په دې فضایي ماموریت کې امریکایي فضانورد ډان پېټیټ او دوه روسي فضانوردان هر یو الکسي اوچینین او ایوان واګنر برخه اخیستې وه. ډان پېټیټ، چې د ناسا یو تجربه لرونی فضانورد بلل کېږي، د یکشنبې په ورځ ۷۰ کلن شو، او له همدې کبله نوموړی د ناسا تر ټولو د ډیر داسې عمر لرونکي فضانورد لقب خپل کړ، چې نړیوال فضایي سټېشن ته یې سفر کړی.
دا چې اوسمهال د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه روانه ده او د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره د روسیې اړیکې ترینګلې شوې دي، خو بیا هم امریکا متحده ایالاتو او روسیې په فضایي همکارۍ کې خپلې اړیکې نه دي پرې کړې. دواړه هېوادونه لا هم په ګډه فضایي ماموریتونه تر سره کوي او نړیوال فضانوردان اکثره د روسیې د سایوز فضايي بېړۍ کاروي، تر څو نړیوال فضایي سټېشن ته لاړ شي.
انځور: picture-alliance/Photoshot/Neil A. Armstrong
سوځوونکې گرمي او يخ سوړوالی
پر سپوږمۍ باندي د تودوخي درجه لا هم ډېره زياته ده. کله چي د لمر وړانګې پر سپوږمۍ ولويږي نو د سطحي تودوخه يې تر ۱۲۷ سانتي ګرادو پوري جګېدلای سي. کله چي لمر نه وي نو تودخه يې تر منفي ۱۵۳ سانتي ګرادو پوري ټيټېدلای سي.
انځور: picture alliance/dpa/S. Kahnert
آيا هلته يو څوک اوسيږي؟
يوه ډېره پخوانۍ اسطوره موجوده ده چي وايي پر سپوږمۍ باندي يو سړی اوسيږي. بعضي خلک وايي چي د بشپړ سپوږمۍ پر وخت په سپوږمي کي يوه څهره ويني. په بعضو هيوادونو کي دغه اسطوره داسي ده چي وايي يو انسان د خپلو ډېرو جدي جرمونو له کبله سپوږمۍ ته جزايي ولېږل سو. خو حقيقت دا دی چي ياده خبره صرف يوه افسانه ده او حقيقت نه لري.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorst
سپوږمۍ له مځکي څخه د ليري کېدو په حال کي ده
سپوږمۍ په يو کال کي له مځکي څخه تقريبا څلور سانتي متره ليري کيږي. هر څومره چي سپوږمۍ له مځکي څخه ليري کيږي، هغومره پر مځکه کوچنۍ معلوميږي. په تقريبا ۵۵ میليون کالو کي به سپوږمۍ له مځکي څخه داسي کوچنۍ معلوميږي چي نه به سي کولای چي لمر پټ کړي. يعني بيا به د لمر ترنده یا تندر نيول نور نه وي.
انځور: Reuters/J. Ernst
شرمښان د سپوږمۍ سره هيڅ اړيکه نه لري
په ډيرو زړو بېروونکو فلمونو کي ښودل کيږي چي شرمښ د سپوږمۍ پر لور انګولا کوي. خو دا له حقيقت څخه ليري خبره ده. د بشپړه سپوږمۍ او د شرمښ د انګولا هيڅ تعلق سره نسته دی. شرمښ د شپې پر وخت انګولای کوي.
انځور: Imago/Anka Agency International/G. Lacz
سپوږمۍ ختونکو کي د تنوع کمښت
تر اوسه سپوږمۍ ته ۱۲ انسانان تللي او د سپوږمۍ پر سطحه باندي يې پښه ايښې ده. دا ټول له بيلو مسلکونو سره تړاو لرونکي ول خو ټول امريکايان، نارينه او سپين پوستي ول. وخت به وښيي چي کله به يو غير امريکايي پر سپوږمۍ قدم کېږدي. يا دا چي کله به يوه مېرمنه او يا تور پوستی دا کار وکړي.
انځور: picture-alliance/dpa
انځورونه1 | 7
ډان پېټیټ مخکې هم څو ځلې فضا ته سفرونه کړي، خو دا ځل یې سف ځانګړی و، ځکه نوموړي د ، او هممهاله یې دا سفر له بریالیتوب سره پای ته ورسید.
دا ډول ماموریتونه نه یوازې د ساینس او ټیکنالوژۍ په برخه کې ارزښت لري، بلکې دا هم ښيي چې د سیاسي اختلافاتو سربېره، بشري همکاري ممکنه ده لږ تر لږه له ځمکې پورته په فضا کې دغه څه ممکن دي.