1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

د بلاروس سره ګډ پوځي مانور؛ روسیې تر ږغ چټک توغندی ازمویلی

۱۴۰۴ شهریور ۲۳, یکشنبه

په داسې حال کې چې روسيه او سپينه روسيه په مشترکو پوځي تمريناتو بوخت دي، روسيې ويلي دي چې تر ږغ د چټک توغندي ازموينه يې بريالۍ وه. مسکو وايي دغه ګډ مانورونه د بل هیواد پر ضد نه دي.

تر ږغ د چټک روسي توغندي آرشيف انځور چې په توره شپه کې لوگی او د توغندي تېزه رڼا ښيي
روسيې په لومړي ځل په ۲۰۲۱ کې د زيرکون توغندی ازمويلی وانځور: imago images/SNA

د «زيرکون» په نوم توغندی د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر ۱۴مه) د «زاپاد ۲۰۲۵» پوځي مانور پر مهال د بارنتس په سمندر کې پر يو هدف ته وتوغول شو. دغه معلومات په ماسکو کې د دفاع د وزارت لخوا ورکول شوي دي. زياته شوې چې د واقعي وخت د څارنې او د عيني معلوماتو له مخې، هدف په مستقيمه توګه لګېدلی او له منځه وړل شوی دی. بارنتس سمندر د ناروې او د روسيې د اروپايي برخې په شمال کې پروت دی.

د روسيې د دفاعي چارو د وزارت په وينا، روسيې او بېلاروس د جمعې په ورځ د ناټو سازما د غړو هیوادونوخاورې پولې ته نږدې خپل ګډ لوی مانور پيل کړل. دغه تمرين چې «زاپاد ۲۰۲۵» يعني «لويديځ ۲۰۲۵» نومېږي، په دواړو هېوادونو، ختيځ سمندر او بارنتس سمندر کې ترسره کېږي.

دغه هم ولولئ: پوتین: په اوکراین کې غربي ځواکونه به زموږ «مشروع هدف» وي

 د روسيې او لوېديځې نړۍ تر منځ بې ساری زيات کړکېچ

دا مانور په داسې وخت کې تر سره کېږي چې د روسيې او لوېديځې نړۍ تر منځ بې ساری زيات کړکېچ موجود دی. پولنډ د چهارشنبې په ورځ د خپلو ناټو متحدينو په ملاتړ شکمنې روسي ډرون الوتکې د خپل هوايي حريم دننه وويشتلې. د مسکو حکومت د پېښې پړه رد کړې ده.

له دې پېښې وړاندې د پولنډ صدراعظم دونالد توسک د «زاپاد» مانورونه «ډېر تېري کوونکي» بللي وو. بېلاروس د ناټو له غړو هېوادونو لېتوانيا او لېتونيې سره هم پوله لري.

د دې مانور موخه چې د سپتمبر تر ۱۶مې به دوام وکړي، د قوماندانانو او قواوو وړتياوې، همدارنګه د ځواکونو همکاري او ښه روزنه ښودل شوي دي. د لومړۍ مرحلې په ترڅ کې به ځواکونه د روسيې او د هغې د متحد هيواد بېلاروس پر وړاندې د يو احتمالي بريد د دفاع تمرين وکړي. دويمه مرحله به د «د اتحادي دولت د سيمه‌ ييز تماميت بيا ټينګښت او د دښمن د ځپلو» پر محور متمرکزه وي. د کرملین وياند ديميتري پېسکوف د پنجشنبې په ورځ ويلي وو چې دغه تمرينونه، حتی هغه چې د پولنډ پولې ته نږدې کېږي، د بل هېڅ هېواد پر وړاندې نه دي.

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب