1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

مسکو: اوکراین په کورسک کې د غرب ساخت وسلې کارولي

۱۴۰۳ مرداد ۲۷, شنبه

روسيې ادعا کړې چې اوکراین په کورسک سیمه کې د يوه پله په تخریب کې په احتمال سره د امریکا ساخت توغندي کارولي دي. اوکراین وايي دافع هوا ځواکونو ېې تېره شپه ۱۴ روسي ډرون یا بې پيلوټه الوتکې راغورځولي دي.

 روسيې د جمعې په ورځ د اګست ۱۶مه وويل چې اوکرايني ځواکونو د امریکا ساخت وسلو باندې يو مهم پُل تخریب کړی دی
اوکراین تېره اوونۍ د روسيې په کورسک سیمه کې د زرونو عسکرو په ګمارنې ناڅاپي تهاجمي حملې وکړېانځور: ROMAN PILIPEY/AFP

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې اوکراين د روسیې په غربي سیمه کورسک کې د سییم سیند پر سر يو مهم پل په بشپړه توګه ویجاړ کړی دی. سرچينه وايي چې اوکراین د دغه پله په تخريب کې له غرب څخه  تر لاسه شوي توغندي کارولي دي.

د دغه وزارت ویاندې ماریا زخاروفا د جمعې په ورځ (د اگست ۱۶مه) ناوخته وویل: «د لومړي ځل له پاره د کورسک سیمه د غرب ساخت توغندي په احتمال سره امریکايي هیمارس باندې ويشتل شوې ده.»

ویاندې دغه خبره پر تیلګرام کړې ده. هغې زیاته کړې: «په ګلوشکووا ولسوالۍ کې د سییم سیند پر پله د شوې حملې په نتیجه کې دغه پل په بشپړه توګه ويجاړ شوی او هغه رضا کاران په کې وژل شوي چې په سیمه کې ېې د ملکیانو په تخلیه کې مرسته کوله.»

د آرشیف انځور - اوکراین د شنبې په ورځ د اګست ۱۷ وویل چې تېره شپه ېې د روسيې ۱۴ ډرونونه راغورځولي ديانځور: Alexander Reka/ITAR-TASS/IMAGO

رويټرز زیاتوي چې د مسکو دغه ادعا په خپلواکه توګه نه شي تائيدولی.

د کورسک والي، الیکسي سیمیرنوف د جمعې په ورځ د پله د تخریب خبر ورکړ. د روسيې پوځ ويلي چې پل لومړی د امریکا ساخت پر توغنديو ویشتل شوی او بیا په بمونو الوځول شوی دی.

د اوکراین د هوايي ځواکونو قوماندان میکولا اولشچوک پر ټيلګرام یوه ويډیو خپره کړې چې په کې په بمونو د یوه پله د الوځولو شيبه ښودل کيږي چې کارپوهانو واقعي بللې ده.

د یو بل خبر له مخې د اوکراین دافع هوا ځواکونو د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د اګست ۱۷مه) وويل چې تېره شپه روسيې د ډرونونو حملې وکړې او دوی ټولې ۱۴ واړه ډرونونه راغورځولي دي.

د روسيې دفاع وزارت وايي اوکراین د لومړي ځل له پاره په کورسک کې امریکايي وسلې کارولي ديانځور: Evgeniy Maloletka/AP Photo/picture alliance

د اوکراین دافع هوا ځواکونو په یوه اعلاميه کې چې پر ټيلګرام ېې خپره کړې ويلي دي چې دغه شاهد ډوله ډرونونه ېې د اوکراین په شپږو جنوبي او مرکزي سیمو کې راغورځولي دي.

اوکراین تېره اوونۍ د روسيې په کورسک سیمه کې د زرونو عسکرو په ګمارنې ناڅاپي تهاجمي حملې وکړې چې له کبله ېې د اګست په ۷مه د کورسک والي په یاده سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړ. اوکراین مخکې ويلي چې خپلو دغو حملو ته به تر هغې ادامه ورکوي چې کورسک سیمه ېې د روسي عسکرو له شتونه پاکه کړي وي.

آژانسونه/م.ک.ص./ا.ا.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب