1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م م: روسیه دې د کریمیا «مؤقت اشغال» پای ته ورسوي

۱۳۹۹ آذر ۱۸, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو روسیه کریمیا ته د وسلو او تجهیزاتو په انتقالولو او د دې ټاپو پر«موقت اشغال» تورنه کړې ده. نوموړي سازمان له مسکو څخه غوښتي دي چې ژر دې په اوکراین پورې اړوندې دې سیمې څخه خپل ځواکونه وباسي.

Russland Moskau Siegesparade
انځور: Imago Images

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي غونډې د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر میاشتې په ۷ نیټه) د یوه پریکړه لیک په تصویبولو سره له روسیې څخه وغوښتل چې هر څومره ژر چې کیدای شي خپل ټول نظامي ځواکونه له کریمیا ټاپو څخه وباسي او «له اوکراین پورې اړوندې دې سیمې مؤقت اشغال ته دې د پای ټکې کیږدي.»

دا پریکړه لیک د ۱۷ منفي او ۶۲ ممتنع رایو په مقابل کې له ۶۳ مثبتو رایو سره تصویب شو.

روسیې په ۲۰۱۴م کال کې خپل نظامي ځواکونه کریمیا ټاپو ته ولیږل. دغو ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې شپږ کلنې جګړې پر مهال د بېلتون غوښتونکو یاغیانو ملاتړ وکړ. په دې جګړه کې ۱۴۰۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د تیر کال له جولای میاشتي راهيسي په دې سیمه کې اوربند دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي غونډي په پریکړه لیک کې د روسي ځواکونو له خوا د سيواستوپل بندر او کریمیا اشغال غندل شوی او ټینګار شوی دی چې «په زور سره د کریمیا تصرف، یو غیر قانوني اقدام او د نړیوالو قوانونو تر پښو لاندې کول دي.» 

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې له ټولو غړو هیوادونو او نړیوالو بنسټونو غوښتي دي چې له دوی سره په همکارۍ کې دې د روسیې په وسیله د کریمیا نيمه ټاپو اشغال ته ژر تر ژره د پای ټکې په ایښودلو کې د دغه سازمان ملاتړ وکړي.

په دې پریکړه لیک کې د روسیې په وسیله «په تدریجي ډول د کریمیا نظامي کیدولو» په اړه اندیښنه ښودل شوې ده. همدارنګه روسیه تورنه شوې ده چې خپل پرمختللي وسلې د هغو له جملې څخه د اټومي بمونو د انتقال توان درلودونکي الوتکې، توغندي، وسلې، مهمات او خپل نظامي پرسونل د اوکراین خاورې ته انتقال کړي دي.

په پریکړه لیک کې له مسکو څخه غوښتل شوي دي چې هر څومره ژر چې کیدای شي د کریمیا نيمه ټاپو ته دي د وسلو د انتقال بهیر بند شي.

د اسوشیتډ پریس خبري آژانس د رپوټ پر اساس د آلمان، بریتانيا، فرانسې، امریکا، استرالیا او ترکیې ته ورته لویدیځو هیوادونو دغه پریکړه لیک لاسلیک کړی دی. د دې برعکس روسیې ته نږدې هیوادونو لکه چین، کیوبا، ونزیویلا، ایران او سوریې بیا دې پریکړه لیک ته منفي رایه ورکړې ده.

که څه هم دغه پریکړه لیک الزامي نه دی، خو له سیاسي ارزښت څخه برخمن دی.

د فرانسې خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې دې پریکړه لیک ته د رای ورکونې پر سر د روسیې او لویدیځو هیوادونو ترمنځ جنجال راپورته شوی دی.

تیرکال هم د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په همدې اندازه د منفي او مثبتونو رایو سره دې ته ورته یو پریکړه لیک په کریمیا کې د روسیې د دې اقدام پر وړاندې په تصویب رسولی وو.

دویچه ویله: ش.ن/ ن. ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب