1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيروسیه

روسیې پر مسکو د بې پيلوټه الوتکو د برید خبر ورکړی دی

۱۴۰۳ آبان ۲۰, یکشنبه

کیف او مسکو دواړو یو پر بل د ډرونونو بریدونه کوي. تیره شپه د روسیې دوو هوایي ډګرونو باید خپل فعالیتونه درولي وای. تر اوسه پورې په دې ترڅ کې د مرګ ژوبلې اوښتو کوم رپوټ نه دی ورکړل شوی.

د مسکو پر لوړو ودانیو د ډرونونو برید ۲۰۲۳م کال
آرشیف انځور: د روسیې په وینا کیف پر مسکو تر شلو ډیر ډرونونه توغولي ديانځور: ALEXANDER NEMENOV/AFP

د روسیې له خوا د ورکړل شویو رسمي رپوټونو په حواله د دغه هیواد د هوایي دفاع سیستم تیره شپه د مسکو پر لور توغول شوي ډیر شمیر ډرونونه خنثی کړي دي.

د دغه ۱۲ میلیوني ښار ښاروال سیرګئ سوبیانین په خپل تلګرام شبکه کې لیکلي دي چې د هوایي دفاع سیستم په مجموع کې تر شلو ډير بې پیلوټه الوتکې د مختلفو ولسوالیو په فضاء کې ویشتلي دي.

تر اوسه پورې چاته د ځاني زیان اوښتو خبر نه دی ورکړل شوی او ویل شوي چې ژغورونکې عمله په سیمه کې فعاله وه.

د «تاس» خبري آژانس د روسیې د هوانوردۍ ادارې په حواله رپوټ ورکړی دی چې د بریدونو له کبله د پلازمېنې مسکو دوو هوایي ډګرونو دومودوو او ژوکوفسکي، خپل فعالیت ځنډولی دی.

د سوبیانین په حواله د مسکو په سویل لویدیځ رامنسکویه ولسوالۍ کې په مجموع کې ۹ ډرونونه ویشتل شوي دي. ۱۶ نور ډرونونه د نورو سیمو یا ولسوالیو په فضاء کې خنثی کړای شوي دي. دغه معلومات د خپلواکه سرچینو له خوا نه دي تائید شوي.

د دغې جګړې له پيلیدو راهیسې چې تر دوه نیمو کلونو ډیر وخت یې وشو اوکراین په لومړي ځل د سپټمر میاشتې په لومړیو کې پر مسکو او شاوخوا سیمو د بې پيلوټه الوتکو له حساسو بریدونو سره دغه هیواد ته سخت تاوان ورسولو.

د مسکو میلیوني ښار په سویل ختیځ کې د یوه ډرون د لګیدو له کبله د کاپوتنیا د انرژۍ د استخراج په تاسیساتو کې اور لګیدنه رامنځته شوه. دغه تاسیسات له کرملین څخه د هوایي کرښې په اساس یوازې ۱۶ کیلومتره واټن لري. تر دې وخته پورې به د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو بریدونو یوازې سمبولیکه بڼه درلوده او هیڅ زیان یې نه و اړولی.

 د ۲۰۲۲م کال په فیبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې اوکراین هره شپه د روسیې له خوا د هوایي برید سره مخامخ دی، چې د نورو ترڅنګ په ځانګړي توګه د دغه هیواد د انرژۍ مهم تاسیسات په نښه کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

ولي د روسیې کورسک سیمه د اوکراین له پاره مهمه ده؟

02:00

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب