1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيروسیه

روسيه وايي په کورسک کې يې لس کلي بېرته نيولي دي

۱۴۰۳ شهریور ۲۲, پنجشنبه

روسيې د پنجشنبې په ورځ وویل چې پوځ ېې له اوکراین سره په سرحدي سيمه کورسک کې يې لس کلي بېرته نيولي دي. د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي منلې ده چې روسیې په کورسک کې ځوابي عملیات پيل کړي.

په کورسک سیمه کې یو روسي ټانګ  - د سپتمبر ۸مه ۲۰۲۴
روسيې پر کورسک سیمه د اوکراین تر حملې څه باندې یوه میاشت وروسته ځوابې حملې پيل کړي او وايي چې لس کلي ېې بېرته نیولي ديانځور: Russian Defense Ministry/AP/picture alliance

د روسيې د دفاع وزارت پر خپل تلیګرام چینل يوې خپرې شوې اعلامیه کې ادعا کړې ده چې «د (شمال) ډلې واحدونو د دوو ورځو په جریان کې لس کلي آزاد کړي دي.»

اوکراین د اګست میاشتې پر ۶مه په زرونو عسکرو د روسيې پر سرحدي علاقي کورسک ناڅاپي حمله وکړه، کیف د اګست په وروستيو کې وويل چې هلته ېې د روسيې له سلو ډېر کلي یا ښارګوټي او نژدې ۱۳۰۰ کیلومتره مربع ساحه په خپل کنټرول کې راوستلې ده.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي هم د پنجشنبې په ورځ ومنله چې روسيې په کورسک سیمه کې خپل ځوابي عملیات پیل کړي دي.

 دا تر دوهمې نړېوالې جګړې وروسته لومړی ځل وو چې د روسيې د خاورې یوه برخه د بهرنیو ځواکونو له خوا نیول کيږي.

زیلنسکي د پنجشنبې په ورځ په کیف کې یو خبري کنفرانس کې وویل: «روسیې د ځوابي حملې اقدامات په لاره اچولي دي.»

اوکراین د اګست میاشتې په شپږمه د روسيې پر سرحدي علاقي کورسک تهاجمي ناڅاپي حملې پيل کړې او د یو شمېر سيمو د نیولو ادعاوې ېې وکړېانځور: Evgeniy Maloletka/AP Photo/picture alliance

هغه د روسي ځواکونو د پرمختګ په هکله جزئيات ور نه کړل خو وې وويل چې د تهاجم «زموږ د اوکرایني پلان مطابق پر مخ ځي.»

روسيې په کورسک سیمه کې د اوکرایني ځواکونو تر تهاجم څه باندې یوه میاشت وروسته خپلې ځوابي حملې پيل کړي دي.

د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتین تېره میاشت ويلي ول چې له کورسک څخه به د اوکراین ځواکونه او د هغوی غربي مرستندویان به په «یو مناسب ځواب» سره بېرته پر شا وتمبول شي.

د یو بل خبر له مخې د اوکراین د دفاع وزارت وايي چې په توره بحیره کې ېې يوه روسي جنګي جيت الوتکه راغورځولې ده.

د اوکراین د دفاع وزارت د استخباراتو څانګې نن پنجشنبه د سپتمبر ۱۲مه وويل چې دغه الوتکه تېره ورځ د یو ځانګړي عملیات په جریان کې د الوتکو ضد سیستم په ذریعه وويشتل او را واچول شوه.

سرچېنې په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې دغه الوتکه (سو-۳۰) ډوله جنګي جیت ده.

(AFP,dpa)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب