1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان مېرمنې او ناولني د سخاروف جايزې ته نومول شوي

۱۴۰۰ مهر ۲۳, جمعه

د افغان مېرمنو يوه ډله او د روسيې د اپوزيسيون سياستوال، الکسي ناولني د اروپايي پارلمان د سخاروف د دموکراسۍ او بشقي حقونو جايزې ته نومول شوي.

Bildgalerie 50 Jahre Römische Verträge I Fahnenmasten mit den Flaggen der EU-Staaten wehen vor dem Gebäude des Europaparlaments in Strasbourg
انځور: Thomas Ruffer/imageBROKER/picture alliance

افغان مېرمنې او ناولني د سخاروف جايزې ته نومول شوي

د افغانو مېرمنو يوه ډله او د روسيې د اپوزيسيون سياستول، الکسي ناولني د اروپايي پارلمان د سخاروف د دموکراسۍ او بشري حقونو جايزې ته نومول شوي.

د دوی تر څنګ د بوليويا پخوانۍ منځمهاله ولسمشره، ژانين آنېس هم نومول شوې ده چې همدا اوس په زندان کې ده. دغه خبره د اروپا پارلمان د پنجشنبې په ورځ وکړه.

د افغانستان د مېرمنو په ډله کې د بشري او ښځو د حقونو فعاله سيما سمر، د يوه ګرځنده کتابتون بنسټ ايښېدونکې، فرشته کريم او فلم جوړونکې، صحرا کريمي هم راځي. هغوی په خپل هېواد کې د بشري او ښځو د حقونو د غوښتلو له کبله نومول شوي دي.

سيما سمر هم د نومول شويو کانديدانو په ليست کې شامله دهانځور: DW/S.Petersmann

په زندان کې ناست، د کريملين منتقد الکسي ناولني هم جايزې ته نومول شوی دی چې د دموکراتې حکومتولۍ او د فساد په وړاندې مبارزه يې د نومول کيدو لامل دی.

د بوليويا پخوانۍ ولسمشره آنېس د حکومتي تعقيب او د قانوني محاکمو د نه شتون له کبله غوره شوې ده. د سويلي امريکا په بوليویا کې په هغې باندې تور دی چې په ۲۰۱۹ کال کې يې ګويا د پخواني ولسمشر، اېوو مورالس پر ضد د يوې کودتا مشري کړې ده.

د دغې جايزې ګټونکی يا ګټونکې به راتلونکې چهار شنبه د اروپايي پارلمان له خوا اعلان شي. دغې جايزې سره ۵۰ زره يورو هم مل دي چې د دسمبر په ۱۵مه به په شتراسبورګ کې د کال په تر ټولو وروستۍ پارلماني ناسته کې ورکول کيږي. دغه جايزه په ۱۹۹۵ کال کې د مړه شوي شوروي منتقد او فزيکپوه، اندرېي سخاروف پسې نومول شوې ده.

ن.ص/ب.ص (AFP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب