1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

اوکراین: د روسيې بريد کې یوه مور له درو ماشومانو سره وژل شوې

۱۴۰۳ آبان ۲۲, سه‌شنبه

اوکراین وايي د روسي ځواکونو په یوه حمله کې یوه مور له خپلو درو ماشومانو سره وژل شوې ده چې په ماشومانو کې ېو ېې نوی زېږېدلی دی. دغه حمله د اوکراین د ولسمشر ولوديمیر زيلنسکي د زيږېدو پر ښار کريويي ريګ شوې ده.

د اوکراین په ژاپريژیا سیمه کې د ۲۰۲۴م کال د نومبر په ۷مه د روسي ځواکونو په بمبارد کې تخریب شوی ساختمان او ژغورنکې د پاک کارۍ پر مهال
آرشیف - اوکرايني چارواکو د سه شنبې په ورځ وويل چې د روسي ځواکونو په یو توغندویز برید کې یوه مور له درو ماشومانو سره ېې وژل شوې دهانځور: Dmytro Smolienko/Avalon/Photoshot/picture alliance

د اوکراین د کورنیو چارو وزير ایګور کلیمينکو د سه شنبې په سهار (د نومبر ۱۲م)  وويل چې د پېښې په ځای کې د ژغورنې عملیات پای ته رسيدلي او زیاته ېې کړه چې په دغه حمله کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

وزير په یوه اعلاميه کې چې پر ټولنیزې رسنۍ ېې خپره کړې، ويلی دي چې «د روسيې په دغه حمله کې تر ټولو کوچنی قرباني یوازې د دوو میاشتو یو ماشوم دی. په دغه توغندیز برید کې ۴ کسان وژلي شوي دي چې یوه مور او درې ېې ماشومان دي.»

د اوکراین لويې څارنوالۍ ويلي دې چې د وژل شوې ۳۲ کلنې مور او د هغې د دوه میاشتني ماشوم او د دوو نورو ماشومانو جسدونه ېې له ویجاړیو رايستلي دي. د دوو نورو ماشومانو عمرونه ۱۰ او ۲ کاله ښودل شوي دي.

اوکرايني چارواکو دغه راز ويلي دي چې د اوکراین په جنوبي ښار زاپريژیا کې هم روسي ځواکونو حمله کړې چې دوه کسان پکې ټپیان شوي دي.

زاپريژیا د اوکراین د هغو څلورو سیمو يوه ده چې مسکو په ۲۰۲۲م کال کې په خپله خاوره کې د الحاق اعلان وکړ سربېره پر دې چې پر هغو بشپړ پوځي کنټرول نه لري.

(AFP)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب