1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې نور شا او خوا ۲۰۰ تنه له افغانستانه ایستلي

۱۴۰۰ آذر ۲۷, شنبه

روسیه وایي چې د پوځي تخلیې د ماموریت په ترڅ کې یې نور ۲۰۰ تنه له افغانستانه ایستلي دي. روسیې څلور میاشتې دمخه واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته دغه عملیات پیل کړي ول.

Russland Coronavirus l Evakuierung russicher Bürger aus China
انځور: picture alliance/dpa/Russian Defence Ministry

د روسیې د دفاع وزارت د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د دسمبر ۱۸مه) په مسکو کې وویل چې په دغو کسانو کې چې له افغانستانه راایستل شوي روسي اتباع، د قرغزستان اتباع او همداشان هغه افغان محصلین شامل دي چې د روسیې په پوهنتونو کې منل شوي دي.

په پام کې ده چې درې ایلیوشن ال-۷۶ ډوله ترانسپورتي الوتکې د مسکو اړونده چکالووسکي پوځي اډه کې ښکته شي.

د اګست میاشتې له پای راهیسې د روسیې پوځ په ټوله کې ۷۷۰ تنه له افغانستانه ایستلي دي.

تر دې دمخه د روسیې د تخلیې د پروازونو په ترڅ کې افغانستان ته د بشري مرستو استول هم رپوټ شوي وو.

له هغه وخت راهیسې چې سخت دریځه طالبان واک ته رسیدلي دي، په افغانستان کې د ډیری خلکو له پاره وضعیت خراب شوی دی. کابو ټولې بهرنۍ مرستې درویدلي دي او د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ کنګل کړل شوي دي.

د سیف دي چلډرن، د اټکل له مخې په سږني ژمي کې ښایي ۱۴ میلیونه ماشومان له لوږې سره مخامخ شي. د ملګرو ملتونو په وینا د افغانستان د نفوس تر نیمایي زیات یې کافي خواړه نه لري.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل