روسي قانون جوړونکو یوه نوې قانوني مسوده تائیده کړې ده چې د بې اولادۍ ژوند ته هڅونکو موادو پر تبلیغ بندیز لګوي. دغه پریکړه په داسې یوه وخت کې کیږي چې په روسیه کې د ماشوم زیږونې کچه تر ټولو ټيټ حد ته رسیدلې ده او ولسمشر پوتین پر کورنیو ټينګار کړی دی چې ډیر ماشومان وزیږوي.
د روسیې د پارلمان مشر ویاچسلاو وولودن، د دې اقدام پر ارزښت ټینګار کولو سره وویل: «موږ باید خپل ځوان نسل له دې مفکورې څخه وساتو چې د انټرنټ، فلمونو، رسنیو او تبلیغاتو په وسیله په عام خلکو کې د بې اولادۍ ژوند کولو طرز ته وده ورکوي.»
وولودن زیاته کړه: «موږ د ماشومانو، کورنیو او دودیزې واکمنۍ د ساتنې په خاطر یو مستحکم قانوني چوکاټ جوړوو.»
دغه مسوده د لومړي ځل له پاره پارلمان ته وړاندې شوې ده او پر قانون د بدلیدو له پاره باید له دوو نورو پړاونو څخه تیر شي. وولودن دا «د ایډیالوژیکې جګړې» یوه برخه وبلله چې په دې لړ کې د روسیې سترې محکمې په ۲۰۲۳م کال کې د همجنسبازانو د حقونو نړیوال غورڅنګ د منع کولو پریکړه کړې وه.
ولسمشر پوتین پر کورنیو ټينګار کړی دی چې ډیر ماشومان وزیږويانځور: Sergei Karpukhin/SPUTNIK/REUTERS یوې روسۍ میرمنې دویچه ویله ته په دې هکله وویل چې دې خبر ډیر خواشینې کړې ده. نوموړۍ دې اقدام ته په روسیه کې د «ښځو د حقونو د لا زیات محدودولو د یوې بلې هڅې» نوم ورکړ.
د «بې اولادۍ ژوند» دودونکو ته مجازات د دې قانون پر اساس که کوم شخص د بې اولادۍ ژوند ترغیب کوي، تر ۴۰۰ زره روبلو (نږدې ۴ زره یورو پورې) جریمه کیدلی شي. سربیره پر دې که همدغه سرغړونه د کوم کاروباري ادارې له خوا صورت نیسي، نو کیدای شي تر پنځه میلیونه روبلو پورې جریمه شي.
په دې قانوني مسوده کې دا هم ویل شوي دي چې که په روسیه کې کوم بهرنی تبع دغه قانون تر پښو لاندې کوي، نو کیدای شي د اخراج کیدو له سزا سره مخامخ شي.
دغه قانوني مسوده په یوه داسې وخت کې تائیده شوې ده چې په روسیه کې د ماشوم د زیږیدو کچه په تیرو ۲۵ کلونو کې تر ټولو ټیټ حد ته رسیدلې ده.
د روسیې د پارلمان غړۍ ایلویرا ائینکولوفاني، چې د دې قانونې مسودې یوه له ملاتړ کوونکو څخه ده، وویل: «په روسیه کې ۲۲ سلنه جوړې[میړه او ښځه] ماشومان نه لري او په دې طرز ژوند دودولو سره دوی کوښښ کوي نور هم قانع کړي چې بې اولاده ژوند تیرول عادي خبره ده.»
لس هيوادونه چي د نفوس زياته برخه يې د مهاجرت شاليد لري
متحده ايالات په ۲۰۱۵ کال په ټوله نړۍ کي د مهاجرت ريښه لرونکو تر ټولو لوی هيواد ؤ. په ۱۰ مقام د هسپانيا زيات اوسېدونکي د مهاجرت ريښې لري. د ۱۰ واړو داسو هيوادونو په تړاو انځوريز رپوټ دلته کتلای شئ: انځور: Reuters/O. Orsal ۵۸۵۲۹۵۳ تنه مهاجر (د هيواد د نفوس ۱۴ سلنه او د ټولې نړۍ د نفوس ۲ اعشاريه ۸ سلنه وګړي).
انځور: picture-alliance/dpa ۶۷۶۳۶۶۳ تنه مهاجر (د هيواد د نفوس ۲۷ اعشاريه ۷ او د ټولې نړۍ د نفوس ۲ اعشاريه ۸ سلنه وګړي).
انځور: picture-alliance/dpa/Rossbach/Krepp ۷۲۸۴۰۶۹ تنه مهاجر (د هيواد د نفوس ۲۰ اعشاريه ۷ او د ټولې نړۍ د نفوس ۳ اعشاريه ۱ سلنه وګړي).
انځور: Reuters/M. Blinch ۷۷۸۴۴۱۸ تنه مهاجر (د هيواد د نفوس ۱۱ اعشاريه ۱ او د ټولې نړۍ د نفوس ۳ اعشاريه ۱ سلنه وکړي).
انځور: Getty Images/AFP/P. Huguen ۶ مقام - عربي متحده امارات ۷۸۲۶۹۸۱ تنه مهاجر (د هيواد د نفوس ۸۳ اعشاريه ۷ او د ټولې نړۍ د نفوس ۳ اعشاريه ۴ سلنه وګړي).
انځور: picture-alliance/dpa/P. Kneffel ۸۵۴۳۱۲۰ تنه مهاجر (د هيواد د نفوس ۱۱ اعشاريه ۳ او د ټولې نړۍ د نفوس ۳ اعشاريه ۷ سلنه وګړي).
انځور: picture-alliance/dpa/G. Forster ۹۰۶۰۴۳۳ تنه مهاجر (د هيواد د نفوس ۳۱ اعشاريه ۴ او د ټولې نړۍ د نفوس ۳ اعشاريه ۹ سلنه وګړي). آرشيف
انځور: Getty Images/C. McGrath ۱۱۶۴۳۲۷۶ تنه مهاجر (د ټول هيواد د نفوس ۷ اعشاريه ۷ او د ټولې نړۍ د نفوس ۴ اعشاريه ۸ سلنه وګړي).
انځور: picture-alliance/dpa/M. Valery ۱۲۰۰۵۶۹۰ تنه مهاجر (د هيواد د نفوس ۱۴ اعشاريه ۹ او د ټولې نړۍ د نفوس ۴ اعشاريه ۹ سلنه وګړي).
انځور: Getty Images/S. Gallup لمړی مقام - امريکا متحده ايالات ۴۶۶۲۷۱۰۲ تنه مهاجر (د هيواد د نفوس ۱۴ اعشاريه ۳ او د ټولې نړۍ د نفوس ۱۹ اعشاريه ۸ سلنه وګړي).
انځور: DW/M. Soric د نړۍ له پنځو مهاجرو څخه يو یې د امريکا متحده ايالاتو کې ژوند کوي. امريکا کې د دغه لست د لسو مخکښو هيوادونو له منځه د وروستي څلورو هيوادونو د ټولو مهاجرو په پرتله زيات مهاجر میشت دي.
انځور: AP که چيرې په امريکا کې زيږيدلي مهاجر هم حساب شي، په امریکا کې د شته مهاجرو شمير د ۸۰ تر ۸۵ ميليونو پورې رسيږي. انځورنه د آرشیف. سرچينه يو اين.
انځور: DW/M. Soric