1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسانو په پاکستان کې پر افغان سولې خبرې وکړې

۱۳۹۹ اسفند ۲, شنبه

دا چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې په ټپه ولاړې دي او واشنګټن لا پرېکړه نه ده کړې، نو روسيې د سولې پروسې د پرمختګ له پاره هڅې کړندۍ کړې دي.

Russland Zamir Kabulov Abgesandter für Pakistan
انځور: imago/Pak Images/I. Dean

د مسکو استازو هم اوس سفرونه پيل کړي او بېلابېلو سيمه يزو لوبغاړو ته ورغلي دي څو د افغانستان په هکله ورسره خبرې وکړي. همداراز يې د طالبانو له اصلي څېرو سره هم کتلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د ناټو وزيرانو يوې غونډې ويلي دي چې د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسولو کومه آسانه لاره نه شته. ضمير کابلوف چې د افغانستان له پاره د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين ځانګړی استازی دی، د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ ۱۹مه) په پاکستان کې له چارواکو سره خبرې وکړې. اسلام آباد تل يو کليدي لوبغاړی پاتې شوی دی چې پر طالبانو ډېر تاثير لري.

امريکايي چارواکي هم په پاکستان کې ول

همداراز د پاکستان د پوځ له ځواکمن مشر سره د جلا خبرو له پاره د متحده آيالاتو د مرکزي قوماندې مشر، چنرال کنېت مکنزي، هم په پاکستان کې و. هغوی هم د افغانستان په هکله سره خبرې وکړې. سره له دې چې ورپسې دقيق جزئيات شريک نه شول، خو داسې ويل کيږي چې د طالبانو د مشرتابه کورونه او پايګاوې په پاکستان کې دي. کابل او واشنګټن پر اوربند ټينګار کړی دی، په داسې حال کې چې طالبان وايي چې د سولې خبرو د يوې برخې په توګه به ورباندې خبرې وکړي. د ترمپ له ادارې سره د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ مياشتې د يوه تړون له مخې، واشنګټن ژمنه کړې چې د می تر لومړۍ نېټې پورې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، چې دغه جنګ د شلو کلونو په پوره کولو سره اوس د امريکا تر ټولو اوږده جګړه ده. 
ولسمشر جو بايدن د دوحې تړون ته اوس يوه بياکتنه کوي سره له دې چې طالبانو اخطار ورکړی چې د وتلو پر نېټې باندې ټينګار کوي او د متحده آيالاتو او ناټو پر ځواکونو به بېرته بريدونه پيل کړي که دغه شرطونه پوره نه شي. د متحده آيالاتو او طالبانو تر منځ د تړون له امضا کېدو راهيسې طالبانو خپله ژمنه پورې کړې چې د ناټو او متحده آيالاتو پر ځواکونو به بريدونه نه کوي، خو هغوی پر افغان ځواکونو بريدونو ته دوام ورکوي چې په خپل وار هم پر هغوی باندې بريدونه کوي. د تاوتريخوالي زياتوالی د اوربند ټولې هڅې ناکاموي. 

روسانو هم د شوروي اتحاد په چوکاټ کې په افغانستان کې د جګړې تجربه کړې دهانځور: picture-alliance/dpa

په افغانستان کې د روسانو تجربه

روسيې په افغانستان کې خپله کړې تجربه هم نه ده هېره کړې. په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۵ زره د شوروي ځواکونه په جګړو کې وژل شوي دي. جګړې له خپل کمونيستي ټلوالي څخه د ملاتړ پر وخت پيل او بيا د متحده آيالاتو له ملاتړ څخه د برخمنو مجاهدينو له خوا د جګړو پراخ کمپاين ورباندې زور ونيو. اسلام آباد ته په خپل نااعلان شوي سفر کې، د روسيې ځانګړي استازي د پاکستان د پوځ له مشر او د بهرنيو چارو له وزير سره هم وکتل. د کابلوف د دغه سفر په هکله يوازې لږ جزئيات شريک شوي دي. په يوه بيانيه کې راغلي چې د بحث اصلي موضوع افغانستان او د سولې د يوه تړون په موخه هڅې وې. روسيې هم د افغانستان د معضلې په برخه کې ديپوماتيکې هڅې کړې دي چې يوه مياشت تر مخه د طالبانو يو پلاوی هم مسکو ته ورغلی و. دغه کار طالبانو د سولې بهير په حساسو شېبو کې تر مخه هم کړی و. په ۲۰۱۹ کال کې مسکو د طالبانو او وتلو افغان شخصيتونو تر منځ د غونډو دوه ځلې کوربتوب وکړ. دغسې غونډې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د خبرو تر شروع کېدو مخکې لا تر سره شوې وې. د مسکو ديپلوماتيکې هڅې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د ۳۲مې کليزې پر وخت کيږي. هغه مهال شورويانو د مجاهدينو په وړاندې جګړه کوله چې د واشنګټن او پاکستان له خوا ورسره مرسته کېده. د طالبانو يو بنسټ ايښودونکی او د ۲۰۲۰ کال د تړون مشر مرکچي، ملا عبدالغني برادر، په ۱۹۸۰يمو کلونو کې د شوروي ځواکونو پر ضد جګړه کوله. 

د «هر اړخيز سياسي حل» هيله

په دې ترڅ کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير، شاه محمود قريشي، له کابلوف سره تر کتنې وروسته وويل چې د اسلام آباد او مسکو شريکه هيله دا ده چې «د افغانستان جګړې له پاره يو ټول شموله سياسي حل» وموندل شي. د پنجشنبې په ورځ د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت وياندې، ماريا زخاروفه، خبريالانو ته وويل چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير، محمد حنيف اتمر، به راتلونکې اونۍ روسيې ته سفر کوي. زخاروفه زياته کړه چې «روسيه په افغانستان کې ملي پخلاينې ته ځانګړې پاملرنه کوي څو په دغه هېواد کې اوږده پوځي شخړه پای ته ورسيږي.»
AP/ن ص/ا ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل