1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سالنګ لاره د بیارغونې له امله د مسافرو پر مخ تړل کیږي

۱۴۰۲ مرداد ۱۲, پنجشنبه

د طالبانو د فواید عامې وزارت اعلان کړی، چې د سړکونو د بیارغونې له امله به دغه لاره د شنبې له ورځې څخه د مسافرو پر مخ وتړل شي، خو بار وړونکي موټر د شپې له دې لارې تېرېږي.

د افغانستان سالنګ تونل
د افغانستان سالنګ تونلانځور: Adrien Vautier/Le Pictorium/IMAGO

په افغانستان کې د طالبانو د فواید عامې وزارتد سالنګ تونل د بیارغونې چارې پیل کړياو ویلي یې دي چې دغه لار به د شنبې په ورځ (د اسد ۱۴مه) د مسافرو پر مخ وتړل سي.

د طالبانو په اداره کې د سالنګونو د ساتنې او مراقبت رئیس مولوي عبدالحلیم اغا دویچه ویله ته وویل چې یوازې د شپې له خوا بار وړونکو موټرو ته د تېرېدو اجازه ورکول کېږي.

د هغه په ​​وينا، دغه لار به د شاوخوا يوه مياشت د مسافرو پر مخ تړلې وي او په دې موده کې به د غوربند او باميانو له دښتو تګ راتګ کيږي.

د سالنګونو د ساتنې او مراقبت رئیس زیاته کړه: «د بیارغونې له امله به د سالنګ لار د شنبې په ورځ د مسافرو پر مخ وتړل سي. موږ هڅه کوو چې دا کار ژر تر ژره بشپړ کړو او میاشتې به ونه نیسي او د غوربند او بامیان ترمنځ به د تیز رفتار او مسافر وړونکي موټرونه تګ راتګ وي.»

د سالنګ لویه لارد افغانستان نهه شمالي ولایتونه او څلور سوداګریز بندرونه  له کابل او سویل سره نښلوي او هره ورځ له دې لارې په سلګونو تیز رفتاره او باروړونکي موټر تګ راتګ کوي.

د سالنګ لارې په بندیدو سره به خلکو ته ګڼې ستونزې پیدا سي. مسافر وايي چې د غوربند او بامیانو تر منځ لارې خرابې او اوږدې دي.

د مزارشريف اوسېدونکی خليل حسين سخي زاده چې په منظم ډول کابل ته تګ راتګ کوي، وايي: «د دوشي – باميانو تر منځ لاره په بشپړه توګه خرابه ده او دغه لاره د اوږدوالي له امله د ناروغانو او مسافرو له پاره ډېره ستونزمنه ده. طالبانو به لومړی دا سړک لږ تر لږه پوخ او جوړ کړی وای، بیا به یې د سالنګ لویه لاره تړلې وای.»

یو شمېر مسافر او موټر چلوونکي د طالبانو له ادارې څخه غوښتنه کوي چې د تیزرفتار موټر او مسافر وړونکو موټرونو د تېرېدو اجازه دې لږ تر لږه په محدوده او د شپې په اوږدو کې ورکړي.

له بلې خوا موټر چلوونکي د سالنګونو د بیارغونې د کار له پیلېدو خوښ دي او وايي چې که په یوه میاشت کې د بیارغونې چارې بشپړې سي، دوی به دغه محدودیت ونه زغمي. په ورته وخت کې، دوی هیله څرګندوي چې دا ترمیم به په معیاري ډول ترسره سي.

په افغانستان کې د سالنګ واورو د ایستلو کار تصویر انځور: AP

غلام رضا، د لاریو یو چلوونکی چې یوازې له کابل څخه شمال ته تللی، وايي: «موږ به تر یوې میاشتې انتظار وباسو تر څو چې دوی موږ ته د شپې د تګ اجازه راکړي. مګر د اوس له پاره، هغه څه چې تیریږي معیاري نه دي. دوی د سالنګ له غرونو څخه خاوره او جغل راکښته کوي او همدلته یې اچوي. دلته باد او ګردونه دي هرځاي ګډوډي ده. که بیارغونه په ورته ډول وي، دا لاره به د ژمي په موسم کې د بار وړونکو موټرو له پاره تر دي لا هم بدتره وي.»

د طالبانو د رئیس الوزرا دفتر اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر شاوخوا شل ورځې وړاندې د دغې لارې د شاوخوا ۸۰ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پرانېستې وې او ویلي یې ول چې د دغې پروژې لګښت به د «تول پلازا» له لارې تمویل سي.

د سالنګ د ساتنې او مراقبت رئیس وايي، د «تول پلازا» معنی د سالنګونو هغه محصول دی چې له مسافرو او موټرچلوونکو څخه اخیستل کېږي، خو د محصول اندازه یې لا نه ده معلومه.

اسحق اکرمي او صفت الله زاهدي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب