1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيروسیه

روسیه وايي د اوکراین ۱۵۸ ډرونونه ېې راغورځولي

۱۴۰۳ شهریور ۱۱, یکشنبه

د روسيې دفاع وزارت ادعا کړې چې تېره شپه ېې د روسیې په ۱۵ سيمو کې د اوکراین ۱۵۸ ډرونونه راغورځولي دي. د روسیې په شرق کې یوه چورلکه چې ۲۲ کسان په کې سپاره ول لادرکه شوې ده.

Russland | Moskau Brand in Ölraffinerie
انځور: IMAGO/ITAR-TASS

د روسيې دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د سپتمبر لومړۍ) وویل چې تېره شپه ېې د روسيې په ۱۵ سیمو کې د اوکراين ۱۵۸ ډرونونه راغورځولي چې په دې ډله کې دوه ېې پلازمينه ماسکو کې وېشتل شوي دي.

دغه وزارت پر ټلیګرام شبکه لیکلي چې تر ټولو ډېر ډرونونه چې شمېر ېې ۱۲۲ ښودلی اوکراین سرحد ته نژدې په کورسک، بریانسک، وورونژ او بلګورود سيمو کې راغورځول شوي دي.

په يو بل خبر کې د روسي چارواکو له قوله ویل شوي چې د اوکراین د تېرې شپې ډرون بريدونو کې د روسيې د انرژۍ تاسیسات او تصفيه خانې په نخښه شوي دي.

د بازا په نوم تلیګرام چینل چې د روسيې امنيتی ارګانونو ته نژدې دی ويلي چې په تور سیمه کې ېې د کوناکوفو د انرژۍ ستیشن ته نژدې د چاودنو غږونه اورېدلي دي. کوناکوفو د روسيې په مرکزي علاقه کې د انرژۍ د تولید تر ټولو ستر مرکز دی.

د سيمې والي ایګور رودینیا وويل چې پلازمينې ته نژدې په شمال غرب کې پنځه ډرونونه له منځه وړل شوي خو په دې پېښو کې د ممکنه اوښتو ځاني او مالي تلفاتو په هکله ېې څه ونه ويل.

. د مسکو ښاروال سيرګي سوبیان هم ويلي چې یوه ډرون د مسکو د تېلو د تولید تصفیه خانې ته نژدې له منځه وړل شوې ده. هغه وويل چې کارخانې ته زیان نه دی رسېدلی.

د روسيې د بېړنیو پېښو ته د رسېدګۍ وزارت ویلي چې نن یکشنبه له ۶۰ ډېر پلټونکي په سیمه کې د څرخي الوتکې لټون کوي.

دغه وزارت ويلي چې دغه لټون په داسې حال کې ادامه لري چې په سیمه کې تند باد او تیز باران وریږي.

یاد وزارت ویلي چې د لادرکه شوې څرخي الوتکې د موقعیت د تشخیص په موخه له یو پوځي مرکزه د ژغورنې ۷ عاجل ټيمونه استول شوي دي. 

کامچاتکا نیمه ټاپو د روسيې پلازمينې مسکو شرق ته په شاوخوا ۷۱۰۰ کيلومترۍ کې پرته ده.

روسي چارواکو پر تليګرام ويلی د اوونۍ په پای کې په دغه سیمه کې سخت ورښت او شدید توپان پيل شوی چې تمه ده شدت به ېې د یکشنبې ورځې په پای کې راکم شي.

 mks/aa/(AFP/Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب