1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بسپنه ورکوونکي هېوادونه ښايي د افغان ښوونکو معاشونه ورکړي

۱۴۰۰ مهر ۲۳, جمعه

د افغانستان د کړکېچن وضعيت له کبله نړيوال بسپنه ورکوونکي ښايي د دغه هېواد د زدکړې له سيستم څخه قسمي ملاتړ وکړي. د بحث يوه موضوع د معلومانو د تنخوا ورکړه ده.

UN Millenniumsziele Schule in Afghanistan
انځور: UN Photo/Shehzad Noorani

د آلمان د شپيګل مجلې په حواله ښايي نړيوال بسپنه ورکوونکي د افغان ښځينه او نارينه ښوونکو معاشونه ورکړي. دغه خبره د اروپايي ټولنې د هېوادونو بېلابېلو استازو یادې آلمانۍ خبري مجلې ته تائيد کړې ده.

دغه موضوع له لويديځو ديپلوماتانو سره په دوحه کې د طالبانو له استازو سره په غونډه کې هم مطرح شوې وه. له دې مخې د افغانستان وضعيت ورځ تر بلې پسې خرابيږي، ځکه چې پخواني دولتي مامورين اوسمهال معاشونه نه تر لاسه کوي.

 نه يوازې آلمان چې يو تر ټولو لوی بسپنه ورکوونکی هېواد دی، بلکې نور هېوادونه هم له طالبانو څخه ضمانتونه غواړي. په خبره يې بايد د دې غم بايد وخوړل شي چې جينکۍ مکتب ته تللو ته دوام هم ورکړي.

يو شرط دا دی چې جينکۍ هم خپلو زدکړو ته دوام ورکولو ته پرېښدل شيانځور: Lehtikuva Heikki Saukkomaa/dpa/picture-alliance

د زدکړو پر نصاب باندې هم بسپنه ورکوونکي هېوادونه غواړي چې تاثير ولري. داسې ويل شوي دي چې د طالبانو د سياسي دفتر استازو خپل رضايت ښکاره کړی دی. دغه پيسې به د رپوټ په حواله طالبانو ته نه ورکول کيږي. ويل کيږي چې اوسنی بحث د پيسو پر داسې يوه سيستم باندې روان دی چې ښوونکې او ښوونکي پکې معاش مستقيماً پر خپل جاري حساب باندې تر لاسه کوي.

ن.ص./ب.ص. (KNA)   

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب