1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په هکله د سنجي دت نوی فلم کله خپریږي؟

۱۳۹۹ آذر ۳, دوشنبه

د هندوستان د سینما وتلي ستوری سنجي دت یو ځل بیا د افغانستان په هکله په جوړ شوي یوه نوي فیلم «تور باز» کې را څرګند شوی دی. په دغه فیلم کې سنجي دت د کریکټ له لارې غواړي د افغان ماشومانو پر څیره مسکا راولي.

Indien Mumbai Schauspieler Sanjay Dutt
انځور: IANS

د روانې نومبر میاشتې پر۲۱مه نیټه، د هندوستان د سینما وتلي ستوري، سنجي دت پر خپله رسمي فسبوک پاڼه باندې د افغانستان په هکله د خپل نوي فلم «تور باز» تریلر یا اعلان خپور کړ. په دغه فلم کې سنجي دت چې یو پخوانی سرتیری او ډاکټر دی غواړې په افغانستان کې د مهاجرو په کمپونو کې یو شمیر کوچنیو ماشومانو ته کریکټ ور زده کړې. سنجي دت غواړي په دې فلم کې د ترهګرۍ او جګړې پر وړاندې له کریکټ څخه د یوې مثبتې پدیدې په توګه کار واخلي.

د سنجي دت په دغه ټویټري پیغام کې راغلي دي چې د هغه نوی فلم به د راتلونکې دسمبر میاشتې پر ۱۱مه نیټه په هندوستان کې د نیټفلکس له لارې خپور او نندارې ته وړاندې شي.

په فلم کې راهول دیف منفي کرکتر لوبولی دی او هغه په افغانستان کې د یوې ترهګریزې ډلې مشري پر غاړه لري، داسې یوه ډله چې د مهاجرینو په کمپونو کې له ماشومانو ځانمرګي جوړوی او هغوی د جګړې له پاره د خپلو سرتیرو په توګه روزي. په دغه فلم کې د افغانانو پر ځای، د قرغزستان وګړي ښول شوي دي.

سنجي دت له سرطان ناروغۍ څخه تر رغیدو وروسته، د لومړي ځل له پاره په همدې فلم کې کار کړی دی. تر دې وړاندې، سنجي دت د افغانستان په هکله په جوړیدونکو یو شمیرو نورو فلمونو کې هم برخه لرله چې له دې ډلې یې پاني پت فلم هم د یادولو دی چې پکې سنجي دت د احمد شا بابا نقش لوبولی وو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب