1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

د روسي تیلو د قیمتونو له پاره د حد ټاکلو هدف څه دی؟

۱۴۰۱ آذر ۱۲, شنبه

اروپايي اتحادیي د روسیې د تیلو د بیو له پاره یو اعظمي حد ټاکلی دی چې د جي ۷ هیوادونو هم ورسره موافقه کړې ده. امریکا وایي چې له دې اقدام سره «کیدای شي د پوتین په تر ټولو مهمې عایداتي سرچینې کې کمښت رامنځته شي».

Russland | Yukos Ölförderung in Sibirien
انځور: Alexander Korolkov/Izvestia/AP Photo/picture alliance

د امریکایي چارواکو په حواله د میاشتو میاشتو راهیسې تر روانو بحثونو وروسته، بالاخره د دسمبر په دویمه نیټه لویدیځ متحد هیوادونو د روسي تیلو له پاره د قیمتونو د اعظمي حد پر  ټاکلو موافقه وکړه.

د ټاکل شوي قیمت په اساس د روسیې د اومه تیلو د صادراتو له پاره به اوس له ۶۰ ډالره في بیلر زیاتې پیسې نه ورکول کیږي.

دا پریکړه به د روانې دسمبر میاشتې له ۵ نیټې څخه عملي کیږي او له دې سره امکان لري چې د روسیې په عایداتو کې د پام وړ کمښت راشي. له دې پریکړې سره به له یوې خوا د اوکراین د جګړې روان ساتلو له پاره د مسکو مالي امکانات اغیزمن شي او له بلې خوا به لږ عاید لرونکي اروپایي هیوادونه تر یوې اندازې د راحت ساه واخلي.

تر ټولو دمخه اروپايي اتحادیي له دې سره موافقه وکړه او لږ وروسته، د جي ۷ هیوادونو لکه متحده ایالاتو، کاناډا، جرمني، جاپان، بریتانیا، فرانسې، ایټالیا او آسترالیا هم هغه تصویب کړ.

روسیه: که د تیلو پر صادراتو مو بندیز ولګول شي، د ګازو عرضه هم بندوو

پولنډ د ډیرو ورځو راهیسې له ۶۰ ډالرو څخه هم پر کم قیمت ټینګار درلود. خو بالاخره اروپایي اتحادیي ورته قناعت ورکړ او تر دې وروسته اروپايي بلاک پر دې تړون خپل د نظر یووالی اعلان کړ.

د تړون په هکله غبرګون

تر پریکړې سمدستي وروسته د استونیا لومړي وزیر کاجاکالز په خپل تویتر ولیکل: «د روسيې له انرژۍ څخه ترلاسه کیدونکي عاید کمزوری کول، د روسیې د جنګي ماشین د درولو مترادف دی.»

په آلمان کې د روسيې پانګونې

This browser does not support the audio element.

د امریکا د خزانې وزیر جینټ ایلن وايي چې له دې تړون سره که له یوې خوا پوتین ته «په اوکراین کې د غیر قانوني جګړې له پاره د عاید عمده سرچینې د محدودولو په هدف کې بریالیتوب ترلاسه کیږي، له بلې خوا دا د نړیوالې انرژۍ تامین ته د ثبات وربخښلو په برخه کې هم مرسته کوي.»

نوموړي وویل: «د نن ورځې اعلان زمونږ د متحدینو د میاشتو میاشتو کوښښونو د پای ټکی دی او دې پایلې ته د رسیدو په برخه کې چې زمونږ متحدینو کوم زحمتونه ایستلي دي، زه یي ستاینه کوم.»

اروپايي اتحادیي، جي ۷ او آسترالیا په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي دي چې د تیل د قیمتونو له پاره د اعظمي حد ټاکلو پریکړه د دې له پاره شوې ده چې د اوکراین پر وړاندې یرغلیزه جګړه کې د روسیې د ناوړې استفادې مخه ونیول شي.

د روسیې پر اومه تیلو بندیز

اروپايي اتحادیي، جي ۷ هیوادونو او آسترالیا د دسمبر له پنځمې نیټې څخه د روسیې پر خام یا اومه تیلو دغه بندیز عملي کولو پریکړه کړې ده.

آلمانی سياستوال د اوکراين جګړې وروسته بېرته روسي ګاز واردول غواړي

د پولنډ په وینا پر اوکراین د روسیې د برید په ځواب کې تر اوسه پورې دا تر ټولو مهم بندیز دی. د دغه هیواد په حواله: «اروپايي اتحادیه د بندیزونو په داسې یوې بستې کار کوي، چې د روسیې له پاره به لا زیات تکلیف ورکوونکې او په لوړه بیه تمامه شي.»

د کله راهیسې نه چې په اوکراین کې جګړه پیل شوې ده، له هغه وخت راهیسې د لویدیځو هیوادونو اصلي هدف دا دی چې د انرژۍ له درکه د روسیې عایداتي سرچینې محدودې کړای شي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل