1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: طالبان د سترو ښارونو د نيولو له پاره منابع نه لري

۱۴۰۰ مرداد ۱۵, جمعه

روسیې ويلي دي چې د طالبانو تهاجمي بريدونه «په تدريجي ډول د کمزوري کيدو په حال کې دي» او دغه ډله د سترو ښارونو د نيولو منابع نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له خوا د څو ولايتونو مرکزونه ګواښل کيږي.

Pakistan Grenzstadt Chaman Menschen mit Taliban-Flagge
انځور: Asghar Achakzai/AFP/Getty Images

انترفکس خبري آژانس په حواله د روسیې د بهرنيو چارو وزارت د مطبوعاتو او اطلاعاتو د برخې مرستيال مشر، الکساندر ويکنتوف، دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ کړي دي. نوموړي په تيره مياشت کې د حکومتي ځواکونو له خوا د هغو سيمو د بیرته نيولو مثالونه ورکړي دي چې طالبانو څه موده مخکې تصرف کړې وې.

خو هغه زياته کړې چې سره له دې هم په روانه مياشت کې د ولايتونو مرکزونه ته څېرمه بيا د طالبانو فعاليتونه د پام وړ دي.

ويکنتوف زياته کړې: «طالبان د لويو ښارونو له دې جملې څخه د کابل د نيولو او د هغه د ساتلو له پاره لازمې سرچينې نه لري. د هغوی بريدونه په تدريجي توګه د کمزوري کيدو په حال کې دي.»

نوموړي زياته کړې چې روسيه به د سولې د خبرو اترو د پرمختګ له پاره خپلو فشارونو ته ادامه ورکړي.

له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو له پېل سره وسله والو طالبانو خپلو بريدونه ته زور ورکړی او د يو شمير ولسواليو د نيولو ادعا کوي او په دې وروستيو کې دريو ولایتونو کندهار، هلمند او هرات مرکزونه ګواښي.

د امریکا سفارت: طالبان د امنيتي ځواکونو کونډې ځان ته نکاح کوي

په ځانګړي توګه د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې له څو ورځو راهيسې سختې نښتې رواني دي چې له کبله یې بې شميره کورنۍ ګډه کيدو ته اړ شوي دي.

د طالبانو دريو قوماندانونو په همدې حال کې ويلي دي چې د امريکا د هوايي بريدونو د زياتيدو په ځواب کې به خپله تګلاره بدله کړي او د ښارونو په مرکزونو به بريدونه وکړي.

د افغانستان د وسله والو ځواکونو وياند اجمل عمر شينواري هم ويلي چې په روانه اوونۍ کې په لښکرګاه کې بيړنی حالت اعلان شوی او دغه ښار ته تازه دمي عسکر ليږدول شوي دي.

هغه وويل: «تازه دمي ځواکونه سيمې ته استول شوي او هغوی ښه روحيه لري.»

په داسې حال کې حکومتي ځواکونو په دې وروستيو کې د يو شمير ولسواليو مرکزونه له لاسه ورکړي دي، د لښکرګاه سقوط به د حکومت له پاره يو ستر ګوزار وي.

ب. ص/ ک. ص (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: