې په ورځ (د مارچ میاشتې ۴ نیټه) ورځ په اوکراین کې د نظامي ټانکونو د جوړونې له پاره د یوې کارخانې رامنځته کولو د پلان خبر ورکړ.

له اوکراين سره د ليوپارد ټانکونو مرسته

دغه اعلان د روسیې د پخواني ولسمشر دیمیري مدویدف له تند غبرګون سره مخامخ شو. مدویدف په تلګرام شبکه کې د یوه پيغام په خپرولو سره وویل چې که دا خبره رښتیا وي، نو روسیه ورته په ډیره لیوالتیا سره منتظره ده.

هغه لیکلي: «که فریتسان د مصلحت خوښونې سربیره، د داسې یوه کار کولو پریکړه وکړي، مونږ لیواله یو چې د کالیبر په توغندیو یې [د ټانک جوړونې د کارخانې] هرکلی وکړو.»

د فریتس کلیمه په تمسخر آمیزه لهجه کې د دویمې نړیوالې جګړې د وختونو المانانو ته اشاره کوي. همدارنګه کالیبر هم د هغو وسلو له جملې څخه دي چې د روسیې جنګي بیړۍ ترې د اوکراین په جګړه کې په دغه هیواد کې د خپلو اهدافو د لمنځه وړلو له پاره استفاده کوي.

آیا المان په اوکراين کې د جګړې په یوه «اړخ» بدلیږي؟

مدویدف چې د خپل جمهوري ریاست دورې پر مهال یو معتدله یا منځلاری سیاستوال ګڼل کیده، د اوکراین پر وړاندې د روسیې د نظامي یرغل د پیل راهیسې یي د لویدیځ او اوکراین حکومت پر وړاندې خپله لهجه تنده کړې ده، څو د یوه تندلاري سیاستوال په توګه په اصطلاح خپل بل مخ ښکاره کړي.

کارپوهان او شنونکي په دې باور دي چې مدویدف غواړي په دې توګه ځان د روسیې د اوسني ولسمشر ولادیمیر پوتین د احتمالي ځای ناستي په توګه مطرح کړي.

د مدویدف له خوا د داسې کارخانې د ویجاړولو ګواښ په داسې یو وخت کې مطرح کیږي چې د راین میټال شرکت ریئس آرمین پاپرګر په دې باور دی چې «د روسیې د احتمالي بریدونو پر وړاندې به د هوایي دفاع سیستم په وسیله، د دې کارخانې ساتنه ستونزمنه نه وي.»

۲۰۰ میلیونه یورویي پروژه

د پاپرګر په وینا په دې برخه کې د وروستۍ پریکړې له پاره خبرې اترې روانې دي او دا کارخانه کیدای شي په ۲۰۰ میلیونه یورو پانګونې سره په اوکراین کې جوړه شي.

د یو شمیر کارپوهانو د اټکلونو له مخې اوکراین د روسیې پر وړاندې جګړه کې د بریالیتوب له پاره له ۶۰۰ څخه تر ۸۰۰ پورې ټانکونو ته اړتیا لري.

ناټو له اوکراین سره ۱۱۲ میلیارده یورو مرسته کوي

د راین میټال شرکت مشر دغې ارزونې ته په اشارې سره ویلي: «حتی که المان ټول هغه ۳۰۰ لئوپارد-۲ ټانکونه چې د دې هیواد له پوځ سره موجود دي هم د اوکرایني پوځ په اختیار کې ورکړي، دا اندازه به بیا هم ډیره کمه وي».

آژانسونه: ش.ن/ا.و.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب