1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

تر کریسمس وروسته د جګړې ختمولو له پاره د زیلنسکي وړاندیز

۱۴۰۱ آذر ۲۲, سه‌شنبه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي روسیې ته وړاندیز کړی دی چې د اوکراین له خاورې څخه د خپلو پوځي ځواکونو په ایستلو سره دي تر کریسمس وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ د جګړې بندیدو سبب شي.

Volodymyr Zelensky
انځور: AFP/Getty Images

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په غیر مستقیم ډول اشاره کړې ده چې که روسیه تر کریسمس وروسته خپل پوځي واحدونه له اوکراین څخه وباسي، دا به د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې پای ته رسیدو سبب شي.

د اوکراین ولسمشر د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د دسمبر ۱۲)، د یوه ویډیویي کنفرانس له لارې په برلین کې د جي ۷ سرمشریزې ته اشاره وکړه چې روسیه له دې اقدام سره کولی شي خپل واقعي نیت مشخص کړي.

ولودیمیر زیلنسکي په دې غونډه کې زیاته کړه: «که روسیه له اوکراین څخه خپل پوځ وباسي دا کار به هرومرو د جنګي فعالیتونو د دریدو سبب شي. زه داسې کوم دلیل نه وينم چې روسیه دې دا کار د کریسمس په درشل کې ترسره نه کړي.»

زيلنسکي له جي ۷ هېوادونو څخه د نور طبعی گاز غوښتنه کړې

په ورته وخت کې زیلنسکي په دې باور دی چې روسیه په اوس وخت کې اراده لري چې د برېښنا د تامينولو پر مرکزونو خپل بریدونه زیات کړي.

د اوکراین ولسمشر د دوشنبې تر غرمې وروسته په خپله ورځنۍ ویډیویې وینا کې واضح کړه: «موږ د روسیې له خوا تر هر برید وروسته د امکان تر حده خپل سیستم بیرته رغوو. هر څه د ترسره کیدو په حال کې دي، څو د ویجاړیو د بیرته رغونې له پاره نوي تجهیزات هیواد ته وارد کړای شي.»

نوموړي زیاته کړه: «خو سره له دې باید په پام کې ونیول شي چې روسیې د ترور له تکتیکونو څخه لاس نه دی اخیستی.»

اوکراین ژر د ځوابي عملیاتو د پيلولو اعلان کړی

زیلنسکي د روسیې له خوا د پراخو توغندیزو بریدونو د نه ترسره کیدو په برخه کې پيش بیني کوي چې د دې علت «نوو بریدونو ته د دښمن تیاریدل دي.»

د اوکراین ولسمشر همدارنګه د خپل هیواد له خلکو وغوښتل چې «د هوایي بریدونو خبردار دې جدي وګڼي، څو د هر ډول احتمالي پيښې له پاره تیار اوسي».

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل