1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زیلنسکي: راتلونکي ۲۴ ساعتونه د اوکراين له پاره ډېر مهم دي

۱۴۰۰ اسفند ۹, دوشنبه

پر اوکراین د روسي ځواکونو د بریدونو لړۍ روانه ده. نن د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله او د امنیت شورا جلا جلا بیړنۍ غونډې کوي. د اوکراین ولسمشر ویلي چې راتلونکي ۲۴ ساعتونه یي د هیواد له پاره ډېر مهم دي.

Krim I Russischer Panzer
انځور: Konstantin Mihalchevskiy/SNA/imago images

د بریتانيا د لومړي وزارت له دفتر څخه په خپاره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي له بورس جانسن سره تلیفوني خبرې وکړې او ورته یي وویل چې راتلونکي ۲۴ ساعتونه د اوکراین له پاره ډېر مهم دي.

 په اعلامیه کې ویل شوي چې جانسن زیلنسکي ته ډاډ ورکړی دی چې بریتانیا او متحدین به يې د دې خبرې هر ممکن کوښښ وکړي چې په هر صورت اوکراین ته دفاعي مرستې ورسول شي.

زیلنسکي وویل چې د روسیې د تیري په پایله کې په څو مهمو ښارونو کې د روانې جګړې سربیره د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د سولې خبرو اترو ته چمتو دی. نوموړي وویل: «که څه هم زه تمه نه لرم چې غونډه به کومه نتیجه ورکړي، خو بیا هم کوښښ کوو.»

د دواړو هیوادونو پلاوي به د دوشنبې په ورځ بې له قید او شرط څخه د اوکراین- بلاروس په سرحد کې سره وويني. مخکې تر دې زیلنسکي له دې امله له مذاکرتو انکار کړی و چې روسيې پر اوکراین برید کړی دی.

د اټومي جګړې ویره

د اوکراین ولسمشر په داسې یوه وخت کې د روسیې له ولسمشر سره خبرو اترو ته امادګي ښکاره کوي چې د ولادیمیر پوتین له څرګندونو څخه لویدیځ ته د اټومي جګړې پیلیدو خطر په هکله اندېښنه پيدا شوې ده.

د لویدیځ «تیری کوونکو څرګندونو» او شدیدو اقتصادي بندیزونو ته په اشارې سره پوتین د روسیې اټومي وسلو ته د تیارسۍ په حالت کې راوستلو امر کړی دی. د پوتین له دې امر سره دا ویره پیدا شوې ده، هسې نه چې پر اوکراین د برید په پایله کې په ارادي توګه یا هم تیروتنې سره اټومي جګړه پيل شي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي، د نوم پټ ساتلو په شرط ویلي دي روسي رهبرۍ د دغه هیواد ځواکونه له یوه داسې حالت سره مخامخ کړي دي، که یوه کوچنۍ تیروتنه هم وشي، نو نه یوازې دا چې حالت ډېر خرابیدلی شي، بلکې ډیر خطرناک کیدلی هم شي.

د تلفاتو لړۍ

د اوکراین د روغتیا وزارت ویلي دي چې د پنجشنبې په ورځ د روسیې د پوځي برید د پیلیدو راهیسې تر اوسه پورې د ۱۴ ماشومانو په ګډون ۳۵۲ تنه وژل شوي او ۱۶۸۴ تنه ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې ۱۱۶ یي ماشومان دي.

بل لور ته د اوکراین پوځ ویلي دي چې د یکشنبې ورځ د عسکرو له پاره ډېره ستونزمنه ورځ وه. د دوی په خبره روسي ځواکونو نږدې له هر لورې بریدونه وکړل. د رپوټونو په حواله روسي پوځ د هیواد په سویلي بندر کنترول ترلاسه کړی دی.

د ملګرو ملتونو او امنیت شورا بیړنۍ غونډه

پر اوکراین د روسیې د برید له امله رامنځته شوي وضعیت د بحث له پاره د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو دوه ادارې جلا جلا غونډې کوي، چې یوه یې د ۱۹۳ غړو عمومي غونډه او بله به یي د امنیت شورا د ۱۵ غړو ترمنځ ترسره شي. 

دا به په تیره یوه لسیزه کې لومړی ځل وي چې د ملګرو ملتونو ټول غړي د جګړې په هکله خپل نظرونه څرګندوي او د امریکا له خوا وړاندیز شوې پریکړه لیک ته به خپله رایه ورکوي چې په هغې کې«روسیه د خپلو دفاعي اقداماتو او د ملګرو ملتونو له منشور څخه د سرغړونې له کبله ګرم بلل شوې ده».

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب