د اوکراین په سومي علاقه کې پوځي ادارې پر تلیګرام لیکلي چې د تېرې شپې حملو په ټپیانو کې دوه ېې ماشومان دي. سرچينې زیاته کړې چې د روسي ځواکونو په دغو حملو کې زیات شمېر کورونه او موټرونه تخریب شوي دي.
د اوکراین د ادعا په تړاو د روسيې له لوري په سملاسي توګه کوم غبرګون نه دی ښوول شوی.
په عین وخت کې روسيې هم ويلي چې تېره شپه ېې د بیلګورد په فضا کې له اوکراينه پورته شوي دوه ډرونونه له منځه وړي دي.
ولي د روسیې کورسک سیمه د اوکراین له پاره مهمه ده؟
رويټرز خبري آژانس بیا زیاتوي چې د اوکراین او روسیې دغه ادعاوې په خپلواکه توګه تائيدولی نشي.
اوکراین دغه راز ادعا کړې چې تېره شپه ېې د روسيې د ۲۳ ډرون بريدونو له ډلې ۱۵ ېې شنډ کړي دي. سرچینه زیاتوي چې روسيې تېره شپه له دې علاوه یو رهبري شوی توغندی هم پر اواکراین توغولی دی.
د اوکراین دافع هوا ځواکونو پر تلیګرام ليکلي چې دوه ډرونونه او درې توغندي خپل هدف ته ونه رسېدل چې په احتمال سره د اوکراین د الیکترونکي جنګي سیستم په واسطه له منځه وړل شوي دي.
سومي د روسيې سرحد ته نژدې پرته سیمه ده چې په پر له پسې توګه د روسي ځواکونو تر حملو لاندې نيول کيږي.
د اوکراین سومي او د روسیې بلګورود سيمې په وروستیو کې د پر له پسې حملو شاهدانې دي. دواړه خواوې پر یو بل تور لګوي چې په حملو کې ېې ملکیان او زیربنايي تاسیسات په نخښه کوي.
آژانسونه: ک. ص/ خ.ح
اوکراین: د جګړې پر مهال د تعلیمي کال پیل کیدل
نوی تعلیمي کال پیل شو، خو په اوکراین کې زده کوونکي نه شي کولای د ښوونځیو په عادي ټولګیو کې کیني. په ځینو سیمو کې د امنیتي لاملونو له کبله ټولګي په تهکاویو، یا د مترو په تمځایونو کې جوړ شوي، لکه دلته په خارکیف کې.
انځور: Madeleine Kelly/ZUMAPRESS.com/dpa/picture alliance د دوبي رخصتۍ پای ته ورسېدې او همدارنکه په اوکراین کې د سپتمبر لومړۍ نیټه د ښوونځيو د پیل ورځ وه. آنلاین او یا هم په حضوري او انلاین بڼه ترسره کیدونکي زده کړې په ځینو سیمو کې د جګړې لومړیو کرښو ته نږدې پرتې دي. په خارکیف کې هڅې روانې دي چې د ماشومان لپاره د مترو په تمځایونو کې خوندي ټولګي جوړ کړي، څو په خوندي توګه زده کړي وکړي. د مترو تمځای کې یوه ښوونکې له یوې زده کوونکې سره ټولګي ته روانه ده.
انځور: Madeleine Kelly/ZUMAPRESS.com/dpa/picture alliance په ټوله کې د اوکراین د شاوخوا ۳،۷ ملیونه زده کوونکو له پاره نوی ښوونیز کال پیل شو. همدارنګه د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي هم ټولو زده کوونکو او ښوونکو ته د تعلیمي کال د مبارکي ترڅنګ هغوی ته د بریا ډک کال لرلو هیله څرګنده کړه.
انځور: Ashley Chan/SOPA Images/ZUMA Press Wire/picture allianceیوه ښوونکې په ټولګي کې زده کوونکو ته ښه راغلاست وایي. ښوونکو ډیره هڅه کړې وه چې پر ناړوه شرایطو سربیره هم په ښایستو رنګونو سینګار کړي، څو ماشومانو ته د امکان تر حده ماشومانو ته یو ارام او له رنګونو ډک چاپیریال برابر کړي.
انځور: Vyacheslav Madiyevskyy/Avalon/dpa/picture alliance له درسي ټولګیو څخه د ښاروال لیدنه
د ښوونځي په لومړۍ ورځ د خارکیف ښاروال د مترو په تمځای کې جوړ شوي د ښوونځي یوي ټولګي ته ورغی. په ټوله کې ۶۰ درسي ټولګي جوړ شوي چې له زرو زیات زده کوونکي کولای شي په حضوري ډول دغو ټولګیو کې ګډون وکړي.
انځور: Madeleine Kelly/ZUMA Press Wire/dpa/picture alliance د توغندیو د بریدونو سربیره ښکلي صنفونه
په ګډه زده کړه او له ښوونکو سره په مستقیم ډول د نظر او معلوماتو تبادله په ځانګړي توګه د ماشومانو له پاره مهمه وي. د جګړې له پیل راهیسې، په لویو ښارونو کې ښوونځي دې ته دې مجبوره شوي چې په آنلان توګه تدریس پلان کړي. دا ځکه چې دا ښار د دې هېواد په ختیځه برخه کې د روسیې پولې ته څېرمه موقعیت لري او چارواکي ویره لري چې ښایي ښوونځي یو اسانه هدف وي.
انځور: Ashley Chan/SOPA Images/ZUMA Press Wire/picture allianceد اوکراین د دوهم ستر ښار د مترو په تمځای کې د جوړ شوي ښوونځي د باندې د یوه ماشوم مور وايي چې «ماشومان به دې جوګه واوسي چې سره وویني او د خبرو کولو له پاره یوه ګډه ژبه ومومي.» دغه مور وایي چې هغه په بشپړ ډول د دې کار ملاتړ کوي.
انځور: Vyacheslav Madiyevskyy/Avalon/dpa/picture alliance / Photoshotهغه سروس چې زده کوونکي کورونو ته رسوي
د ښوونځي وخت پای ته ورسید او خپلو کورونو ته د تلو وخت دی. د رخصتۍ وروسته زده کوونکي هغه سرویس ته ورپورته کیږي چې د باندې دوی ته ولاړ دی. په دې ډول له په تهکاوۍ کې له ښوونځي څخه تر کوره د ماشومانو د رسولو دا خوندي لار ده.
انځور: Vyacheslav Madiyevskyy/Avalon/dpa/picture alliance / Photoshot