1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

روسیې استازي امریکا سره د اوکراین مذاکرات «رغوونکي» وبلل

محمد کریم صالح | فرانس پریس، ډي پي اې
۱۴۰۴ آذر ۳۰, یکشنبه

د روسیې مرکچي پلاوی ويلي د اوکراین شخړې ته د یوې سولیزې حل لارې په موخه په امریکا کې پیل شوي مذاکرات تر اوسه په رغوونکي ډول روان دي. بل لور پوتین ويلي چمتو دی د اوکراین موضوع پر سر د فرانسې له ولسمشر سره خبرې وکړي.

 د روسیې د مرکچي پلاوی مشر، کریل دمیتریف
د روسیې مرکچي پلاوی ويلي د اوکراین شخړې ته د یوې سولیزې حل لارې په موخه په امریکا کې پیل شوي مذاکرات تر اوسه په رغوونکي ډول روان دي انځور: Sergei Karpukhin/TASS Host Photo Agency/ZUMAPRESS/picture alliance

د روسیې د مرکچي پلاوی مشر، کریل دمیتریف، چې دا وخت په امریکا کې دی ویلي چې دامریکا لور سره د اوکراین جګړې د پای پر سر مذاکرات تر اوسه په رغوونکې توګه پر مخ ځي. دمیتروف خبریالانو ته وویل: «بحثونه په رغوونکي توګه ادامه لري.» د روسیې خبري آژانس تاس، د هغه له قوله ویلي چې دغه مذاکرات د شنبې په ورځ پیل شوي چې یکشنبه به هم ادامه ولري.

مذاکرات د امریکا د فلوريدا ایالت په میامي ښار کې روان دي چې په کې د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ ځانګړی استازی ستیف ويتکوف او زوم ېې جرید کوشنر هم ګډون لري.

روسیې څه باندې درې نیم کاله مخکې پر اوکراین پوځي یرغل وکړ. ترمپ په جنوري میاشت کې سپینې ماڼۍ ته له راتلو راهیسې هڅې روانې کړي تر څو دغه جګړه پای ته ورسوي.

د برلین د تېرې اوونۍ خبرو اترو وروسته په امریکا کې دا دوهم پړاو مذاکرات دي چې ترسره کيږي.

امریکا، اوکراین او د اروپايي هېوادونو رهبرانو د تېرې اوونۍ د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په برلین کې په خپلو کې خبرې اترې درولودې او اوس د امریکا مرکچي پلاوی غواړي پر نتایجو ېې له روسي پلاوي سره وغږیږي. واشنګټن په دغو مذاکراتو کې خپل ځان ته د یو منځګړي په توګه ګوري. تمه ده د آلمان د صدراعظم فریدریش مېرڅ د خارجه پالیسۍ سلاکار، ګونتر زاوتر او همدارنګه د اوکراین او نور اروپايي استازي هم د فلوریدا خبرو اترو ته ځانونه ورسوي.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند ويلي پوتین چمتو دی په اوکراین کې د روانې جګړې پر سر د فرانسې له ولسمشر امانویل ماکرون سره خبرې وکړيانځور: Ludovic Marin/AFP/Getty Images

رسنیو رپوټ ورکړی چې له ویتکوف سره یوه بله غونډه هم پلان شوې چې په هغې کې به د بریتانیا او فرانسې استازې هم ګډون ولري، خو د آلماني او روسي استازو تر منځ غونډه پلان شوې نه ده.

پوتين ماکرون سره خبرو ته چمتووالی ښوولی

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند ويلي دي چې پوتین چمتو دی په اوکراین کې د روانې جګړې پر سر د فرانسې له ولسمشر امانویل ماکرون سره خبرې وکړي.

دمتري پېسکوف دغه څرګندونې په یوه مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې، کړي دي. هغه ریانویستي خبري آژانس ته وویل چې پوتین «له ماکرون سره خبرو اترو ته خپل چمتووالی ښودلی دی.»

په ورته وخت کې د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون ويلي چې هغه په دې باور دی چې اروپا باید په اوکراین کې د جګړې د پای له پاره روانه اوونۍ له پوتین سره تماس ونیسي.

هغه وویل: «زه په دې باور یم چې دا د اروپايانو او اوکراینانو په توګه زموږ په ګټه ده چې د بیا خبرو اترو له پاره یوه مناسب چوکاټ پیدا کړو.»

له دغو خبرو سره جوخت اروپايي رهبران د جمعې په ورځ اوکراین ته د ۹۰ ميلیارډه یورو پور پر ورکړې سلا شول چې معادل د ۱۰۵ میلیارډه امریکايي ډالرو کیږي.

له آرشیف څخه (17.12.2022): 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب