1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې د امریکا د نوې امنيتي ستراتيژۍ هرکلی وکړ

۱۴۰۴ آذر ۱۶, یکشنبه

روسیې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت له نوې ستراتيژۍ هرکلی وکړ او د دوه اړخیزو اړیکو له پاره ېې مثبت ګام بللی دی. کریملین وايي د دغې ستراتيژي له مخې روسیه نور د امریکا له پاره یو مستقیم ګواښ نه دی.

آرشیف - د کریملین ویاند دیمیتري پېسکوف
د کریملین ویاند دیمیتري پېسکوف یکشنبه د دسمبر ۷مه د مسکو په تړاو د ترمپ ادارې په ليدلوري کې له بدلون هرکلی وکړانځور: ITAR-TASS/IMAGO

د کریملین ویاند دیمیتري پېسکوف یکشنبه د دسمبر ۷مه د مسکو په تړاو د ترمپ ادارې په ليدلوري کې له بدلون هرکلی وکړ. هغه د روسيې دولتي خبري آژانس، تاس، ته وویل دا یو مثبت ګام دی چې روسیه نور د امریکا له پاره یو مستقیم ګواښ نه دی.

پېسکوف زیاته کړه چې مسکو به د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت نوې ستراتيژۍ له نژدې مطالعه کړي او اشاره ېې وکړه چې د روسیې په تړاو د امریکا اوسنی ليدلوری د پخواني هغه په پرتله متفاوت دی.

سپينې ماڼۍ د امریکا د ملي امنیت نوې ستراتيژي د پنجشنبې په ورځ خپره کړه.

په نوې ستراتيژۍ کې په اوکراین کې د جګړې پای د امریکا د یو کلیدي منفعت په توګه ښودل شوی، خو د روسیې په هکله پکې څو مهمې نیوکې شوي.

ستراتيژي ټينګار کوي چې د «اروپايي اقتصادونو د تثبیت، د ناغوښتلو تشدیدونو د مخنيوي یا د جګړې د غځولو له پاره» د خصومتونو پای ضروري دی او دغه راز له مسکو سره د «ستراتيژيک ثبات» غوښتنه کوي.

په مقابل کې دغه ستراتيژي پر اروپا نیوکه کوي چې د دیموکراسۍ او بیان آزادۍ کمرنګه کېدو ته پکې اشاره شوې او د رغوونکي اقدام غوښتنه کوي.

د ترمپ ادارې په نوې ستراتيژۍ کې د مهاجرت قوانینو په ګډون د «بیان آزادۍ سانسور، د سیاسي اپوزیسیون سرکوبه کولو، د زیږون ارقامو لوړېدا او د ملي هویتونو او پر ځان باور له لاسه ورکولو» موضوعاتو ته هم اشاره شوې ده.   

اروپايي حکومتونو دغه ستراتيژي په چټکۍ سره غندلې ده. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول د بیان آزادۍ په تړاو د امریکا متحده ایالاتو نېوکه رد کړه او وې ویل چې هغه په دې باور نه و چې «څوک دې په دې ارتباط اړ وي چې موږ ته نصیحت وکړي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل