1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

د روسيې د پوځ اصلاحات: آیا پلان سوي هدفونه به عملي سي؟

۱۴۰۱ بهمن ۱۰, دوشنبه

د کریملن له خوا اعلان سوي ریفورم کې د ۳۵۰ زره کسانو په اضافه کولو سره د روسیې د پوځ پیاوړتیا په نظر کې نیول سوې ده. خو پوښتنه داده چې دومره ډیر نظامي کسان به څه ډول راجذبیږي او دومره ډیر تجهیزات به څه ډول تمولیږي؟

Waleri Gerassimow Wladimir Putin
انځور: Alexei Nikolsky/dpa/picture alliance

روسیه غواړي خپل پوځ د نورو ۳۵۰ زره عسکرو په زیاتولو سره یو نیم میلیون کسانو ته پراخ کړي. د روسیې د دفاع وزیر سیرگي شویگو په دا وروستیو کې خپل مرستیال ته ددې کار دلیل د «دولت نظامی امنیت» او «نوي موضوعگانې» لکه، هغه اصطلاح چې دی یې د اوکراين هغو سيمو ته کاروي چې روسیې په ځان پورې تړلي دي، او همدارنگه د »مهمو تاسیساتو« امنیت په گوته کړی دی. د هغه په خبره د امنیتي ځواکونو د مهمو جوړښتونو په تقویې سره په هیواد کې امنیت تضمین کیدای سي.

فرانسه ولې اوکراین ته خپل ټانکونه نه ورکوي؟

د هغه په خبره یو له دغو پیل سوو ریفورمونو څخه باید په ۲۰۲۶ کال کی پای ته ورسیږي. د هغه په چوکاټ کې باید د مسکو پخوانۍ پوځي ناحیه او لیننگراد چې اوس سانت پیترزبورگ بلل کیږي بیرته رامنځته، د روسیې له خوا د اوکراین په نوو نیول سوو سیمو کی د پوځ نوې ډلې او همدارنگه ۱۲ نوې گرځنده څانگې هم رامنځته سي.

د کاریلیا په سیمه کې د پوځ قول اردو

علاوه پردې باید په کاریلیا کی د پوځ یو نوې قول اردو رامنځته سي. په هغه کې باید د مځکني پوځ د یوې برخی په توگه په سپکو وسلو سمبال درې فرقې او د هوایی ځواکونو دوې فرقې شاملی وي. د پوځ يوه اسرائيلی کارپوه داويد شارپ چې به خټه اوکراينی دی:«په کاریلیا کی ددغه قول اردو رامنځته کیدل د ناټو د پراخیدو په وړاندی یو غبرگون دی.» د روسیې د کاریلیا سیمه له فنلنډ سره چی د سویډن په څیر یې د ناټو د غړیتوب غوښتنه کړې، په سرحد کې پرته ده.

د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کی نوی روسي جذب سوي عسکرانځور: Stringer/AA/picture alliance

د شارپ په خبره، د اوکراین په وړاندي د روسیې هدفمنې جگړې وښودله چې د روسیې پوځ د شمیر له مخې نه سي کولای خپل ماموریت ترسره او اوکراین ونیسي. د پوځ د پراخیدو ترڅنگ مسکو غواړي د پوځ په تنظیم کې هم بدلون راولي. نوموړی کارپوه وایي: «دغه اصلاحات به له لوا څخه فرقو يا څانگو ته د انتقال بهیر تیز او »«

دغه نوي سرتیري به له کومه کیږي؟

د اعلان سوي ریفورم مهم ټکی دادی چې په پوځ کې ۳۵۰ زره نور کسان هم شامل سي چې دا کار څارونکو ته پوښتني پیدا کړي چې دغه نوي واحدونه به په کومو کسانو ډک کړای سي.

په روسیه کی نن ورځ ټول هغه نارینه چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۷ کلونو ترمنځ وي، په عسکرۍ مکلف دي. هرکال څه ناڅه ۲۷۰ زره ځوانان په پسرلي او یا هم مني کی د یوه کال له پاره عسکرۍ ته ځي چې دا ددغه عمر درلودونکو کسانو یوازي یوه برخه جوړوي. د لوړو زده کړو او یا هم رشوت ورکولو له لارې ډیری کسان تراوسه پر دې تواندیلي چې له دغه مکلفیت څخه ځانونه خلاص کړي.

روسیې خارکيف او خیرسون په توغنديو ویشتلي

په دې ډول به د عسکرۍ پر مکلفیت ولاړو کسانو عمر چې په اوس وخت کې د ۱۸ او ۲۷ کلونو ترمنځ دي، د ۲۱ او ۳۰ کلونو ترمنځ ته بدلون ومومي. داوید شارپ څرگندوي چې »دا د ریفورم یوازي یوه برخه ده. ۱۸ کلن جذب سوي کسان لا کوچنیان دي او جگړې ته آماده نه دي. برعکس ۲۷ کلن او ۳۰ کلن له جسمي پلوه قوي تره دي او داسي زده کړې یې ترلاسه کړي چې پوځ ورڅخه گټه اخیستلای سي.« هغه پر دې باور دی چي په راتلونکي کې به په ښکاره ډول ډیر نور کسان عسکرۍ ته راجذب سي.

په لومړي قدم کې به دراتلونکي کال په پسرلي کې پر عسکرۍ برابرو کسانو د عمر وروستی حد ۳۰ کاله ته پورته سي. خو ټیت حد به په نیژدې راتلونکي کې لا اعلان نه سي. دا کار به د هغو کسانو کړۍ چې د اجباري عسکرۍ پر مکلفیت برابر دي، څه ناڅه دوو میلیونو نارینه وو ته پراخه کړي.

آیا دغه اصلاحات تمویل کیدای سي؟

د روسیي پوځ د پراخیدو په اړه ریفورم د اوکراین په وړاندي جگړې راهیسي دوهم ریفورم دی. د ۲۰۲۲ م کال په اگست کې ولسمشر ولادیمیر پوتین دغه پوځ نهایي حد یعنی ۱۴۰ زره کسانو ته پورته کړ. د نوو ۳۵۰ زره پلان سوو کسانو سره یو ځای تقریباً نیم میلیون نوي سرتیري باید په نوو وسلو او یونیفورمونو سمبال سي چې دا کار د دغه هیواد پر دولتي بودیجې باندي د سخت فشار په معنی دی. 

روسیه: نوي بندیزونه پخپله امریکا ته تاوان رسوي

آیا روسیه به د تیلو او ګازو له لاری د عوایدو کمیدو ته په پام کې نیولو سره ددې کار له عُهدې ووځي؟ د داوید شارپ په خبره :«دغه ډول اصلاحات نه یوازي داسي سرچینو لکه پیسو او پرسونل ته اړتیا لري بلکه د ۳۵۰ زرو کسانو له پاره  تجهیزاتو او زیربنا ته هم اړتیا لیدله کیږي. سربیره پر دې باید داسي متخصصین وروزل سي چې ددغو کسانو رهبري وکړي.» هغه دا کار له امکانه لیري نه بولي چی ډیری نوي رامنځته سوي واحدونه به یوازي د کاغذ پرمخ پاته وي او یا به یې هیڅ ډول پوځي تجهیزات ترلاسه کړي نه وي. د هغه په خبره  دغه اصلاحات د خپلو ژمنو په پام کې نیولو سره غیر حقیقي بریښي.

مسکو د بیربوک د «روسیې پرضد جنګ» وینا توضیحات غوښتي

د یوه اوکرايني کارپوه اندرې ریشینکو په نظر په ټولو ضروري وسایلو د یوه سرتیري د مجهز کیدلو لگښت شاوخوا ۸۰ زره ډالر دي. له همدې کبله هغه شک لري چې دا ډول اصلاحات به عملي کړای سي. د ریشینکو په خبره ډیری روسان دې ته آماده هم نه دي چې جگړه وکړي.

GP/BS/DW.Online

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل