1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله عبدالله د مسکو په غونډه کې د فوري اوربند غوښتنه وکړه

۱۳۹۹ اسفند ۲۸, پنجشنبه

د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا مشر د مسکو په غونډه کې په خپله وینا کې د مذاکراتو د ګړندي کولو او د فوري اوربند غوښتنه وکړه. هغه وویل چې «جګړه د حل لاره نه ده.» روسیې، امریکا، چین او پاکستان د فوري اوربند غوښتنه کړې ده.

Russland Moskau Friedenskonferenz Afrghanistan
انځور: Mojib Rahimi

د روسیې، امریکا متحده ایالاتو، چین او پاکستان چارواکو په مسکو کې د افغانستان د سولې د خبرو اترو له ګډونوالو غوښتي دي چې د فوري اوربند په هکله بحثونه وکړي. دغه خبر د تاس خبري آژانس د یوې ګډې اعلامیې له قوله ورکړی دی.

د افغانستان د ملي مصالحی د عالي شورا مشر په مسکو کې په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې «جګړه د حل لاره نه ده.» هغه وویل چې هیڅ ډله او جریان نه شي کولی په جنګ او زور سره خپله اراده پر نورو تحمیل کړي.

انځور: Mojib Rahimi

د هغه په خبره «سوله بایلونکی نه لري او جګړه ګټونکی.» د عبدالله په خبره د افغانستان حکومت د مذاکراتو ادامې او د اسلامي او ملي ارزښتونو په حفظولو سره ټولو لورو ته د منلو وړ سیاسي حل لارې موندلو ته پابند دی.

د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو غونډه د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د مارچ ۱۸مه) د روسیې په کوربتوب وشوه. په دغه یوه ورځنۍ غونډه کې د افغان چارواکو او سیاستوالو او همداشان د طالبانو یوه پلاوي ګډون درلود. همداشان په غونډه کې د روسیې، امریکا متحده ایالاتو، چین او پاکستان استازو هم حضور درلود.

انځور: Mojib Rahimi

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د معلومات له مخې عبدالله عبدالله، د مسکو په غونډه کې ویلي دي چې د دواړو لورو له خوا د بندیانو په آزادولو او د مذاکراتو په پیلیدو سره خلکو تمه درلوده چې جګړه ودریږي او تاوتریخوالی راکم شي، خو برخلاف د ټول هیواد په کچه جګړه ادامه لري او هدفي وژنې او تاوتریخوالي له ملکیانو قرباني اخلي. د ملي مصالحي د عالي شورا مشر «د مذاکراتو د بهیر د ګړندي کیدو او د فوري اوربند غوښتنه کړې» ده.

عبدالله عبدالله د مسکو دغه جلسه او په راتلونکي کې په ترکیه کې پلان شوې غونډه د دوحې د مذاکراتو د ادامې په توګه یاده کړې ده.

د طالبانو څرګندونې

د طالبانو له لوري په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یوه لس کسیز پلاوي هم په دغه غونډه کې ګډون کړی وو.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د یو لړ تویتونو په ترڅ کې د ملا برادر او د طالبانو د مرکچي پلاوي د مشر شیح عبدالحکیم حقاني، څرګندونې خپرې کړي. په دغه تویتونو کې د ملا برادر له قولي راغلي دي چې «موږ داسې یو افغان شموله اسلامي نظام غواړو چې د ولس استازیتوب وکړی شي او شته ستونزې هوارې کړي.»

انځور: Mojib Rahimi

ملا برادر ویلي دي چې طالبانو په «کافي کچه عملیات راټیټ کړي، برعکس مقابل لوري خپلو مسؤلیتونو ته پوره التزام نه دی کړی.»

په وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو ځینو چارواکو طالبان په دې تورن کړي چې خپلې ژمنې یې نه دي عملي کړي.

د مسکو د غونډې په پيل کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف وویل: «په تاسف سره د افغانستان د سولي په اړه د دوحې خبرو اترو تر اوسه مثبتي پايلي نه دي لري.» هغه هیله مندي وښوده چې د مسکو غونډه به بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي.

د افغانستان د دولت د پلاوي او طالبانو ترمنځ په دوحه کې مذاکرات په تیر سپتمبر کې پېل شول، خو دغه مذاکرات له بن بست سره مخامخ شوي او د پام وړ پرمختګ پکې نه لیدل کیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل