1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې په يوه پوهنتون کې د ډزو په ترڅ کې اته کسان وژل شوي

۱۴۰۰ شهریور ۲۹, دوشنبه

د سايبيريا په يوه پوهنتون يو کس پر محصلينو ډزي کړي او سخته مرګ ژوبله يې اړولې ده. د پېښې عامل چې ښايي يو محصل وي، نيول شوی دی خو د کړنې انګیزه یې لا روښانه نه ده.

Russland  Schießerei an Universität in Perm
انځور: Alexey Romanov/dpa/picture alliance

د روسیې د سايبيريا د پيرم سيمې په يوه پوهنتون کې يوه ناپيژانده اته کسان په ډزو وژلي دي. د چارواکو په حواله په پېښه کې کابو ۲۰ کسان ټپيان شوي هم دي.

د روسيې دولتي رسنيو داسي ويديوګانې خپرې کړي چې يو کس چي توري جامي يې اغوستي، هیلم يا وسپنیزه خولۍ یې پر سر ده، وسله په لاس د پوهنتون په انګړ کې د ځغاستې په حال کې ليدل کيږي.

په ټولنیزو رسنيو کې هم ليدل کيږي چې څرنګه خلک د ځان ژغورلو په موخه له کړکيو ټوب کوي. د مسکو څخه د کابو ۱۲۰۰ کيلومترو په واټن کې د پراته دغه ښار د پوهنتون په ودانۍ کې دننه يو شمير محصلينو ځانونه پټ کړي ول او دروازو ته یې څوکۍ او میزونه ايښي ول.

محصلينو ته لارښوونه شوې وه چې د ليکچر په تالارونو کې ځانونه پټ کړي، په داسې حال کې چې استادادانو په خپلو دفترونو کې ځانونه خوندي کړي ول.

انځور: Anatoliy Romanov/Sputnik/dpa/picture alliance

د رسنيو د رپوټونو په حواله د پېښې عامل يو ځوان سړی دی چې تر مخه یې په ټولنیزو رسنيو کې د داسې څه د عملي کولو اعلان کړی وو. خو نوموړي خپله انګیزه نه وه روښانه کړې.

د نوموړي په اړه د وژنې له کبله تحقيقات پېل شوي دي. د کريملن د وياند ديمتري پېسکوف په حواله ولسمشر ولاديمير پوتین د قربانيانو کورنيو ته تسليت ويلی دی.

په ښوونځيو کې د زور زياتي ورته پېښې

دا د روسیې په تعليمي تاسيساتو کې لومړۍ خونړۍ پېښه نه ده. په می میاشت کې يوه ۱۹ کلن د تتارستان د خپلواکمن جمهوريت د قزان سيمې په يوه ښوونځي کې نهه تنه ووژل چې زياتره يې ماشومان ول. په دې پېښه کې تر شلو زيات کسان ټپیان شوي هم ول. د پېښې عامل ونيول شو او په توقيف کې دی.

په ۲۰۱۸م کال کې هم يوه اتلس کلن مسلکي زده کوونکي د روسیې له خوا په الحاق شوي د تور سمندرګي د کريميا نیمه ټاپو په کرچ ښار کې ډزې وکړې او چاوديدونکو توکو ته یې انفجار ور کړ. په دغه پېښه کې هم شل کسان وژل شوي ول.

ب. ص/ ن. ز (afp, ap, rtr, dpa)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل