1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپينې روسیې ته د زیلنیسکي خبرداری

۱۴۰۱ تیر ۶, دوشنبه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د خپل ګاونډي هیواد سپينې روسیې پر خلکو غږ کړی دی چې ځان دې د روسیې د تیري په پایله کې رامنځته شوې جګړه کې نه ښکیلوي.

UK Wolodymyr Selenskyj Videobotschaft Glastonbury Festival 2022
انځور: Yui Mok/PA Wire/picture alliance

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په خپله ماښامنۍ ویډیویې وینا کې د سپينې روسیې د وګړو په مخاطب کولو سره وویل چې ځان دې د روسیې په جګړه کې نه ښکیل کوي. هغه وویل: «کرملین لادمخه ستاسې له پاره د هر څه پریکړه کړې ده. خو تاسې غلامان نه یاست او باید د توپونو خوراک نه شئ. تاسې باید مړه نه شئ.»

هغه وویل چې د سپینې روسیې ولس باید نورو ته اجازه ورنه کړي چې د دوی له پاره پریکړې وکړي. هغه زیاته کړه: «زه پوهیږم چې په بلاروس کې خلک زموږ ملاتړ کوي، یوازې زموږ، نه د جګړې. له همدې امله د روسیې رهبري غواړي تاسې په جګړه کې ښکیل کړي.»

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اونۍ په پای کې یو وار بیا د سپينې روسیې له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره ولیدل. د پوتین د یوې اعلامیې پر اساس سپينه روسیه به هم په راتلونکي کې د روسیې د اسکندر-M توغندیو سیستم یوه قرارګاه وي. دغه توغندي د اټومي سرګولولو د لیږد توان هم لري. په دې وروستیو کې اوکراین د بلاروس له طرفته د روسي ځواکونو د بریدونو خبر ورکړی و.

فون دیر لاین روسیې ته «ستراتیژیکه ماته» غواړي

د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین له ARD رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې روسیه باید یوه «ستراتیژیکه ماته» و ويني. پوتین نور نه شي کولی د جګړې ګټونکی شي.

د دې ترڅنګ فون دیر لاین وویل چې دفتر یي د ګازو د ناڅاپي کمبود په صورت کې د اروپا پر بیړنیو پلانونو کار کوي. هغې د جي ۷ سرمشریزې په څنډه کې وویل چې ملي بیړني پروګرامونه شتون لري «موږ هغه د اروپا په کچه همغږې کوو.»

د اروپایي کمېسیون دغې مشرې د آلمان له ZDF تلویزوني شبکې سره په یوه جلا مرکه کې وویل «که پوتین په مني کې د جي۲۰ په سرمشریزه کې ګډون وکړي، نور به د معمول مطابق له هغه سره تجارت نه وي. دا به مهمه وي چې هغه ته مخامخ ووایو چې موږ له هغه څخه څه توقع لرو یا په اړه یي څه فکر کوو.»

روسي رسنۍ: اوکراین یو ځل بیا د تیلو پر دستګاو ډزې کړي

ویل کیږي چې د اوکراین وسله والو ځواکونو یو وار بیا د کریمیا ټاپو په ساحل کې د نفتو د استخراج پر تاسیساتو برید کړی دی. دا رپوټ د «تاس» په نامه د روسیې خبري آژانس په سیمه کې د معتبره سرچينو په استناد ورکړی دی.

ویل کیږي چې دا په یوه اونۍ کې دویم برید دی چې ترسره کیږي. د نفتو د استخراج دغه دستګاه چې په اصل کې په اوکراین پورې اړه لري، له روسیې سره د کریمیا ټاپو تر الحاق وروسته د روسیې له خوا اشغال شو.

اوکراین په لیسیچانسک کې پر محاصره کیدو حساب کوي

وروسته له دې چې روسي ځواکونو د سیویرودونيڅک ښار ونیو، اوکراین د هغې په ګاونډ کې د لیسیچانسک پر سیمې د روسیې ځواکونو له خوا پر سختو او دوامداره بریدونو حساب کوي.

د اوکرایني ځواکونو عمومي مشر وویل چې دښمن د توپخانو په ملاتړ په مخ په زیاتیدونکي ډول هڅه کوي چې د اوکراین په ختیځ کې دغه مهم ستراتیژیک ښار د سویل له طرفه محاصره کړي. په دې ترڅ کې ملکي او پوځي زیربناوې هم په نښه شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب