1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

روسیې له تور ليست څخه د طالبانو د حذفولو لومړی ګام پورته کړی

بريښنا صابر | رويټرز
۱۴۰۳ آذر ۲۰, سه‌شنبه

روسیې له تور ليست څخه د طالبانو د لېرې کولو په موخه لومړی ګام پورته کړی دی. د روسیې د پارلمان استازو په لومړي پړاو کې هغه طرحه تصويب کړې ده چې د ترهګریزو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو حذف کولو ته لاره هواروي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزير سراج الدين حقاني
طالبانو په څو ځلي ويلي دي چې په افغانستان کې د داعش ډلې حضور ختمولو په موخه هلې ځلې کوي.انځور: Siddiqullah Alizai/AP/picture alliance

د رويټرز خبري آژانس دا خبر نن، سې شنبې (۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۱۰) د روسیې د انترفکس خبري آژانس په حواله خپور کړی دی.

دغه آژانس زياته کړې ده چې د روسیې د پارلمان د استازو مجلس يا د دوما غړيو نن، د هغه قانون په پلوۍ رایې ورکړې ده چې د مسکو د ترهګرو ډلو له تور ليست څخه د طالبانو حذفولو ته لاره هواروي.

تر اوسه د نړۍ يوه هېواد هم د طالبانو حکومت د يوه مشروع حکومت په توګه په رسميت نه دی پيژندلی، خو روسیه له طالبانو سره اړيکي پالي او ولسمشر ولاديمير پوتين، د روان میلادي کال په جولای میاشت کې ویلي ول چې طالبان یې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې متحدين دي.

مسکو له افغانستان څخه نيولې تر منځني ختيځ پورې په پرتو يو شمیر هېوادونو کې د میشتو وسله والو ډلو له لوري ستر امنيتي خطر احساسوي. روسیې د همدې يکشنبې په ورځ د وسله والو له لوري د بشار الاسد، له پرځيدو سره خپل يو ډېر ستر متحد له لاسه ورکړ. 

په مارچ میاشت کې وسله والو د مسکو ښار په څنډو کې د کنسرت پر سالونو د بريد په پايله کې ۱۴۵ کسان ووژل چې پړه یې اسلامي دولت يا داعش ډلې پر غاړه اخيسته.

امريکايي چارواکو ويلي ول چې د استخباراتي معلوماتو په حواله دغه بريد د داعش خراسان څانګي کړی چي تر ډېره په افغانستان او پاکستان کي فعاله ده.

طالبانو په څو ځلي ويلي دي چې په افغانستان کې د داعش ډلې حضور ختمولو په موخه هلې ځلې کوي.

د لوېديځ ديپلوماتان وايي چې په پراخه کچه د طالبانو په رسمیت د پيژندلو لاره به تر هغه تړلي وي ترڅو دغه ډله د ښځو د حقونو په تړاو خپله تګلاره تغير نه کړي.

طالبانو واک ته په رسېدو سره تر شپږم ټولګې پورته د نجونو ښوونځي وتړل او پر نجونو او ښځو یې د پوهنتونونو دروازې هم بندې کړې. پر دې سربیره یې د ښځو پر کار او په دې وروستيو کې په طبي زده کړو هم محدوديت وضع کړ. 

روسيه هم په افغانستان کې پيچلي او په وينه داغجن تاريخ لري. شوروي ځواکونو د ۱۹۷۹م کال په ډسمبر میاشت کې دغه هېواد اشغال کړ خو له مجاهدينو سره چې د امريکا له خوا یې سلاوې ترلاسه کولې، په يوه اوږده جګړه کې ښکيل شول.

شوروي اتحاد د وخت هغه مشر ميخايل ګورباچوف، په ۱۹۸۹م کال کې له دغه هېواد څخه خپل عسکر وايستل. تر هغه وخته پورې په افغانستان کې څه نا څه ۱۵۰۰۰ شوروي عسکر وژل شوي ول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل