کریمیا نیمه ټاپو په خپلو ښکلو طبیعي منظرو او پراخو سواحلو په درلودو سره د اروپا له جذابو توریستي ځایونو څخه یو دی. اکثره روسان هیله لري چي خپلي رخصتۍ په دغه ځای کي تیري کړي او ډیری يې هلته د یوې ماڼي لرلو هیله هم لري. دا خبره د پوتین په برخه کي هم صدق کوي.
د پوتین دغه خوب ظاهراً د هغه دوستانو ورته په واقعیت بدل کړ او د کریمیا په جنوب اورياندا ښار کي یې ورته یوه ماڼۍ سوغات کړې چي پخوا د جرمني د پخواني صدراعظم ویلي برانت په شان مېلمنو ځای وو.
په اورياندا کي د اروپا د تاریخ یوه برخه هم لیکل سوې ده. د آلمان پخواني صدراعظم ویلي برانت نیمه پیړۍ مخکي په دغه ځای کي د پخواني شوروي اتحاد د کمونیست ګوند له مشر، لئونید بریژنف سره یو وار لیدلي ول. د دغو دوو سیاستمدارنو ترمنځ خبرو اترو ۱۶ ساعته دوام کړی وو. په دغه لیدنه کتنه کي برانت غوښتل چي له شوروي سره دلا زیاتو اړیکو د پراخیدو چانس ارزیابي کړي.
اوس دغه ښارګوټی یو وار بیا د خبرونو سرټکی ګرځیدلی دی. د «پروژې» په نامه د معتبر تحقیقاتي پلاتفورم پلټونکي وايي چي، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین میلیادرو دوستانو د گليڅينيا په نامه د پخواني شوروي اتحاد یوه دولتي اقامتګاه د پوتین له پاره رانیولې ده.
دوه کاله مخکي یعني په ۲۰۱۹ م کال کي روسي رسنیو خبر ورکړ چي گليڅينيا په ۱۵ میلیونو ډالرو پر یوه نامعلوم کس باندي خرڅه سوې ده.
اوس د پروژې ټیم رپوټ ورکړی چي دغه نامعلوم او مرموز خریدار دغه معامله په پټه کړې ده. د پروژې خبریالانو حتی هغه پیژندلی هم دی. د هغه نوم جانیس ای، دی. هغه په ظاهره د مسکو په ختیځ کي په یوه ساده ودانۍ کي اوسیږي او د کونګ فو د معلم په توګه خپل معاش اخلي.
د پروژې له خوا نشریاتو ته په کتو سره سړی کولای سي د ثبت سوو اسنادو له لاري د هغه اصلي خاوند پیدا کړي. دغه ملکیت په اصل کي په سن پیترزبورګ کي، د روسيې بانک د امپراطورۍ یوه برخه بلل کیږي. دغه بانک د پوتین د څو نژدو تنو په پیسو جوړ سوی دی چي اوس د روسیې تر ټولو ماړه کسان دي.
د دغه بانک اصلي ونډه لرونکی د کوالچوک په نامه یو میلیارډر دی. «پروژې» د نوومبر په آخره کي رپوټ ورکړی وو چي د پوتین یوې پخوانۍ معشوقې او د هغه د نامشورع لور مور د روسيې بانک د ونډي لرونکي په توګه ډیره سرمایه پیدا کړې ده.
د پخواني شوروي اتحاد تر دړي وړي وروسته، ددغي سیمي ملکیتونه، لکه د کریمیا نیمه ټاپو د اوکراین یوه برخه وه. په ۲۰۱۴م کال کي د کریمیا تر الحاق وروسته دغه سیمه د بین المللی قوانینو برخلاف یو وار بیا د روسیې تر کنټرول لاندي سوه.
په وروستیو اونیو کي په وار وار سره د پوتین او د هغه د دوستانو د شتمنۍ په اړه رسوايي رامنځته سوې. له هغې جملې څخه یوه ویډیو ده چي د پوتین منتقد، ناوالنی ټیم د توري بحیرې په سواحلو کي د هغه د یوه مجلل استوګنځای په اړه خپره کړه.
کریملن د جمهورریس سره د دغه ملکیت له هرډول تړاو څخه انکار کړی او د پوتین د کوچنیوالي ملګري، آرکادي روتنبرګ ویلي دي چي د دغي ماڼۍ اصلي خاوند هغه دی.
د واکمنانو د شان او شوکته ډک ژوند
د روسیې جمهور رئيس ولاديمير پوټین گواکی د توري بحیرې څنګ ته یوه مخفي او مجلله ماڼۍ جوړه کړې ده. خو هغه یوازنی دولتي مشر نه دی چي تر شاهي ماڼۍ لا ډیر د شان او شوکته ډک ځای لري. د دغه ډول قصرونو يو څو نمونې دلته وګوری:
انځور: Klaus Rose/dpa/picture allianceد پوتین د عظمته ډک استراحت ځای
ویل کیږي چي د روسیې جمهورئيس پوتین د بیت المال د پیسو څخه د توري بحیرې څنګ ته په پټه سره یو مجلل قصر جوړ کړی دی. د کریملین د منتقد الکسي ناوالني د اداري فساد ضد بنسټ یوه ویدیو داسي یو ملکیت ښکاره کوي، چي د موناکو د شاهي دولت تر قلمرو ۴۰ واره غټ دی. د دغه استوګنځای ۱،۱ ملیارډ یورو مصارف ګواکي د دولتي شرکتونو لخوا تمویل سوي دي.
انځور: Navalny Life youtube channel/AP Photo/picture allianceد مراکش د پاچا د لسو مجللو قصرونو څخه یو
د مراکش په پایتخت رباط کي شاهي قصر یو د هغو لسو قصرونو د جملې څخه دی، چي په پاچا شپږم محمد باندي اړه لري. د «غل پاچا» په نامه «افشأ کونکي» کتاب د لیکونکو په حواله د دغو لسو قصرونو ورځني مصارف ۱،۲ ملیونه یورو دي، چي د مالیه ورکونکو د پیسو څخه ورکول کیږي. په رباط کي دغه ماڼی د ۱۹ قرن په اواسطو کي جوړه سوې ده. دغه لوی او د عظمته ډک ملکیت د پاچا د اولادې دپاره یو مکتب هم لري.
انځور: Klaus Rose/dpa/picture allianceد وان جهیل پرغاړه د اردوغان مجلل قصر
پداسي حال کي چي ترکیه د یوه اقتصادي بحران په منځ کي قرار لري، د دغه هیواد جمهورریس، رجب طیب اردوغان د خپل ځان لپاره قصرونه جوړوي. یو د دغو قصرونو څخه مستقیمأ د وان جهیل پرغاړه موقعیت لري. د ترکي رسنیو په حواله دغه ملکیت د ۱۴ میلویونو یورو په مصرف جوړ سوی، کوم چي د مالیاتو د پیسو څخه ورکول کیږي.
انځور: picture-alliance/AA/Turkish Presidency/Handout/M. Cetinmuhurdarد برونای پاچا ۲۵۰ حمامونه لري
د «قصر نورالایمان» په نامه د مځکي پرمخ تر ټولو لوی قصر د برونای په پایتخت د سري بګاوان د بندر سره موقعیت لري. دغه قصر د ۱۹۸۴ م کال راهیسي د برونای د پاچا رسمي مقر دی. دغه قصر په ۲۰۰ زره متره مربع مساحت کي جوړ سوی، چي تقریبأ ۱۸۰۰ اطاقونه، ۱۸ لفتونه، تر ۲۵۰ اضافه حمامونه او یو لوی مسجد لري، چي د سرو زرو لویه ګنبده لري. د هغه پر جوړولو باندي تر یوه ملیارډ دالره اضافه مصرف راغلی دی.
انځور: Albert Nieboer/RoyalPress/dpa/picture allianceد هندوستان د جمهورر رئيس مجلله ماڼۍ
د «جمهوريس کور» د جوړیدو کار، چي په هندي کي ورته «راشتر پتي بهون» وايي، ۱۷ کاله دوام وکړ. دغه ۱۴ منزله قصر، چي ۳۴۰ اطاقونه لري، د ۱۹۵۰ م کال راهیسي د هندوستان د جمهورریس رسمي او هم اوسیدلو ځای دی. دولتي میلمنو ته هم په دغه قصر کي ځای ورکول کیږي. ددغي غټي ودانۍ د لارو مجموعي اوږدوالی دوه نیم کیلومترو ته رسیږي. دغه قصر د فټبال د ۱۰۰ میدانو په اندازه یو لوی باغ هم لري.
انځور: Mayank Makhija/NurPhoto/picture allianceد ۳۸۰ زره متر مربع په مساحت د «قصر الوطن» په نامه مانۍ کولای سو د ابوظبي په زړه کي یو مخفي ښار وبولو. دغه ماڼی هم د کابینې ځای او هم پکښي دولتي مشر او ولیعهد دفترونه لري. دلته د خارجي دولتي میلمنو څخه هرکلی هم کیږي. «قصر الوطن»، چي دروازې یې طلا کاري سوي ، د مرمرو د ډبرو دیوالونه لري او رنګارنګ موزاییک پکښي کار سوي دي. هغه په ۲۰۱۵ م کال کي جوړ او پدې منځ کي د تماشاچیانو پر مخ خلاص دی.
انځور: Erich Meyer/euroluftbild.de/picture alliance د ملت قص، چي د «سپین قصر» به نامه هم یادیږي، د تاجکستان د جمهوررئيس رسمي استوګنځای دی. د دغه قصر یوه واضح مشخصه د هغه په محوطه کي د تاجکستان یو لوی او لوړ بیرغ دی. د دغه بیرغ پایه ۱۶۵ متره ارتفاع لري، چي په ټوله دنیا کي دوهم لوړ بیرغ دی.
انځور: Halil Sagirkaya/AA/picture alliance