له څو ورځو راهيسې په روسيه کې له واکه د ولسمشر پوتين د احتمالي ليري کيدو په اړه اټکلونو ډېر زور اخيستی دی. داسې گنگوسې دي چې پوتين ډېر ناروغ دی او د واک د انتقال له پاره یې يو هر اړخیز پلان طرحه کړی دی.
د آلمان لومړي تلويزيون شبکې د دوشنبې په ورځ (د نومبر ۳۰ مه نيټه) د پوتين د روغتيا په تړاو د گنگوسو په هکله يو رپوټ خپور کړی دی.
په مسکو کې د ديپلوماتانو د روزنې د اکاډمۍ پخوانۍ پروفيسرې والري سولووي، چې د پوتين د منتقدينو څخه يوه ده، هم د ۲۰۲۱م کال په جنوري مياشت کې د پوتين له لوري د واک د انتقال خبره نه ردوي.
سولووي ادعا کوي چې د راتلونکي کال په جنورۍ میاشت کې به روسيه د سترو سياسي بدلونونو شاهده وي. هغه په دې آند ده چې د مرکزي بانک رئيس بدليږي او آن دا گنگوسې هم کیږي چې ولاديمير پوتين ښايي له دندې گوښه شي.
اړونده موضوع: د روسيې پارلمان پوتين ته د بلې دورې له پاره لار پرانيستله
سولووي ويلي چې خپل دا معلومات یې پوتين ته له نزدې يوې منبعې څخه ترلاسه کړي دي. داسي گومان کيږي چې پوتین سرطان لري او دا هم ويل کيږي چې هغه په پارکينسون ناروغۍ اخته دی. آن دا هم ويل کيږي چې د روسيې ولسمشر د دیپريشن يا ژور خفگان د درملنې په موخه دوا کاروي.
د والري سولووي په آند له سياسي واک څخه د پوتين د جلا کيدو پريکړه د هغو کسانو توصيه ده چې پر هغه نفوذ لري. سولوي په کريملن ماڼۍ کې له نفوذ لرونکو څخه يوه د پوتين لور آلينا کابايوآ بولي.
اړونده موضوع: په کرملين کې د سي آی اې جاسوس پوتين ته څومره نزدې وو؟
دا په داسې حال کې ده چې د کريملن وياند ديميتري پيسکوف د پوتين د ناروغتيا او له واکه د گوښه کيدو گنگوسې رد کړي دي او د روسیې د ولسمشر د بشپړې روغتيا خبره يې کړې ده.
يو شمير کارپوهانو هم چې د سياسي علومو کارپوه ستانيسلاو بلکووسي هم پکې شامل دی، دا ډول ادعاوې بې بنسټه بللي دي او ويلي يې دي چې دا ادعاوې د روسیې د پولو دباندې د خلکو له خوا رامنځته شوي دي او د هغوی له خوا خپريږي.
بايد وويل شي چې د پوتين د شديد ټوخي او د هغه د لاسو او پښو د رېږدېدو په اړه خپرې شوي ويديوگاني د دې ډول گنگوسيو او اټکلونو باعث شوي دي.
ب. ص/ ن.ز (دويچه ويله فارسي)
زموږ له آرشيف څخه:
د روسیې د ولسمشر ولادیمير پوتين سیاسي ژوند ته لنډه کتنه
نن یکشنبه د مارچ میاشتې په اتلسمه نیټه په روسیې کې ولسمشریزې ټاکنې جریان لري. په دغو ټاکنو کې د ولادیمير پوتین بریالیتوب یقیني ګڼل کیږي. په دې انځوریز رپوټ کې د پوتین سیاسي ژوند ته لنډه کتنه شوې. انځور: picture-alliance/dpa/A.Zemlianichenko ولادیمیر ولادیمیروِچ پوتین د ۱۹۵۲ کال د اکتوبر میاشتې په ۷ نیټه د پخواني شوروي اتحاد په لینن ګراد (نني سانکت پېترسبورګ) ښار کې نړۍ ته سترګې پرانیستلې. د هغه پلار ولادیمیر پوتین نومیده چې په یوه فابریکه کې یې د فورمین یا کارګرانو د مشر په توګه دنده ترسره کوله.
انځور: picture-alliance/Globallookpress.com پوتین په ۱۹۷۵ کال کې د حقوقونو په څانګه کې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړې او تر هغه وروسته یې د دغه هیواد د ملي امنیت په کمیټې «KGB»کې کار پیل کړ. له ۱۹۸۵ څخه تر ۱۹۹۰ م کاله پورې یې د آلمان په درسدن ښار کې د بهرني جاسوس په توګه دنده ترسره کړې. پوتین وروسته تر دې د لینن ګراد په پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د څانګې مرستیال وټاکل شو.
انځور: AP هغه په ۱۹۹۱ م کال کې له «KGB» څخه استعفا ورکړه او د سیاست په ډګر کې یې قدم کیښود او د لینن ګراد د ښاوال د مشاور په توګه یې دنده پیل کړه.
انځور: picture-alliance/dpa په ۱۹۹۷ م کال کې نوموړی د هغه وخت د ورسیې د پخواني ولسمشر بورس یلسن د دفتر مرستیال وټاکل شو او تر دې یو کال وروسته یې د فدرال امنیتي خدماتو ادارې(FSB) د مشر په توګه دنده اشغال کړه.
انځور: Imago د ۱۹۹۹م کال د اګست میاشتې په ۹ نیټه د هغه وخت ولسمشر بورس یلسن هغه د لومړي وزیر په توګه وټاکه. یلسن چې د کړکیچونو سره مخامخ وو له خپلې دندې استعفا وکړه او پوتين یې د عبوري حکومت د مشر په توګه تعين کړ.
انځور: picture-alliance/dpa پوتين د ۲۰۰۰ م کال د مارچ میاشتې د ۲۶ نیټې په ټاکنو د ولسمشر په توګه وټاکل شو. هغه د خپلې واکمنۍ په لومړیو کلونو کې پر اقتصادي ستونزو برلاسه شو چې له امله یې په ولس کې خپل محبوبیت زیات کړ.
انځور: AP د ۲۰۰۴ م کال د مارچ میاشتې په ۱۵ نیټه په ولسمشریزو ټاکنو کې هغه یو وار بیا بریالیتوب ترلاسه کړ او د یوې بلې دورې له پاره هم د روسیې د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
انځور: AP پوتين د روسیې لومړی ولسمشر وو چې اسرائیلو ته یې سفر وکړ. همدارنګه هغه د بریتانیې له لومړي وزیر سره هم ولیدل او له دغه هیواد سره یې په ګډه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې اعلان وکړ.
انځور: picture-alliance/epa/pool دا چې د روسیې د قانون له مخې یو شخص نه شي کولی په پرله پسې ډول د دوو دورو څخه زیات ولسمشر شي، نو پوتين د ۲۰۰۸ م په ټاکنو کې د لومړي وزیر پوست ترلاسه کړ. په دې وخت کې د پوتین ډیر نږدې ملګری دیمتري میدویف د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
انځور: Reuters/Y. Kochetkov د ۲۰۱۱ م کال د سپټمر میاشتې د ۲۴ نیټې په ولسمشریزو ټاکنو میدویدف یو وار بیا پوتین د ولسمشرۍ له پاره نوماند کړ. په دې وخت کې پوتین وړاندیز وکړ چې که چیرې په پارلماني ټاکنو کې د میدویدف سیاسي ګوند «یونایډټ رشیا» بریالیتوب ترلاسه کړ، نو هغه به لومړی وزیر کړي.
انځور: Getty Images/M.Metzel د ۲۰۱۲ م کال د مارچ د څلورمې نیټې په ولسمشریزو ټاکنو کې پوتین ۶۵ سلنه رایې ترلاسه کړې او د دریم ځل له پاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو. خو اپوزیسیون په ټاکنو کې د درغلیو تورونه ولګول او د ټول هیواد په کچه د هغه پر ضد مظاهرې پيل شوې.
انځور: AP د ۲۰۱۷ م کال د دسمبر میاشتې په ۶ نیټه پوتین اعلان وکړ چې هغه به د څلورمې دورې له پاره هم ځان نوماند کړي. د ۲۰۱۸ کال د مارچ میاشتې د ۱۸ نیټې په ولسمشریزو ټاکنو کې یو وار بیا د پوتین بریالیتوب یقینې ګڼل کیږي.
انځور: Reuters/M. Shemetov