1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراین: روسیې ماریوپول له خاورو سره خاوری کړی

۱۴۰۱ فروردین ۸, دوشنبه

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت په حواله په ماریوپول کې بشري وضعیت تر اندازې زیات خراب دی. بل لور ته د امریکا ولسمشر د خپلې وینا په وضاحت کې ویلي دي چې هغه په روسيه کې د حکومت د بدلیدو غوښتونکې نه دی.

Ukraine | Zerstörung in Mariupol
انځور: Alexander Ermochenko/REUTERS

د اوکراین پر ډېرو ښارونو د روسيې هوایي بریدونه جریان لري. دغو بریدونو ډیر زیان اړولی دی، په ځانگړي توگه د ماریوپول بندري ښار په نښه کړای شوی دی. بل لور ته همدا نن د مارچ میاشتې پر ۲۸ نېټه په ترکيه کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جنگ بندولو او امنیت د ثبات په اړه نوي مذاکرات پیلیدونکي دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت (د مارچ میاشتې په ۲۸ نیټه) په یوه ټویټ کې ویلي دي چې په محاصره کې نیول شوی ښار ماریوپول په ایرو بدل شوی دی. د دغې اعلامیې پر اساس «د محاصرې پر مهال هم جگړه روانه ده او د ښار خلک د ژوندي پاتې کیدو له پاره جنگیږي. په ښار کې بشري وضعیت ناورین ته ورته دی. د روسیې وسله وال ځواکونه ښار په ایرو بدلوي.»

د آلمان ایالتونو پر روسي پلوه جنگې نښې «زیډ» بندیز لگولی

د آلمان څو ایالتونو اعلان کړی دی چې دوی د اوکراین پر ضد د روسیې د جگړې په نښې Z بندیز لگوي. او په هر ډول عامه ځای کې به د دې استعمال د قانون پر اساس مجازات ولري.

د جمعې په ورځ د زاکسن او بایرن ایالتونو د دې نښانونو کارول جرم وباله او په دې اړه یي د خپلو پروژو اعلان وکړ. په شټوټ کارډ او نورد راین وستفالن ایالتونو کې هم قانون جوړونکو پر دې نخښې د بندیز لگولو ملاتړ کړی دی.

روسي پوځیان د چرنوبل له ښار څخه وتلي

روسي ځواکونه د سلاوتیچ په نوم سیمې څخه وتلي دي چې د چرنوبل د اټومي تاسیساتو د کارمندانو یو ډول د اوسیدو ځای پاتی شوی دی. په ۱۹۸۶م کال کې دلته د نړۍ د اټومي ویجاړیو یو تر ټولو خرابه پيښه رامنځته شوې وه.

د سلاوتیچ ښاروال یوري فومیشیف، وویل: روسي ځواکونو چې د اونۍ په پای کې یي پر دې سیمې قبضه کړې وه، د دوشنبې په سهار د سیمې تر سروی کولو وروسته له دې ځایه وتلي دي.

امریکا په روسيه کې د حکومت د بدلیدو غوښتونکې نه ده

کله چې د امریکا له ولسمشر جوبایډن څخه خبریالانو پوښتنه وکړه چې آیا په روسیه کې د حکومت د بدلیدو غوښتونکی دی، نو هغه په ځواب کې وویل«نه». یوه ورځ مخکې په وارسا کې بایډن په خپله وینا کې ویلي ول چې «د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په واک کې نه شي پاتې کیدلی» او د هغې په دویمه ورځ یي په خپله وینا کې د دې وضاحت وړاندې کړ.

د اوکراین ماریوپول ښارانځور: AA/picture alliance

بایډن د شنبې په ورځ له پولنډي چارواکو سره تر لیدنې وروسته په دغه هیواد کې له اوکرایني مهاجرو سره لیدلي ول. په دې ترڅ کې هغه خپل روسي سیال ته د «قصاب» لقب ورکړی و. د امریکا ولسمشر په خپله وینا کې د اوکراین روانه جگړه د دیموکراتیکي آزادۍ په هڅو کې د تاریخ یوه برخه بللې وه.

جو بایډن ویلي ول: «د خدای له پاره دا کس په قدرت کې نشي پاتې کیدای» له دې څخه د بایډن هدف پوتین و. خو تر دې سمدستي وروسته روسيې غبرگون ښکاره کړ او وویل چې دا د بایډن د پریکړې پورې اړه نه لري، د روسیې ولسمشر د دغه هیواد د ولس له خوا ټاکل کیږي.

د اوکراین پر ډیر شمیر ښارونو هوایي بریدونه

د اوکراین رسنیو ویلي دي چې روسیې د یکشنبې په ورځ پلازمېنه کیف، لوزک، ریوني او پر خارکیف ښارونو هوایي بریدونه کړي دي. په دغو اهدافو کې په شمال لویدیځ لوزک کې د تیلو یوه ډیپو یا زیرمتون هم شامل و. تر برید یوه ورځ مخکې د اوکراین په نږدې ټولو سیمو کې د هوایي بریدونو د خطر زنگونه اوریدل شوي و.

په ترکيه کې تازه مذاکرات

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي دي چې حکومت یي له روسیې سره د سولې تړون له پاره د یوه بې پرې رول لوبولو له پاره په «احتیاط سره» پر یوه بدیل فکر کوي. نن د دوشنبې په ورځ (د مارچ ۲۸ نیټه) د روسیې او اوکراین پلاوي په ترکیې کې مستقیمې خبرې کوي.

د ترکیي ولسمشر رجب طیب اردوغان له پوتین سره تلیفوني خبري کړي دي او د دواړو اړخونو ترمنځ یي پر بیړني اوربند او سولې تړون رامنځته کولو ټینگار کړی دی.

په ورته وخت کې د آلمان صدراعظم اولاف شولتڅ ملي نشریاتي ادارې «ای آر ډي» ته ویلي دي چې د ده په آند تر اوسه پورې په دې جگړه کې د روسیې تر ۱۰۰۰۰ ډیر پوځیان وژل شوي دي.

د ملگرو ملتونو سازان په حواله تر ۳۷ لکو ډیر انسانان له اوکراین څخه مهاجر یا تښتیدلي دي، چې اکثرو یي په گاونډي هیواد پولنډ کې پناه ترلاسه کړې ده.

آژانسونه: ش. ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب