د انټرفکس خبري آژانس په حواله په کابل کي د روسیې سفیر، دیمیتري ژیرینوف ویلي دي چي روسیه به د افغان محصلینو د یوه بل ګروپ د ایستلو زمینه هم برابره کړي، چي غواړي د روسيې په عالي مؤسسو کي خپلو تحصیلاتو ته ادامه ورکړي.
ژیرینوف د خبریالانو په مخکي د افغانستان سره د بشردوستانه کومکونو د یوې بلي محمولې د تحویلولو خبره هم وکړه. دغه روسي ډیپلوماټ ویلي دي، چي د روسیې سفارت په دې اړه ډیر اقدامات تر لاس لاندي نیولي دي.
هغه زياته کړه چې لکه مخکي چې مو خپل اتباع راجمع کړل، اوس به د ټول افغانستان څخه محصلین هم راټول کړو. په خبره یې تر ټولو مهمه داده، چي دا کار باید په هماهنګي کي تر سره سي، تر څو د روسي اتباعو او افغان محصلینو د کامل امنیت تضمین او د افغانستان څخه د هغوی د ارام وتلو امکانات بر ابر کړو.
د سفیر به خبره به نن چارشنبه ۳۶ ټنه غذايي مواد کابل ته تسلیم سي او په نظر کي دي، چي د بشردوستانه کومکونو یوه بله محموله هم افغانستان ته تسلیم سي.
د افغانستان خصوصي پوهنتونو د سه شنبې په ورځ په کابل کي يو نندارتون پرانيست. د دوی مومخه د پوهنتونو د زده کړو پروگرامونه معرفي کول ول. دا په داسي حال کي ده چي د ۱۳۹۳کال د کانکور آزمويني پايلي هم خپرې سوي دي.
انځور: DW/H.Siratدغه نندارتون د کابل په نوي ښار کي پرانيستل سوی وو او ډير ځوانان ئې نندارې ته ورغلي ول. په دغه ورځ د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د ۱۳۹۳کال د کانکور آزمويني پايلي هم اعلان کړې او ويلي ئې دي چي تر ۱۰۰ زيات کسان په دغه آزموينه کي بې نتيجې پاته سوي دي.
انځور: DW/H.Siratد دې نندارتون موخه هغو ځوانانو ته د خپلو کتابونو، پروگرامونو او تحصلي رشتو معرفي کول دي چي غواړي په روان کال کي په دغو خصوصي پوهنتونو کي شامل سي.
انځور: DW/H.Siratپه دغه نندارتون کي يو شمېر پوهنتونو خپل درسې پروگرامه وړاندي کړي ول. خو يوه خبره ده چي په خصوصي پوهنتونو کي پيسي هم ډېر غوښتل کيږي چي هر څوک ئې توان هم نه لري.
انځور: DW/H.Siratپه دغه نندارتون کي په صنفونو کي د نوي تکنالوژۍ په مرسته تدرس هم وښوول سو. په دغه انځور کي زړه ته د ويني پمپول محصلانو ته ښوول کيږي. هغه ځوانان چي دغه نندارتون ته ورغلي ول وايي چي که په پوهنتونو کي له دغه شان شيوو څخه کار واخيستل سي د زده کړي کيفيت به تر پخوا ډېر ښه وي.
انځور: DW/H.Siratټولو خصوصي پوهنتونو خپلي درسي کتابونه نندارې ته وړاندي کړي ول.
انځور: DW/H.Siratهر کال په زرونو ځوانان دولتي پوهنتونو ته تر نه لار موندني وروسته په خصوصي پوهنتونو کي شامليږي. خو په دغو پوهنتونو کي د متخصصو استادانو نه ستوالي بيا يوه ستونزه ده.
انځور: DW/H.Siratپه دغه نندارتون کي یو شمېر کتاب پلورنځيو هم خپل کتابونه نندارې ته وړاندي کړي ول.
انځور: DW/H.Siratدا په افغانستان کي د خصوصي پوهنتونو لومړی نندارتون وو. دوی وايي که دغه شان نندارتونونه ډېر سي د پوهنتونو ترمنځ به سالم رقابت هم پيل سي.
انځور: DW/H.Siratپه افغانستان کي اوس يوه ستونزده دا ده چي هرکال په زرونو ځوانان د کانکور په ازموينه کي بې نتيجې پاتيږي او کار هم ځان ته نسي پيدا کولای.
انځور: DW/H.Siratدغه يو ورځنی نندارتون د کابل د نوي ښار په «کابل مال» ودانۍ کي جوړ سوی وو.
انځور: DW/H.Sirat