1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرپل: د سړک غاړې ماين په چاودنه کې ۱۳ کسان وژل شوي

۱۳۹۹ مهر ۲۰, یکشنبه

افغان چارواکي وايي چې په سرپل ولایت کې د سړک غاړي يوه ماين په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوی دي. زياته شوې چې په وژل شوو کسانو کې ملکيان هم شته.

Anschlag in Afghanistan Nähe der Bagram Air Base
آرشيفانځور: picture-alliance/AP Photo/Rahmat Gul

له کابل څخه د آلمان خبري آژانس د يکشنبې ورځې (د نوامبر ۱۱مه) په رپوټ کې ليکي چې دغه چاودنه د شنبې په ورځ د سرپل ولايت مرکز ته نژدې وشوه، چې ورسره سم د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو تر منځ درنه وسلواله نښته هم پيل شوه. په رپوټ کې زياته شوې چې دغې جګړې شپږ ساعته دوام وکړ. د ولايتي شورا يوه غړي او يوې بلې ناڅرګنده سرچينې د آلمان خبري آژانس ته وويل چې په دغه جګړه کې درې سرتيري ټپیان شوي دي.

په رپوټ کې د وژل شوو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي خو زياته شوې چې درې تنه ملکيان هم په کې شامل دي.

سرپل ولایت د افغانستان په شمال کې د خپل ستراتيژيک موقعيت له کبله تل د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د وسلوالو نښتو شاهد پاتې شوی. طالبان له څو کلونو راهيسې د دغه ولايت پر ډيرو برخو کنترول لري.

د ولايتي شورا غړي، امين الله آیدين، د يکشنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۱مه) وويل چې په تيرو ۴۸ ساعتونو کې د سرپل ولایت په مختلفو سيمو کې لږ تر لږه ۴۶ تنه افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي، ټپيان او يا هم ژوندي نيول شوي دي.

د افغانستان په مختلفو سيمو کې وسلوالې نښتې په داسې حال کې په خپل شدت سره ادامه لري، چې هاخوا د قطر په دوحې ښار کې د افغانستان حکومت او طالبانو مذاکراتي ټيمونو تر منځ د سولې مذاکرات ادامه لري. خو د دغو مذاکراتو له پیل څخه چې نژدې يوه مياشت کيږي، لا تر اوسه په کې کوم ښکاره پرمختک نه دی رامنځ ته شوی.

آژانسونه/م.ک.ص./م.ق.ن.