1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قره باغ ته روسي ځواکونه ولې واستول شول؟

۱۳۹۹ آذر ۱, شنبه

په قره باغ کې تر اوربند وروسته روسيې خپل سوله ساتي‌ ځواکونه سيمې ته استولي دي.‌ د آرمني- آذري بېلونکې کرښې په اوږدو کې د څارنې برجونه هم ولګول شول څو د سیمې څارنه وکړي.

Berg-Karabach | Russische Friedenstruppen sichern Waffenstillstand
انځور: Alexander NEMENOV/AFP

روسي سوله ساتي ځواکونه د آرمنستان او آذربايجان تر منځ ناندرئيزې سيمې ناګورني قره باغ ته ورسېدل. د اوربند تر تړون وروسته دغه سيمه نسبت هغې پخوانۍ سيمې ته ډېره وړه شوې ده چې د ۱۹۹۰يمو کلونو په پيل کې يې پخپله خپل موجوديت «د قره باغ جمهوريت»‌ تر نامه لاندې اعلان کړی وو.

د روسي ځواکونو د ماموريت شرايط د روسيې او د آذربايجان د ولسمشرانو او د آرمنستان د صدراعظم تر منځ په يوه بيانيه کې د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۹مه تعيين شوي دي. د روسيې سوله ساتی دغه ځواک ۱۹۶۰ سرتېري، ۹۰ ټانکونه او ۳۸۰ نور داسې واحدونه رانغاړي‌ چې موټرونه او ځانګړي ګاډي پکې د دغه متن له مخې شامل دي.

د رسنيو د راپورونو په حواله روسي جنګي څرخکې دغه ځواکونه د هوا له لارې ساتي او حفاظت يې کوي. دغه واحدونه لومړی د پنځو کلونو د دورې له پاره په قره باغ کې ځای پر ځای کيږي چې د دغه وخت تر تېرېدو وروسته په اتوماتيک ډول پنځه کاله اوږديږي که هيڅ غاړه يې البته تمديد رد نه کړي.

د روسيې سوله ساتی دغه ځواک ۱۹۶۰ سرتېري، ۹۰ ټانکونه او ۳۸۰ نور داسې واحدونه رانغاړي‌

روسيې د څارنې ۱۸ برجونه جوړ کړي‌ دي

روسيې خپل ځواکونه د هغې بېلونکې کرښې په اوږدو کې ځای پر ځای کړي دي چې د اوربند د نافذېدو پر وخت تامين شوې وه، خو په هغو ځايونو کې به نه وي چې آرمنستان يې بايد د ګډې بيانيې له مخې آذربايجان ته بېرته ورکړي.‌

د روسيې د دفاع وزارت په ناګورني قره باغ کې ۱۸ د څارنې برجونه هم جوړ کړي‌ دي، چې نهه يې په شمال او نهه نور يې په سويل کې دي. همدا راز اووه نورې موقتي پوستې هم د لاچين په نوم دهليز کې لګول کيږي چې دغه سيمه له آرمنستان سره وصلوي. د اوربند د تړون له مخې د دهليز يو بېل مسير او نورو ځايونو ته د ځواکونو لېږد هم په نظر کې نيول شوي دي‌ او امکان لري.

رومان ګونچارېنکو/ن ص/خ ح

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب