1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادروسیه

روسیې او ایران د رشت- استارا د ریل پټلۍ موافقه لاسلیک کړه

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۷, چهارشنبه

د ویډیويي کنفرانس له لارې د روسیې او ایران د ولسمشرانو په موجودیت کې د «سیمه ایز تجارت د آسانه کولو» له پاره د اورګاډي پټلۍ د جوړولو او مالي تامين تړون لاسلیک شو. هدف د روسیې او فارس خلیج د بندرونو نښلول دي.

Russland Moskau | Wladimir Putin - Unterzeichnung für Zugstrecke mit Ebrahim Raisi
انځور: Mikhail Klimentyev/AP/picture alliance

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په یو ویډیویې کنفرانس کې د رشت- استارا په نوم اورګاډي پټلۍ د جوړولو موافقتنامې د لاسلیک کیدو مراسم وڅارل. د اورګاډي دغه لیکه ۱۶۲ کیلومتره اوږدوالی لري.

د «جی۷» اعلامیه: ایران دې روسیې ته د وسلو استول بند کړي

د رویټرز خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د رشت- استارا اورګاډي لیکه د شمال- سویل د حمل و نقل په نړیوال کوریدور کې یوه مهمه حلقه یا کړۍ ګڼل کیږي چې هند، ایران، روسیه، اذربایجان او یو شمیر نور هیوادونه د اورګاډي لیکې یا پټلۍ له طریقه یو له بل سره نښلوي.

د ایرنا د رپوټ پر بنسټ پوتین د رشت- استارا ستراتیژیک پټلۍ جوړیدو سند د لاسلیک کیدو مراسمو پر مهال وویل: «د حمل و نقل دغه کوریدور په ایران او د فارس خلیج حوزې په هیوادونو کې د غذایي امنیت د تامین په برخه کې د پام وړ ونډه لري.»

ایران له روسیې جنګي جیټ الوتکې اخلي

د روسیې ولسمشر هیله څرګنده کړه چې د دې مسیر په جوړیدو سره به خوراکي توکي او نور محصولات د کسپین حوزې او فارس خلیج د څنډې هیوادونو ترمنځ تبادله شي.

نوموړي زیاته کړه چې دا کوریدور د شمال- جنوب مسیر د ظرفیت زیاتولو له پاره یوازې یو پیل دی: «نور مسیرونه هم شته چې وروسته به پراختیا ومومي.»

د روسیې ولسمشر وویل چې د مستقیم او بې وقفې لیږد رالیږد د دې مسیر رامنځته کول ډیر مهم دي چې موخه یې د فارس خلیج په څنډه کې له ایراني بندرونو او همدارنګه له هند سمندر سره د روسي بندرونو نښلول دي. 

د ایران او يوروایشیا ترمنځ د تعرفو حذفول

ابراهیم رئیسي له روسیې او يوروایشیا (EAEU) غړو هیوادونو سره همکارۍ پراختيا ته په اشارې سره وویل، بل ګام چې ژر به پورته شي، د شپږو هیوادونو ترمنځ د تعرفو لمنځه وړل به وي.

د ایران ولسمشر د اورګاډي د کورویدور د درو برخو ختیځ، مرکزي او لویدیځ څخه یادونه وکړه. ختیځه برخه کې یې روسیه، قزاقستان، ترکمنستان او ایران شامل دي چې د هغه په وینا د نن ورځې په هڅو د ګټې اخیستنې وړ وګرځید.

د ایران او روسیې مخ پر ډیریدونکي دفاعي مشارکت امریکا انديښمنه کړې

رئیسي د مرکزي برخې یادونه وکړه چې د کسپین سمندر ساحه په کې شاملیږي او وایي چې د بندرونو او بیړیو د تقویه کولو په برخه کې باید جدي ګامونه پورته شي. نوموړي بیا د دې مسیر لویدیځ برخې ته اشاره وکړه او وې ویل چې په دې برخه کې د رشت او استارا ترمنځ د اورګاډي لیکې نیمګړتیا موجوده وه چې د نن ورځې په موافقتنامې سره دغه نیمګړتیا له منځه لاړه.

رئیسي د شمال- جنوب کوریدور یو ډیر ارزانه او نزدې مسیر وباله چې ټول ګاونډي هیوادونه به له دې مسیر څخه ګټه پورته کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب