1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيسوریه

پوتین او پزشکیان: له قید او شرط پرته له بشارالاسده ملاتړ کوو

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس خبري اژانس
۱۴۰۳ آذر ۱۲, دوشنبه

د روسيې او ایران ولسمشران د دوشنبې په ورځ ژمن شول چې د سوريې له بشارالاسد څخه له کوم «قید او شرط پرته ملاتړ» کوو. بل لور ته امنيتي سرچينې وايي د حکومت د ملاتړ له پاره له عراقه ملیشې سورېې ته داخلې شوي دي.

روسيې او ایران د اسد له رژیمه د «بې قید او شرط» ملاتړ ژمنه کړې
د روسیې او ایران ولسمشرانو د سوریې د خرابیدونکي وضعیت په هکله خبرې کړي او له بشار الاسد څخه یې د ملاتړ هوډ څرګند کړی دیانځور: Omar Albam/AP Photo

د فرانسې خبري آژانس په حواله، کریملین د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د دسمبر ۲مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل ایراني سیال، مسعود پزشکیان سره د سوريې په هکله خبرې کړي دي.

سرچینه وايي چې دواړو مشرانو په سوریه کې د «قانون نظم او ځمکنۍ بشپړتیا د بیرته ټینګولو له پاره د سوريې له قانوني چارواکو څخه د قید او شرط پرته ملاتړ باندې خبرې وکړې.» دغه ژمنه داسې وخت شوې چې د سوريې په شمال غرب کې د اسد مخالفو وسله والو تعرضي حملې کړي دي. د روسيې لور ویلي چې دوی همدرانګه له ترکيې سره د همغږۍ پر «اهميت هم ټينګار کړی دی.»

د یو بل خبر له مخې د سوريې او عراق امنيتي سرچينو د دوشنبې په ورځ وویل چې د شپې په جریان کې د ایران له ملاتړه برخمن په سلونو جنګیالي له عراقه د سوريې خاورې ته داخل شوي دي تر څو د بشارالاسد رژيم له مخالفینو سره چې تېره اوونۍ ېې د حلب ښار نیولی، وجنګیږي.

د عراق دوو امنيتي سرچنيو د دغو جنګیاليو شمېر لږ تر لږ ۳۰۰ ښوولی دی. دوی ويلي چې د دې له پاره چې له رسمي بندرونو له استفادې مخنیوی شوی وي، دغه جنګیالي پر ېوه خامه سړک له سرحده اوښتي دي.

د سوريې د پوځ یوې سرچينې وویل دغه جنګیالي د هوايي حملو له خطره د بچ کېدو په موخه، په کوچنیو ګروپونو کې راتېر شوي دي. سرچېنې زیاته کړه: «دوی تازه نفسي تقويتي ځواکونه دي چې زموږ ملګرو د مرستې له پاره به په شمال کې د جګړې لومړۍ کرښې ته واستول شي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب