1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيې د پارلمان غړي غواړي دویچه وله ممنوع کړي

۱۴۰۳ مرداد ۳۱, چهارشنبه

د روسیې د پارلمان غړي په دې هڅه کې دي تر څو دویچه ويله د «نامطلوبو» سازمانو په نوملړ کې شامله کړي. دوی غواړي په دې کار سره د آلمان د دغې نړېوالې رسنۍ فعالیت او نشراتي محتویات بند او د بیان آزادۍ ته یوه کلکه ضربه ورکړي.

روسيې د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې د دویچه وله فعالیت ممنوع او د همدې کال په مارچ کې ېې د «خارجي عامل» په توګه اعلان کړه
د آلمان په بن ښار کې د دویچه وله نړېوالې رسنۍ ساختمانانځور: Florian Görner/DW

د روسيې د پارلمان غړو وړانديز کړی دی چې دويچه ويله او د بریتانيا شورا دې په روسیه کې د «نامطلوبو» سازمانونو په څېر درجه بندي شي.

د روسيې د پارلمان یا (دولتي دوما) د امنیت او فساد د کنټرول کميټې مشر، واسیلي پيسکاروف، د سې شنبې په ورځ وويل چې په دې هکله غوښتنلیک، د روسيې فدراسیون لويې څارنوالۍ ته استول شوی دی.

 پیسکاروف ويلي دي: «زموږ هدف د هغوی د حسابونو، شعبو او دفترونو بندول او د معلومات پر خپرولو ېې ممنوعیت دی. کوم کسان چې له هغوی سره همکاري یا اړيکو ته ادامه ورکوي، له اداري او قانوني مسئولیتونو سره به مخ شي.»

 روسيې تر دې مخکې دویچه ويله «خارجي عامل» ګڼلی وو

روسي چارواکو د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۳مه، د دويچه ويله فعالیت په دغه هېواد کې ممنوع او د هماغه کال په مارچ کې ېې دغه رسنۍ د یو «خارجي عامل» په توګه اعلان کړه.

د دویچه ويله عمومي مشر پيتر ليمبورګ، هغه مهال د روسيې دغه اقدام وغانده او هغه يې «د روسي چارواکو یو خپلسری تصمیم» وښود.

ښاغلي ليمبورګ ويلي ول: «دا د رسنیو پر آزادۍ یوه بله حمله او له آزادو او خپلواکو رسنیو د روسیې د خلکو د ارتباط قطع کولو له پاره یوه نوې هڅه ده.»

په روسیه کې «نامطلوب» سازمانونه

روسيې د روان کال په اګست میاشت کې په اصطلاح د «نامطلوب» سازمانونو په هکله یو نوی قانون تصویب کړ. خو تر هغه مخکې په روسيه کې یوازې یو شمېر غیردولتي سازمانونه د «نامطلوبو» سازمانونو په نوملړ کې شاملېدل، چې په هغو کې په ځانګړې توګه مخالف بنسټونه لکه سیاسي بنسټونه، د بشر حقونو د دفاع ډلې او د چاپېریال ساتنې ملاتړ کوونکي بنسټونه راتلل.

اوس د نوي قانون پر اساس، هر بهرنی سازمان چې موسس او شریکان ېې د یو بهرني هېواد بنسټونه وي، کېدای شي د «نامطلوبو» سازمانونو په نوملړ کې شامل شي.

د نوي قانون له مخې، د دا ډول سازمانونو په فعالیتونو کې برخه اخیستل تر ۴ کاله د حبس سزا او په یو لړ وظیفوي موقفونو د تصدۍ حق سلبول له ځانه سره لري. له دې نه علاوه، د دا ډول سازمانونو مالي تمویلول، کیدای شي د ۵ کاله حبس سزا سره مخ شي. له دې ټولو ورهاخوا، په نوي قانون کې د دا ډول سازمانونو د فعالیتونو له پاره تر شپږ کاله پورې د حبس سزا په نظر کې نيول شوې ده.

په روسیه کې د «نامطلوبو» سازمانونو شمېر، په اوکراین کې د دغه هېواد د جګړې تر پېلېدو وروسته په شدیده توګه لوړ شوی دی. د رپوټونو پر اساس، روسي چارواکو په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې ۲۳ سازمانونه «نامطلوب» اعلان کړل. تېرکال د دا ډول سازمانونو شمېر ۵۸ ته ورسېد. خو د روان کال د اګست میاشتې له ۱۴مې راهیسې، په روسيه کې شاوخوا ۲۰۰ سازمانونه د «نامطلوبو» بنسټونو په توګه درجه بندي شوي دي.

 mks(nz/Aj/af/(dw)

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب