روسیې د تیري جمعې په ورځ (د می ۱۴ مه) اعلان وکړ، چي دغه اقدام د جمهوررئیس ولاد یمیر پوتین تر یوه فرمان وروسته تر سره سوی دی.
د غیر دوست هیوادو په درجه بندي کي شاملیدل پدې معنی دي، چي د دغو درو هیوادونو تر منځ به ډیپلوماتیکي نمایندګي محدودي او راکمي سي. داسي چي د چک جمهوریت په خپلو ډیپلوماتیکو نمایندګیو کي فقط د ۱۹ روسي اتباعو د استخدام اجازه لري او امریکا یې بیا هیڅ نلري.
دغه اقدام د روسیې پرضد د امریکا او چک د جهوریت د متقابلو اقداماتو په چوکاټ کي تر سره کیږي. دغو دواړو هیوادو په دې اواخرو کي یو تعداد روسي ډیپلوماټان د خپلو هیوادونو څخه وایستل.
په تیر اپریل میاشت کي د امریکا متحده ایالاتو ۱۰ روسي ډیپلوماټان د خپلي خاوري څخه اخراج کړل. د دې اقدام دلیل د امریکا د تیر کال په انتخاباتو کي د روسیې مداخله او همدغه هیواد لخوا هکري بریدونه ذکر سوي دي.
د چک جمهوریت هم په ۲۰۱۴ م کال کي د نظامي تجهیزاتو د یوه ډیپو په انفجارونو کي د روسیې د استخباراتي سازمانو د لاس درلودلو په دلیل دغه هیواد مقصر وباله او په همدې دلیل یې روسي ډيپلوماټان اخراج کړل. خو مسکو بیا د چک د جمهوریت دغه ټوله تورونه رد کړي دي.
د روسیې تر وروستي اقدام وروسته د چک د جمهوریت خارجه وزارت پرروسیې باندي تور لګولی دی، چي دغه اقدام یې یوازي ددغه هیواد پر ضد نه ، بلکه په مجموع کي د «ټولي اروپا» پر ضد پورته کړی دی. د همدغه وزارت په حواله، مګر دغه اقدام تر ټولو دمخه روسیې ته تاوان رسوي.
د اروپا د اتحادیې په حواله د روسیې تازه اقدام د ډیپلوماتیکو روابطو په اړه د ویانا د کنوانسیون سره په کامل تضاد کي قرار لري. دغه اقدام به د دغو درو هیوادونو پر ټوریسم، تجارت او هغوی د اتباعو پر روابطو باندي هم منفي تأثیر وکړي.
د اروپا اتحادیې د چک د جمهوریت سره کامله همبستګي اعلان کړه
د اروپا د اتحادیې رئیس، چارلز میشل د چک د جمهوریت څخه ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل، چي د روسیې دغه اقدام به بین المللي روابط لا متشنج کړي. هغه د روسیې څخه وغوښتل، چي د ډیپلوماتیکو روابطو په ارتباط کاملأ د وینا کنوانسیون ته متعهد پاته سي. میشل پخپل تویت کي ولیکل، چي «د اروپا د اتحادیې د تجزیه کیدو کوښښونه بې فایدې دي. موږ د چک د جمهوریت سره کامله همبستګي اعلانوو.»
د امریکا نوي جمهوررییس، جوبایدن نسبت پخواني جمهوررییس دونالد ترمپ ته د روسیې پرضد سخته تګلاره وضع کړې ده. ددغو دواړو هیوادو ترمنځ روابط د شرقي اوکراین د شخړي او روسي منتقد، الکسي ناوالني په مقابل کي د روسیې د چلند په دلیل ډیر متشنج سوي دي.
په همدې ارتباط بایدن د ABC خبري چینل سره په تیر مارچ میاشت کي د دې سوال په مقابل کي، چي پوتین «قاتل»دی، مثبت جواب ورکړ.
آ./م.ق./ا.ا.
د سپيري د تازه رپوټ په حواله، اوس په نړۍ کې د اټومي وسلو شمیر کم شوی دی، خو د اټومې وسلو درلودونکي هیوادونه خپل اټومي بمونه لا عصري او وژونکي کوي. دا چې کوم هیواد څومره اټومي بمونه لري، په انځوريز رپوټ کې يې ولولئ!
انځور: Getty Images/AFP/J. Samadد سپيرې رپوټ وايي چې اوس مهال روسيه د نړۍ په سطحه تر ټولو ډيرې يعنې ۶۳۷۵ اټومې وسلې لري. روسيې اوس مهال ۱۵۷۰ اټومې وسلې نصب کړې هم دي. پخواني شوروي اتحاد د لومړي ځل له پاره ۱۹۴۹م کال کي اټومې آزموينه کړې وه. په ۲۰۱۵م کې روسيې ۸۰۰۰ اټومې وسلې درولودلې. سپرې دا هم ويلی دی چې روسیه او امريکا نوې او قیمتي اټومې وسلې تولیدوي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Anotonov د سپيري په حواله، امريکا اوس مهال ۵۸۰۰ اټومې وسلې لري چې ۱۷۵۰ يې نصب کړل شوي هم دي. امريکا په لومړي ځل په ۱۹۴۵م کال کې خپله اټومي آزموينه وکړه چې يو څه موده وروسته يې د جاپان پر هيروشيما او ناګاساکي ښارونو اټومې بمونه استعمال کړل. د ترمپ اداره اوس د اټومي وسلو پر عصری کولو کار کوي. امريکا د ۲۰۱۹م کال راهیسې د اتومي وسلو د ذخیرو په اړه د معلوماتو خپرول درولي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Riedelاټکل کيږي چې چين اوس مهال ۳۲۰ اټومي بمونه لري او د سيپرې رپوټ په حواله چین هم اوسمهال د خپلو اټومي وسلو سيستم پر لا عصري کولو کار کوي. چين د آسيا تر ټولو بډای هيواد دی او د نړۍ په سطحه تر ټولو ستر پوځ لري. خو پوځي واقعي وړتيا په اړه يې او دا چې څومره نصب کړې اټومې وسلي لرې، معلومات نشته. چين خپله لومړنۍ اټومي آزموینه په کال ۱۹۶۴ کې کړې وه.
انځور: picture alliance/Xinhua/L. Binد اروپا په سطحه تر ټولو ډيره اټومې وسله فرانسه لري. شمیر يې ۲۹۰ ښودل شوی دی چې له ډلې څخه يې ۲۸۰ يې نصب کړل شوي دي. فرانسې په ۱۹۶۰م کال کې د اټومي وسلو جوړولو تکنالوژي ته لاسرسی پيدا کړ. سيپرې وايي چې فرانسه اوس هم تر يوه حده پورې د خپلو اټومي وسلو په اړه معلومات خپروي.
انځور: picture-alliance/dpa/J.-L. Brunetبريتانيا خپله لومړنۍ اټومي آزموینه په ۱۹۵۲م کال کې ترسره کړه. بريټانيا چې د امریکا متحده ايالاتو نژدې دوست هیواد دی، په ۲۱۵ شمیر کې اټومې وسلې لري چې ۱۲۰ يې نصب کړل شوي دي. دغه هیواد ويلي دی چې د خپلو اټومي وسلو زیرمه يې لږ کړې او ۱۸۰ ته يې راښکته کړې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/Poa/British Ministry of Defence/T. Mcdonalد پاکستان د اټومي وسلو شمیر ۱۶۰ ته رسیږي. د سيپري په حواله، وروسته له هغې چې پاکستان په ۱۹۹۸م کال کې اټومي بم جوړ کړ، دغه هیواد او هند د مختلفو اټومي وسلو تولید ته زور ورکړ. د پاکستان او هندوستان په حواله د دوی د اټومي وسلي يوازې د دفاعی مقصدونو له پاره دي. دغه دوه هیوادونه چې ښه مناسبات نه لري، د چارو کارپوهان وايي که تر منځ يې جګړه ونښلی نو په اټومي جګړه هم بدلیدلای شي.
انځور: picture-alliance/APهندوستان د ۱۵۰ اټومي بمونه لري. هند خپله لومړنۍ اټومي آزموينه په ۱۹۷۴م کال کي او دوهمه يې ۱۹۹۸ کې وکړه. هند ژمنه کړې چې له چين او پاکستان سره د سرحدي ستونزو پر لرلو سربیره به د خپلې خوا په لومړي ځل اټومې حملې نه کوي. پاکستان او هند د خپلو توغندیزو آزموينو په اړه معلومات خپروي، خو د اټومي وسلو په اړه يې ډير لږ معلومات خپاره کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Swarupهندوستان تر ۱۱۰ پورې اټومي بمونه لري. هند خپله لومړنۍ اټومي آزموينه په کال ۱۹۷۴ او دوهمه يې ۱۹۹۸ کې ترسره کړې ده. دغه هیواد ژمن دی چې چين او پاکستان سره د سرحدي ستونزو د لرلو سربیره به د خپلې خوا په لومړي ځل اټومې حملې نه ترسره کوي.
انځور: Reutersاسرائيل چې د ۱۹۴۸ تر ۱۹۷۳ کال پورې يې درې ځله له عربي هیوادونو سره جګړې کړې دي، د اټومي وسلو شمير يې ۹۰ ته رسیږي. اسرائيل د خپل سیاست له مخې اوس هم د خپلو اټومي پروګرامونو په اړه هيڅ معلومات نه خپروي.
انځور: Reuters/M. Kahanaشمالی کوریا له ۳۰ نه نيولې تر ۴۰ پورې اټومي وسلې لرې. تیر کال د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ او د شمالي کوريا رهبر کيم جونګ وليدل. تر دغې ليدنې وروسته شمالي کوريا د خپلو توغندويزو او اټومي آزموينو د درولو اعلان وکړ. که څه هم د شمالي کوريا اصلي ستونزه له سويلي کوریا سره ده، خو بیا هم لويديځ د دغه هيواد له اټومي پروګرام څخه انديښنه لري.
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/KCNA/Korea News Service د ملګرو ملتونو له خوا پر لګول شوو تحریمونو سربیره، شمالي کوريا په ۲۰۰۶م کال کې د اټومي وسلو یوه آزموینه ترسره کړې وه.
انځور: Reuters