د روسیې اوریشنک توغندی څه ډول توغندی دی؟
۱۴۰۳ آذر ۹, جمعهد روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د اوکراین پر «پریکړه کوونکو» ادارو باندې د احتمالي توغندیو د برید ګواښ کړی دی. د پنجشنبې په ورځ، د قرغیزستان په پلازمینه استانا کې په یوه غونډه کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د روسیې د نوي بالستیک توغندي «اوریشنک» د ځای پر ځای کولو او د دغه توغندي د ویجاړیو د اندازې په هکله معلومات شریک کړل چې د اوکراین په جګړه کې د شخړې د لا شدید کیدو احتمال لا پسې ډیروي.
د روانې میاشتې په ترڅ کې روسیې د اوکراین پر دنیپرو ښار باندې له غږ څخه چټک خپل دغه توغندی استفاده کړی وو. اوریشنک د روسیې یو پرمختللی توغندی دی چې له غږ څخه چټک سرعت لري او په دې وروستیو کې تولید شوی دی. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د روسیې د دغه نوي توغندي په هکله د معلوماتو د ورکړې پرمهال وویل چې دغه توغندی د غربي هیوادونو د دفاعي سیستم څخه د تیښتې وړتیا لري، داسې ادعا چې د غربي هیوادونو پوځي کارپوهانو یې په هکله شک او تردید څرګند کړی دی.
پوتین وویل چې «موږ د اوکراین پر پوځ، د پوځ پر صنعتي زیربناوو او یا د پریکړو د مرکز په شمول د اوکراین د پلازمینې کیف پر ضد د اوریشنک توغندي استفاده نه شو رد کولی.»
اغیزمن، چټک او په دقیق ډول د هدف ویشتونکی توغندی
د پوتین په خبره اوریشنک توغندی یوه ډیره دقیقه وسله ده او دا د نورو توغندیو په پرتله مختلف دی ځکه چې په دې کې اتومي سرګلولې نشته خو د سرګلولو ځواک دومره ډیر دی چې هر ډول ځواکمنه دفاع له منځه وړلی شي. د روسیې ولسمشر همدا راز زیاته کړې چې د دغه توغندي د تودوخې درجه تر ۴۰۰۰ سانتي ګریډ پورې رسیږي او له همدې امله د توغندي د هدف ویشتلو په مرکزي سیمه کې هر څه په خاورو او ایرو بدلولی شي.
د روسیې دغه نوی تولید شوی توغندی ډیر چټک دی چې مخنیوی یې ناممکن کیږي. دغه توغندی په یوه ثانیه کې د دوه نیم نه تر درې کیلومتره پورې مزل وهي او دا په دې معنی چې دا توغندی کولی شي په فضا کې حرکت وکړي او په فضا کې پرمختللي دفاعي نظام څخه هم تیښته کولی شي.
د توغندي د هدف ویشتني ساحه او ځواک
د روسیې اوریشنک توغندی د منځني واټن ویشتونکی یو بالستیک توغندی دی چې له ۱۰۰۰ څخه تر ۵۵۰۰ کیلومتره پورې فاصله کې هدف ویشتلی شي. د دې معنی دا ده چې دغه توغندی کولی شي د اروپا نیږدې هره سیمه کې اهداف په نخښه کړي. د روسیې د ستراتیژیکو توغندیو د ځواکونو قوماندان، سیرګيي کاراکایف ویلي چې دغه توغندی په ټوله اروپا کې هر ډول هدف په نخښه کولی شي.
د دغه توغندي په هکله د روسیې ولسمشر پوتین همدا راز زیاته کړې چې دا په نوې طرحه جوړ شوی توغندی دی چې د پخواني شوروي تر پخوانیو وسلو توپیر لري. په ورته وخت کې د امریکا د دفاعي ادارو دغه توغندی یو تجربوي توغندی بللی دی چې د روسیې د آر. اس ۲۴ ډوله براعظمي توغندیو په اساس ډیزاین او جوړ شوی دی.
پوتین او کاراکایف ویلي چې که چیرته په یوه وخت کی ګڼ شمیر اوریشنک توغندي وتوغول شي، د دغه توغندي اغیز د اتومي توغندې کچې ته رسیږي. له دې دا څرګندیږي چې اوریشنک یو عادي توغندی نه بلکې ډیر قوي او غښتلی دی.
د روسیې ولسمشر پوتین ادعا کوي چې په اوس وخت کې هیڅ ډول هوايي دفاعي سیستم د اوریشنک توغندي مخه نه شي نیولی. د نوموړي په خبره د توغندي چټکوالی او په هوا کې د مسیر د بدلون وړیتا دغه توغندی په یوه ډیر خطرناک توغندي بدلوي. د روسیې په خبره، د دغه توغندي پر وړاندې هیڅ ډول اغیزمنه دفاع نه شي کیدی.
نړیوال غبرګونونه او د وسلو د تړون تر پښو لاندې کول
د روسیې له لوري د اوریشنک توغندي ځاي پر ځای کولو غربي هیوادونه اندیښمن کړي دي. په ۱۹۸۷م کال کې د پخواني شوروي اتحاد او امریکا متحده ایالاتو د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د تولید د مخنيوي پر یوه داسې تړون لاسلیک کړی وو چې له مخې یې دواړو هیوادونو د ۵۰۰ څخه تر ۵۵۰۰ کیلومتره واټن هدف ویشتونکو توغندیو د ختملو پریکړه کړې وه. خو په ۲۰۱۹م کال کې دواړو هیوادونو د دغه تړون د لغو کولو خبر ورکړ، خو اوس د روسیې له لوري د دغه نوي توغندي په تولید سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د دغه تړون په هکله بحثونه یو ځل بیا تاوده شوي دي.
روسیې ویلي دي چې د دغه توغندي د تولید چارې پیل شوي دي او په راتلونکې کې یې استفاده هم نه ردوي. د دغه توغندي په هکله د اوکراین استخباراتي ادارې وايي چې اوسمهال روسیې د دغه توغندي یوازې څو نمونې جوړې کړي دي خو زیاتوي چې روسیه کولی شي په نیږدې راتلونکي کې دغه توغندي په پراخه کچه تولید او جوړ کړي. په ورته وخت کې اوکراین په دې وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو له لوري اوکراین ته د ورکړل شویو توغندیدو په واسطه د روسیې پر خاورې برید وکړ، چې له کبله یې د یوې اتومي جګړې د احتمال خطرونه هم ډیر شوي دي.