روسي چارواکو د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د نوامبر ۲۸مه) وویل چې د شپې په یوه تازه برید کې د اوکراین له ۱۲۰۰ څخه زیاتې بېپیلوټه الوتکې نسکورې شوې دي، چې سلګونو یې د مسکو سیمه په نښه کړې وه.
اوکراین هم خبر ورکړی چې روسیې د دغه هېواد پر بېلابېلو سیمو سلګونه بېپیلوټه الوتکې توغولې دي، چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي. دواړو لورو په وروستیو میاشتو کې خپل هوايي بریدونه زیات کړي دي.
دغه هم ولولئ: زېلېنسکي: د لیبیا ساحل ته نږدې مو یوه روسي بېړۍ په نښه او ډوبه کړه
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین د دولت له ملاتړ برخمن مکس پلېټفارم کې لیکلي چې د جمعې له شپې ناوخته څخه د شنبې تر سهار وختي پورې له ۴۶۰ څخه زیاتې بېپیلوټه الوتکې د مسکو سیمې پر لور روانې وې. هغه زیاته کړه چې له دغو الوتکو څخه ۱۲۳ مسکو ښار ته د نږدې کېدو پر مهال له منځه وړل شوې دي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د دغه هېواد هوايي دفاعي ځواکونو د مسکو په ګډون په څه باندې ۱۲ سیمو کې «د اوکراین ۱۲۴۶ ثابتوزره بېپیلوټه الوتکې کشف او له منځه وړې دي».
د روسیې پلازمېنه د اوکراین د پولې له تر ټولو نږدې برخې څخه شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره (۳۱۰ میله) واټن لري. نورې سیمې چې د روسیې دفاع وزارت یې یادونه کړې، د ولګوګراد او کراسنودار په ګډون، هم له اوکراین څخه سلګونه کیلومتره لرې پرتې دي.
اوکراین هم د نویو پراخو بریدونو خبر ورکړی دی.
۲۰۲۵م کال کې پوځي لګښتونه ریکارډ کچې ته لوړ شول. د ستاکهولم د سولې تحقیقاتو نړېوال انستیتوت (سېپرې) خبرداری ورکوي چې دغه وضعیت به ظاهراً همداسې ادامه ولري چې له ځانه سره به اضافي خطرونه ولري.
انځور: Ben Bloker/US Air Force/dpa/picture allianceد نړېوالو کړکېچونو تشديد؛ اروپا کې بېساري لوړ پوځي لګښتونه
د ستاکهولم د سولې تحقیقاتو نړېوال انستیتوت (سېپرې) د نوو معلوماتو له مخې حکومتونو په ۲۰۲۵ کې د بل هر وخت په پرتله پر وسلو ډېرې پیسې مصرف کړي دي. اروپا او آسیا د بیو لوړېدا کې رول لوبولی او امریکا بیا هم د نړۍ د تر ټولو لوی پوځي مصرفونکي په توګه پر خپل ځای پاته دی.
انځور: Russian Defense Ministry Press Service/AP Photo/picture allianceنوی لوړ نړېوال پوځي لګښت
۲ اعشاریه ۹ تریلیونه ډالر په ۲۰۲۵ کې
په اوکراین کې د روسیې جګړه اروپا اړ کړه چې خپل دفاعي لګښتونه لوړ کړي. اروپا او آسيا د لوړو پوځي لګښتونو د اصلي عاملانو په توګه ياد شوي دي.
انځور: Serhii Chalyi/REUTERSآلمان خپله دفاعي بودجه لوړه کړې
آلمان په مالي قوانینو کې د آسانتیا په رامنځ ته کولو، خپله دفاعي بودجه تر ۲۴ سلنې لوړه کړه. په دې ترتيب آلمان اوس د نړۍ څلورم لوړ پوځي بودجه لرونکی هېواد دی.
انځور: Philipp Schulze/dpa/picture allianceد چین پوځي بودیجه د ۳۱م پرله پسې کال له پاره لوړه شوې
د سېپري له خوا د چین په څېر بل هېڅ هېواد له دومره اوږدې مودې لوړې بودیجې سره ندی لیدل شوی. په ټوله آسیا کې د چين ودې ته د هېوادونو له خوا غبرګون ډېر شوی.
انځور: Vitaliy Belousov/SNA/imagoد امریکا پوځي لګښتونه لږ راکم شوي
په ۲۰۲۵م کال کې د امریکا پوځي لګښتونه يو څه کم شوي دي. اوکراین سره په نوو مرستو کې کموالی، مجموعي لګښت کم کړ. خو لګښتونه بیا هم لوړيږي (یوازې د ایران جګړې په لومړيو شپږ ورځو کې ۱۱ اعشاریه ۳ میلیارډه ډالر)
خو امریکا په ۹۵۴ میلیارډ ډالرو لګښت سره د تر ټولو لوړ لګښت لرونکي هېواد په توګه پاته دی.
انځور: Robert Ghement/EPA/dpa/picture allianceهند پنځم لوړ پوځي لګښت لرونکې هېواد
هندوستان د نړۍ پنځم لوړ پوځي لګښت لرونکی هېواد دی چې ستر عوامل ېې چین سره شخړې او پاکستان سره نښتې دي.
انځور: Nasir Kachroo/NurPhoto/picture allianceسيپرې خبرداری ورکوي چې د جګړو دوام او اوږدمهاله دفاعي پلانونه ته په کتو، د دفاعي لګښتونو لوړېدا به همداسې ادامه ولري. شنونکي وايي په نړېواله کچه د تسلیحاتو عصري کول، له امنيت ورهاخوا ناوړه عواقب لرلی شي.
انځور: Mustafa Ciftci/AA/picture allianceپر وسلو د ځان سمبالولو د سيالۍ عواقب
سيپري له یوې نوې نړېوالې تسلیحاتي سیالۍ او د ناسمې محاسبې د لوړ خطر په اړه خبرداری ورکوي. د سيپرې څېړونکی شیاو لیانج وايي: «دا پر نورو عامه لګښتونو خپل اغیز کوي. حکومتونه ممکن اړ شي چې ټولنیز خدمات یا پراختیايي پروګرامونه ودروي. نو دا یوازې په جګړو او وسلو کې نه خلاصه کیږي، بلکې پر ټولنو هم ژور اغیز لري.»
انځور: DW د زاپوریژیا د پوځي ادارې مشر ایوان فېدوروف د شنبې په ورځ وویل چې روسیې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر دغې سیمې له ۷۰۰ څخه زیاتې بېپیلوټه الوتکې توغولې دي، چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي چې له پوځي چارو سره تړلي هدفونه یې په نښه کړي دي.
په داسې حال کې چې د جګړې د پیل پنځمه کلیزه رانږدې کېږي، بریدونه د جګړې پر یوې لا دوامدارې برخې بدل شوي دي. د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د منځګړیتوب هڅې، د بندیانو له تبادلې پرته، تر اوسه کومې هوکړې ته نه دي رسېدلې.