1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيروسیه

په مسکو کې يو لوړپوړی جنرال وژل شوی

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز
۱۴۰۴ دی ۱, دوشنبه

د مسکو په جنوب کې په يوه موټر بم بريد کې روسی جنرال فانيل سروروف، وژل شوی دی. روسي پلټونکي په بريد کې د اوکراين د استخباراتي خدماتو د احتمالي ښکيلتيا په اړه لټه پېل کړې ده.

په مسکو کې تر بريد وروسته پولیس ليدل کيږي چې د پېښې ساحه یې بنده کړې
د روسیې فدرالي پلټونکو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی دی چې يو روسی جنرال د مسکو په جنوب کې د يوه موټر بم بريد په پايله کې وژل شوی دی.انځور: AP Photo/dpa/picture alliance

د روسیې فدرالي پلټونکو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی دی چې يو روسی جنرال د مسکو په جنوب کې د يوه موټر بم بريد په پايله کې وژل شوی دی.

زیاته شوې ده چې جنرال فانيل سروروف، چې د روسیې د وسله والو ځواکونو د لوې درستیز د عملياتي روزنې د ادارې مشر وو، د ور اوښتو ټپونو له کبله ژوند له لاسه ورکړی دی.

د روسیې د پلټوونکې کمېټې وياندې سويتلانا پيرينکو، وويل: «پلټونکي د قتل د پلټنې په ترڅ کې پر يو شمیر اړخونو باندې کار کوي. له دوی څخه یې يو دا دی چې آيا دا جرم د اوکراين د استخباراتي خدماتو له خوا طراحي شوی دی.»

اوکراين پر يو شمیر لوړپوړو چارواکو بریدونو باندې تورن دی

د ۲۰۲۲م کال په فيبرورۍ کې پر اوکراين باندې د روسیې له بشپړ يرغل راهېسې پر کيف باندې د يو شمیر ورته بريدونو د ترسره کولو تور پورې شوی دی.

په اپريل میاشت کې په مسکو کې يوه بريد جنرال ياروسلاو مسلاليک، وژلی وو، نوموړی د پوځ د مرکزي عملياتي ادارې مرستيال مشر وو.

د رپوټونو پر اساس د ۲۰۲۴م کال په دسمبر کې د شوي يوه بريد مسئوليت د اوکراين پر استخباراتي خدماتو اچول شوی وو چې د روسیې د اتومي، بيالوژيکي او کیمياوي بريدونو د مخنيوي د ادارې مشر جنرال ايګور کيريلوف، پکې وژل شوی وو.

جنرال کيريلوف، او د هغه مرستيال اليا پوليکارپوف، د کيريلوف، د اپارتمان دباندې په يوه اليکترونيکي موټر سايکل کې د ځای پر ځای شوي بم په چاودنه کې ووژل شول.  

اړونده موضوع: رپوټ: د امریکا اطلاعاتو په اوکراین کي د روسي جنرالانو په وژل کیدو کي نقش درلود

هغه وخت د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین، د کيريلوف، وژنه د هېواد د استخباراتي ادارو له خوا د «يوې سترې تیروتنې» په توګه ياده کړې وه چې باید زده کړه ترې وشي څو اغیزمنتوب ته وده ورکړل شي.

د روسیې د يوځ يو بلاګر ماکسيم فومين، د ۲۰۲۳م کال په اپريل میاشت کې د سانت پيترزبوګ ښار په يوه قهوه خانه يا کيفې که د يوې چاودنې په ترڅ کې ووژل شول. د ۲۰۲۲م کال په اګست میاشت کې يوه موټر بم بريد د يوه ډېر افراطي ناسيونالیست نظريه لرونکي الکساندر توګين، لور ووژله.  

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب